ولې لیکل پرېږدو؟ | شفیق امیرزی
هغوی چې لیکل کوي هرومرو کله لیکل ورته په سخته چاره بدل شي. هر کال له ادبیاتو پوهنځي ګڼ محصلین فارغ شي، د محصلۍ پر مهال ښه لیکل کوي. کیسې لیکي او ان ښې کره کتنې کوي خو همدا چې له پوهنتون فارغ شي بیا لیکل پرېږدي. زه ډېر داسې ځوانان پېژنم چې د کیسې، کره کتنې، طنز لیکنې، ډرامې او ان ناول لیکنې ښه استعدادونه لري. د محصلۍ پر مهال یې ښې کیسې او کیسه ګۍ لیکلې خو له پوهنتون تر فراغت وروسته یې یوازې فیسبوکي پوسټونه او انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې مخې ته راځي.
ما مخکې یوه خبره وکړه چې لیکوالانو ته ځینې وخت لیکل ګران شي. فکر ورسره یاري نه کوي، ذهن یې نه غواړي لیکل وکړي، نوې مفکورې یې ذهن ته نه راځي، دا یوه طبعي چاره ده. د شمالي فلوریډا پوهنتون په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې پر همدې موضوع یوه څېړنه کړې ده. دې څېړنې ثابته کړې چې د لیکوالۍ د برخې ۷۰ سلنه کارکوونکي او زده کوونکي په ځلونو له داسې یوه وضعیت سره مخ کېږي چې لیکوالي ورته سخته شي. دې ته په ارواپوهنه د لیکوال کنګل کېدل هم وايي چې ارواپوهنه یې طبعي او موقتي چاره بولي؛ خو زموږ کار له دې طبعي چارې سره نه دی بلکې له دې سره دی چې دا پېښه ولې زموږ پر ذهن دوامداره شي او چورلټ له لیکلو مخ اړوو.
دا باید هېره نه کړو چې آن مشهور او ستر لیکوالان هم داسې نه دي چې ګني ۲۴ ساعته به دوی لیکل کوي. خدای بښلي استاد شپون په ټول عمر کې څومره ناولونه خپاره کړي؟ همداسې فرض کړئ په نړیواله کچه ګابرېل ګارسیا مارکز څومره ناولونه خپاره کړي؟ که یې د عمر له هرې ورځې او شپې سره پرتله کړئ نو دا ډېر کم کار دی، خو خبره دا ده چې دوی ټول عمر لیکل نه کولی او ښه به وي چې ووایو ټول عمر لیکل له سره کېږي نه. سترو لیکوالانو چې لیکل کړي دي هغوی پر خپل ذهن منفي او کنګل حالت ته د حاکمېدو اجازه نه ده ورکړې؛ خو زموږ ځوانان چې څومره په اسانه هڅول کېږي دومره په اسانه تسلیم هم شي. ښايي د لیکوالۍ د پرېښودو یو علت دا عمومي کنګل کېدل او یا د تخلیق لپاره د ذهني فعالیت درېدل وي خو زموږ په ټولنه کې به نور عوامل هم ولري.
لیکوالي د ګڼو نورو ذهني او تخلیقي چارو په څېر د ځان هڅونې ته اړتیا لري. زموږ ډېری ځوانان چې تر فراغت وروسته لیکل پرېږدي همدا احساسوي چې ګواکي څوک یې نه هڅوي او یا لیکوالي ګټه نه ورته کوي. همدا سبب شي چې لیکل پرېږدي او ورته ګرانه چاره شي. خو لیکوالي او بیا په تېره په داسې ټولنو کې لکه افغانستان داسې چاره نه ده چې ته دې په یوه ورځ د ټولنې پام او باور خپل کړې. کلونه به خواري کوې چې په ټولنه کې ځای پیدا کړې او له لیکوالۍ سره زغم خورا اړین دی. نو که څوک په دې تمه وي چې دی به لیکل کوي او په سبا به یې زرګونه کسان له ده غواړي چې ناول ولیکي او بیا به یې ناول لولي معلومه خبره ده چې تمه یې په ټولنه کې له شته حقیقتونو سره په ټکر کې ده. موږ لوستي خلک کم لرو، کتابونه کم لوستل کېږي نو د ټولنې له مثبت غبرګون سره مخ کېدل وخت او زغم غواړي.
کمال
- ډېری ځوانان په تېره هغوی چې ادبیات یې لوستي په لیکلوالۍ کې له ځان دا تمه لري چې هرو مرو دې یو شهکار اثر وپنځوي. دوی ځکه ملامت نه دي چې د زده کړو پر مهال یې په ډېرو نیمګړو اثارو یا پخپله نقد کړی وي او یا یې د نورو نقد لوستی وي خو دا یې هېره کړه چې بشپړه پنځونه د بشر په لاس تر اوسه نه ده رامنځ ته شوې. هره پنځونه نیمګړتیاوې لري نو که ځوانان د کمال په لټه کې وي ښکاره خبره ده چې په لومړي ځل شهکار نه شي پنځولی. وړې وړې تېروتنې او له کمزورو آثارو پیل انسان د سترو آثارو تر پنځونې رسوي.
له ماتې وېره
- ډېری ځوانا بیا د ماتې او خلکو د ملنډو له وېرې لیکل نه کوي. دا وېره ورسره وي چې که مې پر اثر خبرې کېږي نو څنګه به یې ځواب وایم. مشهور کره کتونکی او ژبپوه هوسرل وايي څومره چې انسانان دي دومره د ادبي متنونو ماناوې هم دي، نو یو لیکوال که د خلکو د هرې خبرې له وېرې لیکل نه کوي، په حقیقت کې ستره ماتې همدا ده.
د موخې نه لرل
- زموږ ډېری ځوان لیکوالان یا محصلین د ژوند د نورو چارو په څېر خپلې لیکوالۍ ته هم موخې نه لري. بیا که موخې وټاکي هم ډېرې خیالي او له حقیقي نړۍ سره په واټن کې پرتې وي. دا چې لیکوالۍ ته ادامه ورکړو، ښه لیکل وکړو دا اړینه ده چې ذهن مو یوې موخې ته ژمن کړو. له ځان سره لنډمهالې، ښکاره او حقیقي موخې وټاکو. غواړو څومره وخت کې څو لنډې کیسې ولیکو، غواړو پر کومو موضوعاتو کیسې ولیکو، غواړو تر کومې جایزې یا سیالۍ ځان ورسوو. دا ټول هغه څه دي چې ذهن مو یوې موخې او یوه کار ته ژمنوي.
ستړیا
- ډېر وخت له ذهني او جسمي ستړیا سره مخ کېږو چې دا چاره هم باید زموږ پر ذهن د تل لپاره حاکمه نه شي. دې ته پام په کار دی چې ښايي ستړی وم او ذهن مې تفریح ته اړتیا ولري خو دا ستړیا مو باید د ذهن په عادت بدله نه شي. هڅه به مو دا وي چې د ځان د هڅولو، ځای د بدلولو، سفر کولو یا یوه په زړه پورې فلم په کتلو هغه ستړیا له ذهنه وباسو چې موږ یې له لیکلو راګرځولي یو.
ددې تر څنګ ښايي ګڼ نور هغه موارد وي چې موږ یې په سبب لیکوالي پرېږدو. خو نویو لیکوالانو ته په کار ده چې په دې مسایلو پوه وي او هغه موقتي حالتونه چې دوی له لیکوالۍ راګرځوي په دایمي عادت یا خپل هویت بدل نه کړي او ځان په دې قانع نه کړي چې لیکوالي راته سخته ده او ادامه نه شم ورکولی. ښه به وي چې د خپل ذهن د منفي غبرګونونو په علت ځان پوه کړي او وروسته له خپلو استادانو او یا د لیکوالۍ په برخه کې له با تجربه کسانو سره خپله ستونزه شریکه کړي. زه په دې باور لرم چې زموږ په ټولنه کې د ځوانانو او محصلینو ترمنځ پیاوړي لیکوالان شته دي او دوی ته په کار ده چې خپله دغه وړتیا وپالي او منفي فکرونو ته ځان تسلیم نه کړي.
ددې تر څنګ ځان ته منظم مهالوېش ولرئ. په اونۍ کې لږ تر لږه دوه یا درې ورځې ځان ته ځانګړې کړئ او په هغه کې څو ساعتونه خپلې لیکوالۍ ته ورکړئ. د لیکوالۍ لپاره خپله مطالعه ډېره کړئ. څومره چې ډېر لولئ دومره به ښه لیکوالي وکړئ او له لیکوالانو به د موضوع د پيدا کولو او لیکلو چلونه زده کړئ. تل یو رښتینی او مثبت فکره ملګری د لیکوالۍ په برخه کې ولرئ چې هم ښې مشورې درکړي او هم مو نیمګړتیاوې در وښيي. لیکوالي ځان ته شوق او د زړه سپکولو ملګری وبولئ نه د کاروبار او دندې چاره، ځکه په دې توګه بیا تاسې ته د اوږې بار جوړېږي. لیکل د نقاشۍ، هکاکۍ او یا نورو هنرونو په څېر هنر دی چې په ډېر تمرین ډېر ښه کېږي. هلته که رنګ کاروئ دلته کلمات کاروئ نو څومره چې تمرین وکړئ دومره به ښه لیکل وکړئ.
ځواب دلته پرېږدئ