د افغان جګړې پټ تاریخ کتاب چاپ شو

نام نویسنده
2022-05-21
د افغان جګړې پټ تاریخ کتاب د افغانستان د وروستۍ شل کلنې جګړې په اړه لیکل شوی. د دې کتاب موخه

د افغان جګړې پټ تاریخ کتاب د افغانستان د وروستۍ شل کلنې جګړې په اړه لیکل شوی. د دې کتاب موخه د افغانستان په جگړه کې د امریکا د تېروتنو یوه توضیح ده او دا راته وایي چې سیاسیونو د افغانستان د جگړې په اړه خپل ملت ته څنګه څه نا څه شل کاله دروغ وویل.
دا کتاب تر (۱۰۰۰) د زیاتو کسانو په مرکو ولاړ دی چې د افغانستان په جگړه کې مستقیماً دخیل وو. د دې کتاب منابع او ماخذ د سیگار د زده شویو درسونو په نوم پاڼې، شفاهي تاریخي اطلاعات او د رمزفیلډ د واورو بڅرکو په نوم استخباراتي یادښتونه دي چې ټول (۱۰۰۰۰) پاڼو اسنادو ته رسېږي.
دغه اثر د افغانستان د سیاسي تحولاتو په درشل کې د اګست میاشتې په وروستیو کې خپور شوی دی.
کتاب امریکایي ژورنالېست کریګ وایټلاک لیکلی او رفیق محمد خاورین پښتو ژبې ته ژباړلی.
د کتاب پښتو بڼه ۳۴۸ مخونه لري. د اکسوس خپرندوی مرکز لخوا چاپ او خپور شوی دی او مینوال یې کولای شي دغه مهم او د وروستیو تحولاتو ټولګه د اکسوس سربېره د کابل او هېواد د نورو لویو ښارونو له مشهورو کتابپلورنځیو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو