پر ادبیاتو د بحث زاویې/ شفیق امیرزی
پخوا به چې څوک پر ادبیاتو غږېدل نو چورلټ حکم به یې کاوه، ویل به یې دا اثر ښه دی، دا بد دی، دا مې خوښ شو او دا مې خوښ نه شو. خو اوس چې ادبي بحثونه او ادبي مطالعات د تخصصي کېدو لور ته روان دي دا حکمونه پیکه او نامناسب ښکاري. ته به په ادبیاتو کې د ښه والي او بدوالي په تله د تللو لپاره خپله زاویه مشخصوې. ته به وایې چې له کومې زاویې دغه ادبي اثر ښه دی او دا ادبي اثر نیمګړی دی.
بله خبره چې پخوا د ادبي اثارو په اړه د قضاوت په برخه کې وه هغه احساساتي حکم کول و. بس هر لیکوال به ظالمانه د یوه ادبي اثر او پنځونې به اړه د ښه او بد حکم کاوه نو دا لامل و چې چا به ډېر پنځونې او لیکوالۍ ته زړه نه ښه کاوه. د کره کتونکو له وېرې به قلمونه نه خوځېدل. نوي ادب او نوې کره کتنې دا دنیا هم بدله کړه ظالمانه یا حکمي نقد کمرنګه شو.
اوسنی تخصصي ادب له احتیاطه ډکه د ادبیاتو مطالعه ده. په دې مانا چې د ادبي پنځونې په اړه په بېړه، قاطع او هر اړخیز حکم نه کوي. ځکه د نړۍ اوسني پرمختګ په علومو کې د حکم صادرولو په برخه کې د احتياط اړتیا پېښه کړه. د نورو نظر ته د درناوي مسئله پکې پيدا شوه. اوسنی نقد او نظر چې څه وايي له دلیلونو سره به یې وايي.
ادبي نړۍ چې بدلېږي نو ورسره جوخت ټول هغه مسایل بدلېږي چې په ادبیاتو پورې اړه لري. ټولنه کې هم چې کوم بدلونونه راځي نو نوی ادب ورته متوجه وي او پر هغې اساس خپل قضاوتونه تنظیموي. اوس نوې کره کتنه څه وايي؟ نویو کره کتونکو ته که یو اثر کېښودل شي نو له یوې مشخصې زاویې ورته ګوري. د بېلګې په توګه دوی وايي چې زه د رغښتوالې له زاویې دا ادبي اثر مطالعه کوم نو پایله یې هم د همدې مکتب د اصولو په رڼا کې درته اېږدم.
نو اوسني کره کتونکي ځکه د ادبیاتو په اړه دا قاطع حکم نه کوي چې دا غوره پنځونه ده او دا غوره نه ده، ځکه په دې پوه دي که زما له زاویې دا پنځونه غوره ده د بل کره کتونکي له زاویې به دا ډېرې نیمګړتیاوې ولري. د بېلګې په توګه په ادبیاتو کې د تاریخ او فرهنګ له زاویې د ادبي پنځونو کره کتنه او مطالعه لرو. په مقابل کې یې د کره کتنې بله بڼه ده چې یوازې پر شکلیاتو تمرکز کوي او فورمالیستي کره کتنه یې بولو. فورمالیست کره کتونکی ګوري چې ادبي پنځونې د شکل له مخې ټول معیارونه پوره کړي دي. هېڅ شکلي نیمګړتیا نه لري، نو دا خبره وایي چې دا پنځونه د شکل له اړخه پوره او په تول تللې ده. خو په تاریخي او فرهنګي نقد چې کوم کره کتونکی تکیه کوي هغه بیا د اثر محتوا ته ننه کېږي. ژبنۍ نښې مطالعه کوي او دا درته ښيي چې د ادبي اثر فرهنګي ارزښت څومره دی؟ د حساب وړ دی که نه دی. کېدای شي یو اثر د شکل له اړخه په تول پوره وي خو د فرهنګ او تاریخ په مطالعاتو کې دا دعوه سمه ثابته نه شي.
خو زموږ په ادبي بحثونو کې له بده مرغه لا هم دغه زاویو او دغه تلو ته څېړونکي او کره کتونکي نه متوجه کېږي. دوی له خپله ذهنه معیارونه ټاکي دا فردي معیارونه بللی شو چې له یوه فرد تر بل پورې توپیر کوي او ثابت نه دي. دوی په خپلو لیکنو کې وایي ما د څو غوره کیسو په اړه خبرې کړې دي، خو دا یې واضح کړې نه وي چې دا کیسې ولې غوره دي؟ دا اثر د کومو کومو معیارونو پر بنسټ غوره بللی شو.
نو ددې اړتیا ده چې په ادبیاتو کې تخصصي بحثونه ډېر شي. د کلیاتو پر ځای جزیاتو ته د ننه شو، دا به له موږ سره مرسته وکړي چې یو خو د ادبي پنځونو او پنځګرو حق ادا کړو او بل مو لیکوالان دې ته متوجه کړي وي چې د تخصصي بحثونو لپاره باید خپلې چارې لا ښې کړي، ځکه د نقد له نستاً منل شوو معیارونو سره به مخ کېږي.
له بلې خوا نوي ادبي نظریات موږ په قضاوت کولو کې احتیاط ته رابولي. موږ ته دا وايي چې چورلټ او قاطع حکم ادبي اثر، لوستونکي او لیکوال ته زیان رسولی شي، نو څه چې موږ ته نیمګړي ښکاري ښايي لسګونه نورو کسانو ته هغه سم او په تول پوره وي. له همدې امله په ادبي بحثونو کې تخصصيوالي او جزیاتو ته د ننوتو اړتیا لیدل کېږي. زاویې باید مشخصې وي او بحثونه یا پرېکړې مسوولانه وي. نه به مو احساساتي قضاوت کړی وي، نه به مو لوری پاللی وي، نه به مو معیارونه انفرادي وي او نه به د چا له نیوکې سره مخ کېږو.
ځواب دلته پرېږدئ