اوربلکۍ د ساینسفېکشن له زاویې | عبدالحق سلامزوی
ساينسفېکشن چې د ساينس او فېکشن څخه رغېدلی محتوايي داستاني ژانر دی، موضوع يې ساينس دی چې له تخيل سره مل د داستان په سانچه کې وړاندې کېږي. اوربلکۍ بشپړ ساينسفېکشن ناول دی چې محمدآصف عمر ليکلی دی او د ساينسفېکشن اصول يې پکې عملي کړي دي، موضوع يې د ساينسفېکشن د «نووم» اصل پر بنسټ نوې ده او هم يې د دې ژانر د اصولو پر بنسټ د نوې وسيلې د جوړولو بهير په سيستماتيک ډول بيان کړی دی.
آر وييکي: اوربلکۍ، ساينس، ساينسفېکشن، فنتازي، فېکشن.
په پښتو ادب کې د ساينسفېکشن په اصلي او واقعي معنا کم ناولونه ليکل شوي دي. د څوارلسمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې په افغانستان کې پښتو ادب ته له ښه مرغه څلور ساينسفېکشن ناولونه راغلل، د نصيراحمد احمدي جوجو او رنګه غوږونه او د محمدآصف عمر اوربلکۍ او شاتګ[2]. په افغانستان کې د ژول وېرن داستانونه محمود طرزي وژباړل… او د ساينسفېکشن بنياد يې اېښی (غضنفر، ۱۳۹۹: ۳۸۱). د توماس مور ۱۵۱۶ز کال ليکلې کيسه اېتوپيا: په پښو ادب کې د ساينسفېکشن په برخه کې لومړی اثر … ګڼلی شو، چې منشي احمدجان په ۱۹۰۷کال کې ژباړلې ده (منلی، ۱۳۹۹: ۳۸۱).
د جورج اوروېل ۱۹۸۴ وروستی سړی[3] په دې ژبه کې ژباړل شوی پوره ساينسفېکشن ناول دی.
که [په پښتو کې] د ساينسفېکشن ريښو ته سړی ورشي نو تر ډېره حده زموږ په اساطيرو او ولسي داستانونو کې ريښې لري، … د جلات خان او محبوبې کيسه [کې] جلات خان يو بېدم جوړوي… د زرګر شاګردي کوي. له هغه د زرګرۍ کمال زده کوي او د زرګري د کار په وسيله باندې يو حيوان جوړوي چې په دې حيوان کې دی ننوځي او د محبوب کلا ته د ده لار پرانيزي، يعنې په حقيقت کې ده يوه تخنيکي وسله جوړه کړه چې د يوه حيوان شکل يې درلود، د داسې يوه حيوان شکل چې نخرې يې کولې، يعنې موږ اوس ورته روبوټ وايو(منلی، ۳۸۱مخ). د مسګر او نجار نکل کې يو ميسګر د ميسو داسې يو ماهی جوړوي چې کله څوک په کې ننوځي او درياب ته پکې ولاړ شي نو هلته ټول ماهيان رانسي او ان ورسره نهنګان وژني. نجار بيا داسي يو د لرګيو صندوق جوړوي چې دوه پېچونه لري د يوه پېچ سر چې وپېچي صندوق په هوا شي او د بل پېچ سر چې وپېچي نو صندوق بیرته په ځمکه راښکته شي [چې د الوتکې يو ډول مخانګېرلې طرحه يې بللای شو] (محرابي، ۱۴۰۰: ۴۹).
اوربلکۍ په افغانستان کې په پښتو ادب کې د دغه ژانر يوه عالي نمونه ده. محمدآصف عمر خپل دا ناول په ۱۳۹۴ کې تر جوجو يو کال وروسته چاپ کړی دی چې د ساينسفېکشن اصول پکې په ښه ډول مراعات شوي دي او د دغه ژانر په تول پوره نمونه يې ګڼلای شو. دلته د ساينس، فېکشن، فنتازۍ او ساينسفېکشن تر پېژندنې وروسته د اوربلکۍ کيسه شنل شوې او د ساينسفېکشن له زاويې ورته کتل شوي دي.
ساينس يوه سيستماتيکه پروسه ده چې د کايناتو په اړه په تجربي توضېحاتو او وړاندوينو سره پوهه رامنځته او اداره کوي (اېډوارډ، ۱۹۹۹: ۴۹). يعنې ساينس پر تجربه ولاړ دی، د کايېناتو په اړه وړاندوينې کوي او هم تجربې کوي، چې د دې دواړو په مټ پوهه رامنځته کېږي او په منظمه ساينسي پروسه اداره کېږي.
فېکشن يا تخيل
تخيل هغه خام او لومړني مواد دي کوم چې د انسان په ذهن کې شتون لري، [ذهن يې] صيقل او تراشي… او د هغوی ترمنځ نوې او نادرې اړيکې لټوي او بالآخره د نويو واقعيتونو او پنځونو لپاره يې چمتو کوي (اميري، ۱۴۰۱: ۱۰). خيال د واقعيتونو کتل او درک کول دي او بيا د پېژندل شويو واقعيتونو د يو د بل تر څنګ اېښودلو په نتيجه کې د يوه [داسې واقعيت پيدا کول دي، چې هغه زموږ په پخواني چاپېريال کې نه و (منلی، ۱۳۹۹: ۷۳).
فنتازي، د ليدو وړ کولو ته وايي. د فېکشن يو ژانر دی چې پر تخيلي توکو ولاړ دی. معنا يې جادو، ماوراءالطبعي بدله نړۍ، خارق العاده اتلان، بلاوې، ابولهوال، پېريان/ښاپېرۍ، خيالي مخلوقات، افسانوي اتلان ده. [يعنې] کوم څه چې يو ليکوال يې له حقيقي نړۍ ورهاخوا تصورولای شي، فنتازي بلل کېږي. هغه تخيلي داستانونه دي چې جادو، سحر او فوق فطري قوتونه او ماوراءالطبيعي پېښې او ځواک يې عمده برخه وي، دېوان، ښاپېرۍ، جادوګران، ساحران او نور په هوا ګرځي … د جادو او سحر په مرسته پکې هر کار ممکنېږي… د تصوراتو انتها پکې نه وي، چې ليکوال څه ډول سوچ کوي خپل لوستونکی هغه طرف ته روانوي او له دې سختو سختو غوټو او مشکلاتو څخه د خلاصون لپاره داسې پېچلې، منطقي او سختې مارپېچې لارې هم نه لري… په يوه چوپ او چيغه له دغه حالته راوتلای او بل ته اوښتای شي (عايل، ۱۳۹۸: ۳۴).
هغه خيالي واقعيت چې د اوسني معلوم ساينس په چوکاټ کې منطقي وي مګر عملاً ممکن نه وي (منلی، ۱۳۹۹: ۳۹۷) ساينسفېکشن، فېکشن دی يعنې کيسه او داستان دی… تخيلي دی خو له بلې خوا چې ساينس [ورسره] واياست نو په عمل کې هم ريښه لري (غضنفر، ۱۳۹۹: ۳۹۷). فېکشن په ادبياتو کې دوه مفهومه لري: داستان او تخيل؛ science بيا علم ته وايي، چې له دې امله science fiction له درېيو توکو رغېدلی: داستان، تخيل او علم. نو ځکه يې علمي تخيلي داستانونه يا ادبيات بولو. همدارنګه فضايي سفرونه، په وخت کې د ننه سفرونه، راتلونکې پېښې، بشر او نړۍ ته راتلونکي پېښېدونکي ګواښونه، بشري ټېکنالوژيکي او ساينسي پرمختګونه او بدلونونه، بيولوژيکي او چاپېريالي بدلونونه او پرمختګونه د علمي تخيل دنده ده (عايل، ۱۳۹۸: ۸).
ساينسفېکشن ته د مفکورو ادبيات هم ويل کېږي. ساينسفېکشن د اټکل وهلو او د حدس وهلو ژانر دی چې ليکوال په خپله کيسه کې داسي تخيلي توکي راړي چې اوسمهال په حقيقي نړۍ کې نه وي خو په راتلونکي کې يې د منځته راتلو امکان وي (محرابي، ۱۴۰۰: ۴۰).
د ساينسفېکشن لپاره د کليفورنيا پوهنتون استاد Forrest J. Jackerman د sci-fi مخفف جوړ کړ چې اوس بيا د sf مخفف هم زيات استعمالېږي. ساينسفېکشن له يوه لوري خيالي fantasy دی، يعنې ناممکن تصورات دي، له بلې خوا بيا پر حقيقت ولاړ ژانر دی، چې پېښې يې په حال او يا راتلونکي کې وي. په فنتازي يا خيال کې چې د دېوانو، ښاپېريو، پېريانو، او جادوګرو کيسې وي او ستر ستر کارونه کوي، فرق يې له ساينسفېکشن سره په دې کې دی چې په ساينسفېکشن کې د کرکټر، پېښېدونکې پېښې او د هغو د حل لپاره ورسره منطقي او جالب او سيستماتيک ساينسي ابزار هم موجود وي او په کوزړۍ کې په کتلو، د ګوتمۍ په ښورولو او په څراغ او چوپ او چيغو خپل کار مخته نه بيايي (عايل، ۱۳۹۸: ۲۲).
خو دا هم بايد ووايو چې د ساينسفېکشن ډېری ليکوال د طبيعي علومو (کېميا، رياضي، ټېکنالوژۍ، فزيک، طب او…) څانګوال وو.
په تاريخي لحاظ، لومړی ځل په ۱۸۱۸ کې په کره ډول او د علمي اصولو له مخې مېرې شېلي د فرانکېنشټاين «Frankenstein or the Modern Prometheus» په نامه ساينسفېکشن (علمي تخيلي ناول) وليکه (ارمان ب، ۲۰۱۸، ۱۷۵).
«اوربلکۍ» د محمدآصف عمر[4] ناول دی، په ۱۳۹۳ کال مازيګر کتابپلورنځي خپور کړی دی. په دې کيسه کې نړۍ ټوله د څلورو استازيو له خوا اداره کېږي او د استازو جرګهګۍ ترې جوړه ده. جرګهګۍ غواړي په کاوون هوټل کې هغه قانون لاسليک کړي چې پر بنسټ به يې ښځې نور بچي نه زېږوي، بلکې د نرانو سپرم به ماشين ته ورکول کېږي او هغه به هم بچيان ورته زېږوي او هم به يې روزي او چې څوک بچی غواړي نو همدا اداره به يې ورکوي. د استازو جرګهګۍ غواړي دا قانون د ټولو لپاره وي او استثناء پکې نشته. يوه اووه کسيزه ډله داسې الوتکه جوړوي چې ليدل کېږي به نه. د استازو د جرګهګۍ غړي وتښتوي او دې ته يې راضي کړي چې دا قانون لاسليک نه کړي. بيا به د دوی دغه موافقه پر اېنټرنېټ په ټوله نړۍ کې خپروي.
«اوربلکۍ» ناول د ساينسفېکشن د دوو ډولونو سخت ساينسفېکشن او پوست ساينسفېکشن اغږلې بڼه ده. په سخت کې يې د ټېکنالوژيکي وسايلو چې کمپيوټر، کمپيوټري سيستمونه، الوتکې، د وړانګو دېوالونه، رڼاکوونکې او فېلم ثبتوونکې عينکې، تيږې ويشتونکی ماشين، له ميليونونو مايکرو کمرو څخه جوړه الوتکه او دغسې نور وسايل هغه څه دي چې اوربلکۍ يې د سخت ساينسفېکشن (hard science-fiction) په ليکه کې راوستې ده.
بلې خوا ته د ماري دروني بدلون او د شوشين او ابوالعباس بدلون د پاسته ساينسفېکشن ځانګړتياوې دي. ځکه چې نرم ساينسفېکشن (Soft Science Fiction) داستانونه په فرد، ټولنه، انساني نفسياتو او احساساتو ولاړ وي، چې بنسټ يې ټولنپوهنه، انسان پېژندنه، اقتصاد، سياسي علوم، ارواپوهنه او دا ډول نورو موضوعاتو اېښی وي. په دې معنا چې تر ساينسه ډېر د انسان د ژوند پر نورو اړخونو راچورلي.
په دې ناول کې د ساينسفېکشن ټول پړاوونه په ښه ډول ګام په ګام د منظم پلات له مخې سره اوډل شوي دي. د ناول غړي د پېښو او عمل په مټ معرفي شوي، د الوتکې د جوړولو بهير بيان شوی دی. لوستونکي ته په منطقي ډول د داسې يوه نوي څيز د جوړېدو دلايل ويل شوي دي. د بېلګې په ډول، زمری وايي: «نتاشې! تا او فرانسوا الوتکه امتحان کړه، چې له سترګو ورکېږي که نه؟
– هو ګرانه. خو اوس ام اوربلکۍ په هوا کې لکه اوبه ښکاري. زړه يې راوخوړ.» (عمر، ۱۳۹۳: ۳).
او بيا د دې کار د بهير مخکنۍ هڅې هله رابرسېږه کېږي، چې کله د پوليسو ډله الوتکه مومي او سکرين او د تورو ټکو غوندې مايکرو کمرې ويني، پر څرنګوالي تر خبرو وروسته يې زليخا وايي:
«… ما په نېټ کې وليد. دا تجربه د زمري خان کورنۍ پروسږ کال ام کړې وه. دسې توپ يې جوړ کړی و، چې ستا په مخ به ولګېده خو تا نه ليده. يو ځل د توپ يوه برخه زخمي شوې وه. دا توره پرده يې توږل شوې وه. اغه ځای دسې ښکارېده لکه سوری چې وي (هماغه: ۶۱ – ۶۲).
دې موضوع د نووم يا نويوالي آر هم پوره کړی دی. نووم – Novum چې لاتيني نومونه ده، معنا يې «نوی شی» ده. ډارکو سوون وايي چې علمي-تخيلي کيسې بايد د نووم پر بنسټ ليکل شوې وي، چې له امله يې د کيسې خيال پر منطق بدلېږي (عايل، ۱۳۹۸: ۱۲). ځکه تر اوسه پورې دغسې کومه بله موضوع نه ده ليکل شوې او نابه ده او هم تر اوسه [د ناول تر چاپېدو پورې يعنې ۱۳۹۳ پورې] دغسې کومه وسيله لا جوړه شوې نه ده. د بېلګې په ډول، کله چې د جوړولو په دوران کې د اوربلکۍ ډله د پوليسو الوتکې وويني: «دوی بې اندازه وارخطا شول. هر يوه د خپل مړوند موبايل بېخي بند کړ. د اوربلکۍ د کوټې تپونه او پايپونه په چت کې ورک شول. د ښيښې دېوالونه هم ښويه په ځمکه ننوتل. له پاسه لوی سرپوښ راغی اوربلکۍ يې پټه کړه. په سرپوښ پسې خځلې نښتې وې. کټمټ ډېران ښکارېده. جمبو په رېموټ کنټرول يو کسيزې الوتکې د کوپې دروازې کوټې ته ننوېستې. زنګ وهلی قلف يې ورواچاوه. کمپيوټرونه په نريو چوکيو ننوتل. چوکۍ يې قاتې قاتې لکه کتاب په لاسو کې ونيولې. اوس تالار بېرته د داسې کارځای په څېر شو چې د پېړيو راهيسې ترک شوی وي… پتمن… تر پټېدو مخکې يوه څراغ ته د لګېدو امر وکړ. څراغ تياره خپروله.»(هماغه، ۶).
د هر چا هر ډول کرونولوژيک يا نېټه په نېټه معلومات له پوليسو سره خوندي وي، مثلاً کله چې پوليس فرانسوا وويني: «(فرانسوا ديپاردې نومېږي. د ډيجيټل وسايلو انجينر دی. له کاميا کپور سره يې وداه کړی دی» (هماغه: ۷).
همدغسې د هغه وخت مناسبه فضا هم ښه انځور شوې ده. داسې نه ده چې مقابل لوری يې په ټېکنالوژۍ کې کمزوری وي او يوازې د کيسې اتل دومره پرمختللی وي. مثلاً کله چې الوتکه کاوون هوټل ته ننوځي، د ريکاردو په سکرين کې پام شي چې د نيمې ثانيې لپاره په امنيتي پرده کې تشه رامنځته شوه «… ورسره سم د وړانګو دېوال اوچت په سرو لمبو بدل شو… د ريکاردو د الوتکې ګردچاپېر د هوا لويه څپه تاوېږي، غوچ ځايونه لټوي چې په لمبو نه ويشتل کېږي (هماغه: ۱۳).
دا موضوع هم نااشنا او هم د درک وړ ده. علمي تخيلي کيسه داسې ادبي ژانر دی چې اړين بنسټيز توکي يې ناآشنايي او ادراک دي، چې ليکوال يې بايد د خپل عملي ژوند د انځورولو لپاره تخيلي اډانه ورغوي. د ناآشنايي موخه هغه ناآشنا پېښې دي چې په علمي تخيلي کيسو کې انځورېږي او شرط يې دا دی چې دا حيرانوونکې او ناآشنا پېښې بايد زموږ په رښتيني عملي ژوند کې عادي نه وي. د ادراک مطب بيا د کيسې هغه اړخ دی چې لوستونکی د کيسې مفهوم پکې درک کوي. مطلب د کيسې په متن کې مستدلل او قانع کوونکي ثبتونه او دلايل راوړل شوي وي. خو که متن وچ منطقي وي چې يوازې د شعور او منطق په زور پرې پوهېږو، مګر تخيل پکې نه وي، دا بيا يوازې علمي متن دی نه علمي تخيل (هماغه: ۱۲). مطلب، دا موضوع لوستونکي ته نوې ده او څرنګه چې داسې څه تر اوسه پېښ شوي نه دي نو نااشنا ده او له بلې خوا چې لوستونکی موضوع درک کوي او ورسره مل ځي، نو درک وړ هم ده او دا د ساينسفېکشن ناولونو لويه ځانګړنه ده. مثلاً په دومره پرمختللي وخت کې څرنګه پوليس د ويډيو د خپرېدو يا ثبتېدو ځای موندلای نه شي؟ ټېکنالوژيکي علت يې په ناول کې داسې بيان شوی: «ويډيو بايد لږ تر لږه له دوه سوه ادرسونو تېره شي! بيا نو که خپره ام شي، پوليسو ته زموږ پيدا کول سختېږي.» پوليس هم وايي: «دوی يو شيطاني سيستم جوړ کړی. تصويرونه د ډېرو ادرسونو نه، تېرېږي بيا خپرېږي. موږ مجبور يو اول کود پيدا کو. بيا مالومه کو چې ادرس حقيقی دی که نه» (هماغه: ۴۴).
د پاسته ساينسفېکشن لپاره هم په کيسه کې پېښو لار جوړه کړې ده. په کيسه کې دننه له زوی سره د رښتيني مور او پلار چلن او مينه او عاطفه، له مينې سره د مين مينه، د لور لپاره د زندان په غاړه اخيستل، هغه څه دي چې په پای کې د لانجې هواری او د اتلانو بريا، د ماري په مټ چې په خپله ماشيني نجلۍ ده، ترلاسه شوي دي.
په تالار کې خلکو رډې رډې کتلې. هغې (ماري) زياته کړه:
– مخکې ما داسې فکر کاوه چې د ژوند خوند يوازې ځان ته په سهولت کې دی. دا سمه ده. خو د آغه خوند سره بېخي نه برابرېږي چې په تا څوک ګران وي. ته پاڅېږې، خپل سهولت د اغه د سهولت د پاره قربان کې.
… ماري خپلې خبرې وغځولې:
– په دغه فېلم کې به هرڅه نه وي. خو ما الته د حقيقي مور او پلار او حقيقي اولاد مينه وليدله. که تاسې ام راسره وای، خامخا به مو ويلي وو چې مينه يوازينی شی دی چې ورته ژوند کول ارزي. بې د مينې ژوند ژوند نه، د مړو ګرځېدل دي(عمر، ۱۳۹۳، ۶۸).
کله پر سکرين پتمن ته د ماري پام شي: «د ماري په مخ د خوښۍ د اوښکو ويالې روانې وې. شوشين په خوشحالۍ د چوکۍ بازو ته څپېړه ورکړه. ورپسې له خندا شين شو. العباس د لور سر راکش کړ او په مخ يې کلکه ښکل کړه.» (هماغه، ۶۸-۷۰).
اوربلکۍ د محمدآصف عمر ساينسفېکشن ناول دی. په افغانستان کې دويم چاپ خو په تول پوره علمي تخيلي ناول دی. په دې ناول کې د ساينسفېکشن کيسو آرونه ښه مراعات شوي دي. موضوع يې نوې او نابه ده چې د دې ژانر د نووم اصل يې پوره کړی دی. په ناول کې هر څه ګام په ګام رامنځته شوي دي. هر څه د يوه خاص منطق له مخې پېښ شوي او په سيستماتيک ډول يې پرمختګ کړی دی. د اوربلکۍ جوړښت او بيا يې ماموريت په منطقي ډول ښه پرمختللی چې هم ناآشنا او هم د درک وړ دی. هر څه په يو ځل ناڅاپي پېښ شوي نه دي. نو ځکه خو دغه ناول په پښتو کې د علمي تخيلي ناولونو يوه نابه او غوره نمونه ده. په دې ناول کې د ساينسفېکشن دواړه عمومي ډولونه سخت او پوست وبله اغږل شوي دي. هم پرمختللې ټېکنالوژي او کلک وسايل پکې کارول شوي او هم انسان پکې دنننی بدلون کړی دی.
کتابونه
- احمدي، نصيراحمد. (۱۳۹۲)، جوجو، جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
- احمدي، نصيراحمد. (۱۳۹۹)، رنګه غوږونه، جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
- ارمان، سميع الدين. (۲۰۱۸ الف)، کرېکشن (Criction)، پېښور: اعراف پرېنټرز.
- ارمان، سميع الدين. (۲۰۱۸ ب)، تنقيق، پېښور: پښتو ادبي غورځنګ.
- اوروېل، جورج. (۱۳۹۰)، ۱۹۸۴ وروستی سړی، (ژباړن: عزت الله پېژاند)، ميوند خپرندويه ټولنه.
- عمر، محمدآصف. (۱۳۹۳)، اوربلکۍ، ننګرهار: مازيګر کتابپلورنځی.
- غضنفر، اسدالله؛ او منلی، نجيب. ۱۳۹۹ل، د ادبياتو دنيا. کابل: ارګ.
- Edward, O, Wilson. Consilience the unity of knowledge, New York: Vintage Books/Random House, PP 49.
تيزېسونه
- اميري، فريداحمد. (۱۴۰۱). په پښتو ادب کې د ساينسي-تخيلي کيسو څېړنه. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه. د ماسټرۍ تيزېس.
- عايل، نوراحمد. (۱۳۹۸)، علمي تخيلي داستانونه (ساينسفېکشن)، پکتيا پوهنتون.
- محرابي، مسکا. (۱۴۰۱). د محتوا له پلوه داستاني ژانرونه. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه. د ماسټرۍ تيزېس.
اېنټرنېټ:
- عمر، محمدآصف. (۲۰۱۹). شاتګ. پر فېسبوک خپور شوی. https://www. facebook.com/ASIFOMAR67
- https://literaryterms.net/fantasy/
[1] – د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو د ماسټرۍ محصل
برېښناليک: abdulhaq.salamzoy@gmail.com
شمېره: ۹۳۷۹۸۹۰۸۵۸۲+
[2] – پر فېسبوکپاڼه https://www. facebook.com/ASIFOMAR67 باندې خپور شوی
[3] – عزتالله پېژاند پښتو ته راژباړلی دی.
[4]– محمدآصف عمر د افغانستان د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د هلمند د لښکرګاه د هلکانو له لېسې فارغ په اوکراين کې يې د ادېسې ښار له ساختماني انسټېټوټ څخه ماسټري اخيستې ده. له ۱۳۸۱ لمريز راهيسې د افغانستان لپاره د بي بي سي د تعليمي پروژو کارکوونکی او بيا د دې پروژې د تعليمي خپرونو مشر و. د روسيې په سانت پېترزبورګ ښار کې يې کيسه ليکنه پيل کړه. د شين آسمان سيوری، د تورتم په لور، مکمل ځناور، وروستۍ ساه، مينه د ننګ په لومه کې، حوره، د بلې دنيا واده، د بخت پتاسه، لږ په ځان پام کوه، د مرګ ماتې، ناامېده هڅه، بېچاره شتمن، غيرتيان، اوربلکۍ، شاتګ، پرېښته، جنګلاوه، مينې جادو، وتلې اروا، کليواله (پر فېسبوک خپور شوی)، د نړۍ مشهورې ماجراوې (ژباړه)، ښه ناول وپېژنئ (د ناول ليکلو لارښود)، نوموړي څو لنډې کيسې هم ليکلې دي او هم يې له روسي ژبې ځينې کيسې پښتو کړې دي. د نوموړي پر فېسبوکپاڼه د کيسې په اړه د ده ډېرې ليکنې دي.
ځواب دلته پرېږدئ