بې واکه صورتونه

2023-06-05
بې واکه صورتونه د پښتو ژبې د تکړه لیکوال او شاعر ډاکتر اجمل ښکلي اثر دی، چې سمون خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی. موږ په پښتو کې د فيمينېزم تر ډېره  یوازې نوم اورو، خو د فيمينېزم په اړه مو په کتابونو او مقالو کې تنده نه ده خړوبه شوې. دلته د فيمينېزم په پېژندنه او فيمنيستي نظرياتو بحث شوی دی. فيمينېزم کله رامنځ ته شو؟ کوم پړاوونه يې طی

بې واکه صورتونه د پښتو ژبې د تکړه لیکوال او شاعر ډاکتر اجمل ښکلي اثر دی، چې سمون خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی.

موږ په پښتو کې د فيمينېزم تر ډېره  یوازې نوم اورو، خو د فيمينېزم په اړه مو په کتابونو او مقالو کې تنده نه ده خړوبه شوې. دلته د فيمينېزم په پېژندنه او فيمنيستي نظرياتو بحث شوی دی. فيمينېزم کله رامنځ ته شو؟ کوم پړاوونه يې طی کړل؟ او تر کومه ورسېد؟ دا هغه پوښتنې دي چې د دې کتاب ليکوال ورته په لومړي سر کې ځوابونه وايي. لیکوال يوازې معلومات نه دي راټول کړي، بلکې هغه يې شنلي او تحليل کړي هم دي. موخه او هدف يې هم ورته ټاکلی او وروسته يې يوې پايلې ته رسېدلی. د بشر په تاريخ کې له ښځو سره د شوي ظلم جاج يې اخيستی دی. همدارنګه يې ثابته کړې، که د ښځې فکر او نظريې ته درناوی وشي، نو د ټولنې او فرهنګ په وده کې به ستر رول ولوبوي.

پر فرهنګ باندې د فيمينېزم اغېز څه دی؟ دلته ليکوال په دې راسره غږېدلی، چې په سياست، ژبه، ادب او اقتصاد کې د ښځو اغېز څه ډول دی؟ کله چې فيمينېزم پرمختګ کوي، په فرهنګ کې کوم تغيرات رامنځ ته کېږي؟ په ژبه کې کوم تغيرات رامنځ ته شول؟ او همداسې په ډېرو نورو موضوعاتو مو سر خلاصوي.

فيمينېزم کوم پړاوونه طی کړل؟ په لومړي سر کې چې ښځه يوازې د کور وه، بيا ټولنې ته راغله، حق يې تر لاسه کړ او د ټولنې او سياست په پرمختګ کې يې برخه واخيسته؛ وروسته بیا کوم تغيرات رامنځ ته شول؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې کتاب کې يې تاسو ځوابونه موندلی شی.

له دوو نړيوالو جګړو را وروسته چې کوم ساينسي تغيرات د موډرنتوب او پرمختګ لپاره رامنځ ته شوي، دغو ساينسي تغيراتو پخپله هم که ګټه درلوده، خو څه نا څه تاوان يې هم درلود. د دې کتاب ليکوال په دې برخه غږېدلی او د دې لپاره چې لوستونکی پر فيمينېزم وپوهوي، د ژاک درېدا د پوسټ مډرنيزم افکارو ته يې رابولي او بيا ورته وايي، چې اوس نو په فيمینېزم پوهېدلی شې. په دې برخه کې به لوستونکی لومړی په پوسټ مډرنيزم څه نا څه پوهېدلی وي او وروسته به په فيمينېزم د پوهېدو لپاره ورته لاره هواره شوې وي. ليکوال ليکي: «فيمينېزم له يوه پلوه په ټولنه کې د ښځې په اړه د شته ذهنيت پر وړاندې رغښت‌ماتې تيوري وکاروله او عملي هلې ځلې يې وکړې او له بل پلوه يې په ادبي، تاريخي او نورو متونو کې د ښځو په اړه د همدغه شته ذهنيت پر بنسټ رغېدلي صفتونه وکاږل او دا متنونه يې وشنل او هغه اړپېچن حالتونه يې رابرسېره کړل، چې نرينه ذهنيت جوړ کړي وو.»

ښځمنواله کره کتنه (Gynocriticism) ولې رامنځ ته شوه؟ د دې کره کتنې ګټه څه وه؟ له فيمينېزم سره يې څنګه اړيکه لرله؟ استاد ليکي: «ښځه چې د خپل يوه بيالوژيکي او عضوي(اورگانيک) فعاليت په اړه خبرې کوي؛ نو دا به ډېرې مستندې، رښتيا او باوري وي. سړى دا نشي درک کولاى يا که يې ژورو ته ځان رسول غواړي؛ نو بايد له يوي نوې تجربې تېر شي. خبره چې د ادبياتو شي؛ نو ښځې چې کوم احساسات څرگندوي، هغه نارينه کره کتونکي نشي درک کولاى. همدا لامل و چې د (Gynocriticism) يا ښځمنې کره کتنې اړتیا پيدا شوه او ومنل شوه. د ماشوم د زېږون تجربه يوازې د ښځې تجربه ده او کله چې ښځه دا تجربه څرگندوي؛ نو سړى يې هغسې نشي احساسولاى لکه يوه ښځه.» په دې برخه کې د کتاب ليکوال لومړی د دې کره کتنې په اړه غږېږي او د ښځمنو ليکوالو د ليک ځينې بېلګې تشرېح کوي. همدارنګه د دې کره کتنې د ارزښت په اړه يو بل ځای ليکي: «اوس نو موږ د ښځمنو ليکوالو او شاعرانو د کلمو د انتخاب، د جملو د جوړښت، د موضوعاتو تر غوراوي شا ته همدا د جنسيتي کمترۍ احساس وينو او دا د ښځمنو پنځگرو د سبک لويه ځانگړنه ده، چې ښځمنه کره کتنه يې رابرسېره کوي، ځکه د جنسيتي حقارت کومه تجربه چې په بندو ټولنو کې ښځه کوي، سړى ورسره نه مخېږي او همدا هغه اړخ دى، چې ښځمنه کره کتنه ورپسې گرځي.»

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو