يوه نوې هڅه/ دکتور اجمل ښکلی

2023-04-06
ادراک او مانا د ژبپوهنې د لیکنو

ښاغلی مصطفی سمون د ژبپوهنې په ډګر کې نوی راټوکېدلی ګلاب دی، چې مطالعې او ليک ته يې ګورم، د ډېرو لويو کارونو هيله ترې کېدای شي. دا ځکه چې سمون ژبپوهنې ته د اړتيا او مجبورۍ په سترګه نه ګوري، بلکې مينه ورسره لري او هر ځای چې د علم او ژبپوهنې خبره وي، دی پکې تر نورو مخکې وررسېدلی وي.
دا اثر يې د ژبپوهنې په اړه لومړنی اثر دی، چې زه يې د پښتو ماناپوهنې په لړ کې يو غوره ګام بولم. که متوجه شو، د معاصرې ژبپوهنې، په تېره د مانا په اړه په پښتو کې معاصرې نظريې کمې لرو. ښاغلي سمون د پښتو دا اړتيا درک کړې، بيا يې په دې لور ګام اخیستی او دا ګام يې په څو لحاظو د ستاينې وړ دی.
۱. په پښتو کې د دې اثر مطالب نوي او د هر لوستونکي لپاره دي.
۲. د مانا په اړه يې ډېرې پېچلې نظريې په ساده ژبه وړاندې کړي.
۳. سره له دې چې دا د ليکنو ټولګه ده؛ خو په ښه ډول پېيل شوې. داسې چې د مانا په اړه پرله پسې بحثونه رانغاړي.
په دې ټولګه کې داسې مسايل راغلي، چې د پښتو ژبپوهنې لپاره نوي دي، مثلا د مانا پېژندنه، د مفهوم او مانا توپير، د تصور او مانا بريدونه، له ادراک او ذهن سره د مانا اړيکه او د نښپوهنې او کارونپوهنې له مخې د مانا څرنګوالی، همداسې پر هممانيزو ماناوو او ګڼو نورو موضوعاتو په دې اثر کې خبرې شوې دي.
د مانا خبره سره له دې چې په نوره نړۍ کې د فلسفې، ټولنپوهنې، ژبپوهنې او ارواپوهنې له مخې شاربل شوې او له ذهني او فيزيکي نړۍ سره د مانا پر تړاو ګټورې خبرې شوې دي؛ خو پښتو له دې مسايلو نه تر ډېره بې برخې ده. موږ اړتيا لرو، چې دا موضوعات پښتو ته هم راشي، ځکه چي په پښتو کې که د ژبې پر رغښت ګڼ رغښتي ګرامرونه ليکل شوي؛ خو د ماناپوهنې په اړه ګوتشمېر آثار دي او دا آثار هم نيمګړي دي، چې په دې ډګر کې لا نور او نوي کار ته اړتيا ده. د ښاغلي مصطفی سمون دا اثر د همدې تشې د ډکولو غوره هڅه ده؛ خو د پښتو ځولۍ لا داسې نورو ګلونو ته اړتيا لري.
په پای کې ښاغلي سمون ته مبارکي وايم، چې د پښتو ژبپوهنې شاړه او اغزنه لار د خپل ذوق په پستو پښو وهي. هيله لرم، چې دا لار پرېنږدي، د پښتو ژبپوهنې ډېرې هيلې د ده نظر ته تږې دي. زه ډاډه يم، چې سمون به د را روان وخت ځيرک ژبپوه وي.

درنښت
اجمل ښکلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو