منفي کرکټرونه/ شفیق امیرزی

2023-04-17
له خیال تر واقعیت د منفي کرکټرونو

اپلاتون او سوکرات به ځکه په خپل جمهوریت کې پر شاعرانو نیوکه کوله چې په پنځونو او ډرامو کې یې منفي خلک ډېر پیاوړي ښوودل کېږي. هغه به ویل د تراژیدیو او ډرامو تر پایه د هغو کسانو عمر ډېر وي چې کړنې یې منفي دي. هغوی ډېر دوام کوي چې د کیسې د مثبت کرکټر پر وړاندې درېږي، ځواک لري، قوت لري، هیبت لري،‌ وېره خپرولی شي، ملاتړي لري او هر څه چې وغواړي د کیسې د مثبت کرکټر پر وړاندې یې کولی شي. اوس نو د اپلاتون زړه ولې دې چارې ته ډک و؟ هغه پر دې نیوکه نه کوله چې ګواکي منفي کرکټر دومره ځواکمن توږل کېږي، اندېښنه یې دې ته وه چې خلک د مثبت کرکټر پر ځای د منفي خویونه تقلیدوي. دده په خبره کتونکي چې ويني منفي‌ کرکټر ځواکمن دی، ملاتړي لري،‌ پلویان لري او پر خلکو یې واک او ځواک چلېږي نو تقلید یې کوي،‌ مثبت کرکټر څه کوي‌ چې د کیسې په پای کې بریالی شي او نور کیسه هم ورسره ختمه شي.

د اپلاتون دا خبره تر یوې کچې ځکه سمه ده چې له خیالي‌نړۍ واقعي‌نړۍ ته راتګ سره سم لوړه سلنه خلک د منفي‌کرکټرونو تقلید پيلوي. که د ډرامې او شعر له خیالي نړۍ واقعي نړۍ ته راشو نو تر مثبتو د منفي کرکټرونو تقلید ډېر دی. د منفي کرکټرونو عمر تر مثبتو ډېر وي، منفي خویه خلک تر مثبتو په کمیت کې هم ډېر وي،‌ دوی سره یو لاس وي او پخپلو کې د یو بل سمه پالنه هم کوي.

راځئ خپلې ټولنې ته راشو،‌ شاوخوا کې مو کم داسې خلک دي چې له ظلم،‌ ناروا او بې عدالتۍ یې ټول خبر یو، خو بیا هم هر یو د درناوي‌ سر ورته ټيټېږي؟‌ خبره یې ميره وي، هره کږه او بې ځایه خبر یې له طنز او ټوکو ډکه بولو ورته لټ په لټ‌ اوړو، ختم خیرات کې یې تر بل هر چا لوړ ناست وو او آن ددې آرمان هم کوو چې درېغه دده په څېر ژوند او دبدبه مې لرلی.

دا د انسان طبعیت دی چې تر ځان قوي ته درناوی وکړي، یو ډول ترې ووېرېږي، خو په ټولنو کې بیا داسې سترګور هم راپیدا شي‌ چې په انسان کې تر هر زور او زر دېخوا انساني‌ جوهر ورته مهم وي. اوس که موږ په همدې انساني جوهر پسې وګرځو،‌ نو ټولنه مو په انساني‌ خویونو سمبال درواخله. له دې ورهاخوا که خلک ګوري‌ چې په ټولنه کې د درناوي،‌ خبرې منلو، وېرې،‌ برم او دبدبې لاره شتمني ده، غصب دی، د بل حق خوړل دي، نو نور وګړي هم دا هڅه کوي‌ چې له هرې ممکنې لارې شتمن شي او ځان د نورو د درناوي‌ وړ وبولي.

دا چاره ولې کېږي؟ ځکه د منفي چارې ترسره کول تر مثبتې هغې آسانه دي. که ته غواړې چې خلک دې د انساني جوهر او ښه والي له مخې درناوی وکړي‌ نو معلومه خبره ده چې زیار به ګالې،‌ په ټولنه کې به قرباني ورکوې، له هر فرعون خویه سره به ډغرې وهې، انسانیت ته به د دیو صفتو له پښو ځمکه خالي کوې او وروسته به د خلکو د درناوي وړ او غوره شخصیت وې،‌ نو اوس خلک ددې سختو چارو پر ځای هڅه کوي په مادیاتو پسې لاړ شي،‌ ټول معنویات شاته کړي او ځان له هغو سره سیال کړي‌ چې خلکو ترې بوتان جوړ کړي دي.

زموږ ټولنه په وروستیو کلونو کې له بده مرغه همداسې شوې ده. پخوا به په ټولنو کې د خلکو د درناوي او دوی ته د مقام او منزلت ورکولو معیار انسانیت،‌ علمیت،‌ فرهنګ ته درناوی،‌ دیانت او غوره اخلاق وو،‌ خلکو به هم هڅه کوله چې د ښه والي دا معیارونه پوره کړي،‌ خو اوس خبره برعکس شوه،‌ د ټولنې ځینو وګړو دا ثابته کړه چې کله له منفي لارې ځواک او واک ته رسېدل، شتمن کېدل او واکمن کېدل ددې سبب ګرځي‌ چې خلک دې پر هره نیمګړتیا سترګې پټې کړي او ستا خبره پرې وچلېږي.

دا خبرې د لنډمهال لپاره ظاهراً سمې دي،‌ خو ستر انسانان په ځوانمردۍ او نیکۍ کې ژوند کوي،‌ دوی په اصل کې تر مرګ وروسته ژوند لپاره ژوند کوي. په دې مانا چې جسدونه یې خاورې شي،‌ خو نومونه، عادتونه او خویونه یې د ډېرو لپاره ژوندي وي او ډېر یې له نامه سره د خپل زړه د ضربان ډېرېدل حس کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو