د فردیت شاعري/ عتیق امید

2023-06-09
د ادب په التزاميتوب او نه التزاميتوب ادبپوهانو ډېرې خبرې کړې دي. د شعر او کیسې په اړه لا دا باور له منځه نه دی تللی چې له غایې خالي وي. ادب او هنر چې د پیغام او مفکرو مظاهر و، ورو ورو د هنریت په لور مزل کړی. افلاطوني التزام شعر او ادب د موخې لپاره وسیله بلله. دا التزام په شعر او هنر کې بېخوندي رامنځته کوي. استیتیک شعر او هنر هم په ځان کې

د ادب په التزاميتوب او نه التزاميتوب ادبپوهانو ډېرې خبرې کړې دي. د شعر او کیسې په اړه لا دا باور له منځه نه دی تللی چې له غایې خالي وي. ادب او هنر چې د پیغام او مفکرو مظاهر و، ورو ورو د هنریت په لور مزل کړی. افلاطوني التزام شعر او ادب د موخې لپاره وسیله بلله. دا التزام په شعر او هنر کې بېخوندي رامنځته کوي. استیتیک شعر او هنر هم په ځان کې پیغام لاره خو هنري برخه یې بارزه ده. زموږ له زمانې مخکې شعر او ادب د تعلیم او خوند دواړه دندې په غاړه لرلې. خو  په اوسنۍ شاعري کې د نګه هنر بېلګې ‌‌‌ډېرې دي او  داسې شاعران شته چې شاعري یې له التزام او مکلفیت خلاصه ده.

د شاعري شالید له دربار، عرفان او بیا د غزل په پنځېدو سره د ښکلو له ستاینې سره تړلی. په مدحه او عرفان کې شعر التزامي ده. غیر عرفاني غزل بیا استیتک دی خو له پیغام څخه هم خالي ندی او یا د عشقي مجرداتو بیانوونکی دی. نګه هنر چې چورلټ استیتیک حالت لري، عملي ګټه او په ضرورت پورې اړه نلري، یوازې د انسان په شعور کې خوند او لذت پیدا کوي، ښکلا پنځوي او د استاد روهي په وینا ښکلا پخپله مستقل ارزښت دی، چې نګه هنر یې په لاس راکوي.
نګه هنر بیا د ظاهري نړۍ د تصویرونو او د انسان دننه کیفیتونو بیان په حالتونو وېشلی شو. په لنډۍ کې وایو:
په غټه وخېژه څار وکړه
چې د نیازمنو کډي ځي که اړوینه.
د لنډۍ په تصویرونو کې موږ د یو میین او محبوب حالت وینو، د نیاز یوه صحنه راته انځوروي او د یوې ښې صحنې په لیدو موږ خوند اخلو او ښکلا پکې وینو.
په دې لنډۍ کې التزام نشته او یوازې یوه ښکلې صحنه انځوروي. دا نګه هنر یا غیر التزامي شعر دی او داسې ښکلاوې لږ و ډېر د ټولو شاعرانو په شاعري کې شته. خو د فردیت شاعري بیا د یو شاعر یا د شاعر په ژبه د یو انسان د حالت، احساساتو او د داخلي کیفیتونو بیان دی.
د تمدنونو په غوړېدو، دیمکراسي او فردي غوښتنو د رامنځتکېدو په نتیجه کې د انسانو یو ټولګی له ډلو راووت او یوازې د ځان او خپلو غوښتنو په اتموسفیر کې ایسار شو. په شرق کې اوس د غرب په پله د یوازیتوب دود په غوړېدو دی او دې یوازیوالي د نورو فردي غوښتنو په شان ادب او هنر هم د ځان په لور راواړاوه. د فردیت شاعري اوس په شرق کې هم په غوړېدو ده او دې چارې د شاعري مخه د التزام او پیغام پر ځای نګه هنر ته اړولې.
په پښتو کې د فردیت شاعر حفیظ همیم دی. د همیم شعري ټولګه((ما وې لرې رانه مځه)) تقریباً ټوله د فردیت شاعري ده. په دې شاعري کې موږ یوازې همیم وینو، اور او لولو. د دې شاعري ټولې تجربې، تصویرونه، حالتونه او کیفیتونه د همیم په دنیا کې دي، یا ویلی شو د همیم د شاعري د شاعر په دنیا کې واقع دي.

ما مینه کوله، نه مې ګټه نه تاوان کتل
ځکه چې دا دواړه کوي خلک تجارت کې
هغه دې سلام مزاحمت ګڼي همیمه او
تا ورپسې وینې غورځولې محبت کې

د فردیت په شاعري کې په یو فرد پورې تړلي احساسات او حالت دی. په دې بیتونو کې د مینې په اړه د همیم خپل تعریف دی،  د همیم خپل تجربیات او نظر پکې وړاندې شوی، پیغام پکې نشته، موضوعي اړخ نلري خو یوه صحنه راته انځوروي چې د ښکلا او خوند لویه جزیره ده.
د همیم په شاعري باندې د بهرنۍ نړۍ تاثرات نشته او یوازې د همیم نړۍ ده. پخواني روایات او د پخوانۍ شاعري تاثرات پکې کم لیدل کېږي. د همیم فورم هم له پخوانیو فورمونو بیل دی یا ویلی شو له پخوانیو فورمونو یې بغاوت کړی. د همیم غزل هغه ندی چې له ده مخکې یې نورو شاعرانو فورم کارولی یا په دیواني شاعري کې موجود دی، بلکې د همیم غزل د نوي خوند له امله نوی رنګ اخیستی.
په پښتو شاعري کې د فردیت شاعري ابتکار چې تنوعات رامنځته کوي همیم کړی او همیم د شعر د هغه لوستونکو پاچاه دی چې د ده په مقام دي یا په بله وینا د همیم په شان کیفیتونه لري.

درد مې په زړه کې دی په زور یې ترې ایستلی نشم
خوب مې په سترګو کې دی ځکه په اسانه تښتي
هومره تنها یم نن چې ځان احساسولی نشم
هومره ترور یم لکه څوک چې له زندانه تښتي

***

سر مې ستا په اوږه ایښی و، هستي مې زده کوله
ساه مې رو رو اخیستله زندګي مې زده کوله
مرور نه وم ګلابه خو چې لري ګرځېدمه
پوهیدم چې ته روان یې، تنهایي مې زدکوله

د فردیت شاعري له تاریخ او تاریخي روایت ازاده ده. د همیم زمانه د تاریخي زمان یوه برخه نده چې دی نالښت ترې کوي، د زمانې جبر پرې زور وي او لکه  رحمان بابا د ظالمانو له لاسه ورته کور، اور او پېښور یو وي. د همیم زمانه هغه ده چې دی پکې موجود وي او بیا بیا یې تجربه کوي. د ده زمانه هغه ده چې تنهایي یې له احساسه باسي، ترور وي او یا یې هغه سرور وي لکه خوب چې له سترګو وتښتي. هغه زمانه ده چې پکې را هست شي او ژوتد وکړي؛ لکه دی چې وایي:

ژوند همدومره بس چې زه پکې ژوندی یم

اضافه یوه شېبه مې پکار نه ده

چې تر کومه پورې تاته مخامخ یم

له هغې وروسته څېره مې پکار نده

***

نن له خپل ځان سره په جنګ یم نن په تا پسې مرم
نن له دنیا څخه په تنګ، نن مې حالت ښه نه دی
همیمه مینې ته له بلې زاویې وګوره
خلک بتان دي د بتانو عبادت ښه نه دی

د فردیت شاعري د مضمون شاعري نه ده. همیم د مینې مضمون نه بیانوي، لوستونکو ته تعلیم نه ورکوي، د مینې اخلاقي او مذهبي اړخ نه بیانوي، د معشوقو لویي نه بیانوي؛ همیم هغه کیفیتونه بیانوي چې دی یې تجربه کوي. د دیواني یا غزلسرایي شاعري په شان د معشوقې الوهیت نه ښیي، همیم ته په دې لویي د معشوقې نمانځل بت پرستي ښکاري. همیم هغه حالت تجربه کوي چې د یو عاشق په زړه کې وي. د معشوقې له هوسه له ځان سره په جنګ دی او هغې ته طمعه بت پرستي ورته ښکاري. همیم یو انسان دی، مینه په حوس او وجدان په طمع اجازه نه ورکوي او ګویا د ابن یمین دا بیت د همیم غږ دی:
غزل از روی هوس بود و قصاید ز طمع
نه طمع ماند کنون در دل تنګم نه هوس

***

بیا شوم ور پخلا قسم مې لاندې تر پښو کړ
زړه زما نری دی او هغه شرمېږي نه
تاته یې نیولی لاس ورټول په نهيلۍ کړ
ولې په محفل کې هميم وَ شرمېږي نه؟

د فردیت په شاعري کې د شاعري لوری د شاعر په طرف وي. د شاعر مخاطب ځان وي او د شاعر د شعر لوستلو پر مهال هر لوستونکی په خپله د شاعر مقام نیسي، یا په بله وینا د شاعر حالت په ځان کې ویني یا هماغه حالت نیسي. په دې ډول شاعر د نورې نړۍ له تاثراتو بې نیازه وي، له ماضي سره تړاو نلري، د ژوند له ټولو اړخونو نه غږېږي، حایشو او مثالونه ته یې ډېره اړتیا نشته او یوازې عیني حالت بیانوي. د همیم بیان په ساده تصویرونو کې دی، ټوله دعوا بیان شوې او تفصیل ته اړتیا نلري.

***

نه دی مین، نه تنده پېژني د چا د لیدو
ملا دلیل نلري بس وایي قیامت تریخ وي
چې سر کړي پورته د دې سترګې ستا اوږه لنده وي
څنګه تصویر کړمه چې څومره دا ساعت تریخ وي
هر څوک د خپلې تجربې وایي، ته زهر بولي
او همیم وایي چې انسان ته ضرورت تریخ وي

د فردیت په شاعري کې موضوع له ابتذاله راوځي. شاعر خپل کیفیتونه بیانوي، یا ویلی شو خپله کیسه بیانوي. لکه څرنګه چې هره کیسه له بلې سره توپیر لري، همدغه ډول د فردیت شاعري هر شاعر بېل کیفیتونه لري. په دې ډول په شاعري کې تنوعات پیدا کېږي او د ذوق خاوندان د خپلې خوښې دنیا مومي. په دیواني یا غزلسرایي شاعري کې د مین دیدن، د جدایي شېبه، د وصل ارمان، د وصل شېبه او د میینتول په مختلفو ټکو په هماغه یوه بڼه تکرارېږي. خو د همیم د لیدو تنده، وصل او د معشوق ضرورت بیا بېل دي. همیم یې ستاینه نه کوي، هغه کیفیتونه بیانوي چې له معشوقه یې په زړه کې لري.

***

ټول عمر د اوبو غوندي بې رنګه یې روان
همیمه خلک څنګه او ته څنګه یې روان
باد هم څه ملامت دی چې تا وړي
؟ خو ته پخپله
موده وشوه د ایرو سره همرنګه یې روان

د فردیت په شاعري کې سمبولونه او ابهامات نشته. پورته مو هم یاده کړه چې هرڅه عیني دي او حل ته اړتیا نلري. اوبه، باد، ایرې او نور شاید په نوره شاعري کې په سمبولیک ډول بیلابېلې معناوې ولري خو همیم چې له خپل ځان سره غږېږي ځان ملامتوي چې د وخت په رنګ ندی رنګ شوی، په ځان یې دا ټول هجوم له ځانه دی. ځکه هر توپان په مخه کړی.

نه ساه ښکته ځي نه پورته، نه څه وایي نه څه وایم
له هېر شوي محبته، نه څه وایي نه څه وایم

د فردیت شاعري چې عیني حالت لري تر یو حده سپین شعر ته ورته دی او  د شعر ظاهري او ذهني شکل سره نږدې وي. کوم تصویر چې په کلمو کې وړاندې کېږي په ذهن کې هم هماغسې افاده کېږي. یا هغه تصویرونه چې په ذهن کې ترسیمېږي، په الفاظو کې هم تر یو حده وي.

د فردیت شاعري د جلا فورم شاعري هم بلل کېږي. د ادبي سبکونو پر خلاف چې کلي انسان په اړه غږېږي یا د قوعداتو په حصارونو کې بنده ده، د فردیت شاعري ازادي لري او فردي انسان پکې لیدل کېږي. مثلا په پښتو شاعري کې هندي سبک دی چې خپلې ځانکړنې لري، یا د خوشحال سبک، یا د رحمان بابا عرفاني سبک. دا سبکونه په خپلو ځانګړونو تړلي دي. د فردیت شاعري ټاکلي اصول نلري، یوازې یوه بارزه ځانګړنه لري چې هغه توپیر دی. په فردیت شاعري کې د شاعرانو ترمنځ توپیر وي، هر شاعر د خپلو احساساتو او حالت له مخې غږېږي، د هر یو خپل کیفیتونه او اندونه دي. پورته ټکي چې موږ یاد کړل ممکن د فردیت په شاعري کې موجود وي خو دا امکان هم شته چې له دې خبرو یې ځينې ونلري.

د فردیت شاعري که څه هم لومړی د شاعر له خپلو عواطفو او درون څخه وي خو وروسته باید تعمیم پیدا کړي یا د تعمیم ظرفیت ولري. مګر دومره هم عمومي نشي چې د شاعر له فردیت ووځي. تصویرونه او احساسات باید داسې بیان شي چې له یو انسان راچاپېر وي. یوازې ښکلا ونلري؛ بلکې یو فرد یې ترشا پروت وي.

ولې دوه لارې شي یو ځای، ولې جلا شي بېرته؟

ولې خپل زړه د چا د زړه په درزا نه پوهېږي؟

ماته مالومه شوه هر څوک وي په بل چا مکمل

خو چې سړی نشي تر کومه تنها نه پوهېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو