دېرک والکاټ

2022-07-22
شفیق امیرزی دېرک والکاټ افریقايي الاصله لیکوال، کره کتونکی، تیوریسن، ننداره لیکوال او نقاش و. هغه په ۱۹۳۰کال کې نړۍ ته راغلی و او لوړې زده کړې یې د ژبې او ادبیاتو په برخه کې کړې وې. نوموړي د انګلیسي او فرانسوي ژبو په هنر او شعر کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي. هغه پر نقاشۍ مین و. په دې منځ کې یې تر ټولو ډېره له اروپايي نقاشانو سره مینه وه.

شفیق امیرزی

دېرک والکاټ افریقايي الاصله لیکوال، کره کتونکی، تیوریسن، ننداره لیکوال او نقاش و. هغه په ۱۹۳۰کال کې نړۍ ته راغلی و او لوړې زده کړې یې د ژبې او ادبیاتو په برخه کې کړې وې. نوموړي د انګلیسي او فرانسوي ژبو په هنر او شعر کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي. هغه پر نقاشۍ مین و. په دې منځ کې یې تر ټولو ډېره له اروپايي نقاشانو سره مینه وه. د سزان، ګوګن او ون ګوک اثار یې خوښېدل. دېرک په خپل ادبي ژوند کې ډېر اثار پنځولي دي، شاعري یې کړې ده، لیکوالي یې کړې، پر ادبي مسایلو یې نقد کړی دی او د ادبي تیورۍ په برخه کې یې لیکنې او نظریې وړاندې کړې دي. دېرک آلتون والکاټ په ۱۹۳۰ کال کې د سنت لوسیا په کاستریس ښار کې زیږېدلی دی. پلار یې د حکومت کارکوونکی او مور یې ښوونکې وه. دی لا یو کلن و چې پلار یې ومړ. هغه مهال سنت لوسیا د برېټانیا د امپراتورۍ مستعمره وه. نو له همدې امله دی اړ و چې د برېټانیا د مستعمرو په ښوونځیو کې زده کړې وکړي. دی دلته له انګلیسي شعرونو سره بلد شو. والکاټ د شعر ویل له ماشومتوبه پیل کړي او په څوارلس کلنۍ کې یې شعرونه لیکل او په اتلس کلنۍ کې یې خپله لومړنۍ ټولګه چاپ کړه.

هغه یې لومړنی شعر په ۱۴ کلنۍ کې لیکلی و. لومړنۍ ننداره یې په ۱۶کلنۍ کې ولیکله. له همدې سره جوخت یې د خپلو شعرونو لومړنۍ ټولګه چاپ کړه. دی لا شل کلن و چې پخپله یې د تیاتر لومړنۍ کمپنۍ جوړه کړه. په ۱۹۵۰ کال کې یې د کریستوف د هنر په نامه یوه ننداره ولیکله. دا د یوه غلام کیسه ده چې په ۱۹مه پېړۍ کې ژوند کوي او د وخت په تېرېدو د هایتي تر پادشاهۍ رسېږي. دا ننداره د دې سبب شوه چې دېرک د یوه تحصیلي بورس ګټونکی شي. هغه د انګلیسي، فرانسوي او لاتین ژبې په برخه کې د زده کړو لپاره بورسیه تر لاسه کړه او له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ کال پورې یې ادبیات ولوستل. همدې زده کړې سره مینې هغه تر امریکا را ورساوه او تر ۱۹۵۷ کال پورې یې هلته هم زده کړې وکړې.

دېرک د نندارو لیکلو ته ادامه ورکړه. هغه په همدې لړ کې د غره د خیال په نامه یوه ننداره ولیکله چې ابي جایزه یې وګټله. په دې کیسه کې د یوه بېوزله هلک خوبونه او خیالونه انځور شوي دي. دې هلک به سکاره پلورل او په سختۍ یې ژوند تېراوه. نقادان په دې باور دي چې د وېلکت دا اثر د افکا او هیسه تر اغېز لاندې لیکل شوی دی. په دې ننداره کې لیکوال ټولنې ته له انتقادي زاویې ګوري، نقادان په دې باور دي چې د هغه لیدلوری یو اړخیز نه؛ بلکې متعدل دی او د ټولنې حقیقتونه یې رابرسېره کړي دي. بله ننداره یې چې ډېره مشهوره شوه، پانټومیم نومېده. په ۱۹۷۸ کال کې یې لیکلې وه او ښه شهرت یې پیدا کړ. په دې ننداره کې یې بیا هم ټولنې ته له انتقادي زاویې کتلي دي او په هغه کې یې ستونزې په نښه کړې او غندلې دي.

دېرک همداسې نندارې لیکلې، خو تر څنګ یې هڅه کوله چې خپله هنري خوا پیاوړې کړي. ورو ورو یې په خپلو نندارو کې موسیقي ته هم ځای ورکړ. دودیزه نڅا یې هم پکې ځای پر ځای کړه. په دې مانا چې موسیقي او نڅا د پلاټ برخه شوه. په همدې برخه کې یې تجربې تر سره کړې او موزیکالې نندارې به یې تر سره کولې. د وېلکټ د اثارو اصلي موضوع د هویت پلټنه ده. له همغه لومړۍ مرحلې یې په اثارو کې د اوسني فرهنګ او پخواني دود ترمنځ ټکر ته متوجه کېدلی شو. له همدې پیله یې ژوند په دوو مرحلو کې و، یو پخوانی دود او بل اوسنی فرهنګ چې په چټکۍ د پراختیا په حال کې دی. ده په خپلو اثارو کې همدا دوه انځورونه په ډېر مهارت را اخیستي دي.

په اثارو او ډرامو کې د وېلکټ نیوکه هېڅ وخت مغرضانه نه وي. په دې مانا چې له عقدو ډکه نیوکه نه کوي، بلکې موخه یې د ستونزو ختمول او اصلاح راوستل وي. هغه په بېلو ان ډېرو ترخو ټولنیزو، تاریخي یا فرهنګي پېښو کې خپله شوخي ساتي. هغه د خبرو ځانګړې بڼه لري چې له ټوکو ټکالو او خندنیو سره مله ده. هغه د تاریخ په برخه کې ژوره مطالعه لرله. له همدې امله په خپلو اثارو کې له هغو شخصیتونو سره علاقه لري چې دوی د نړۍ په کشف او پلټنه پسې دي.

دی وایي چې د ټولو کرکټرونو ترمنځ یې ابینسون کروزویه ډېر ورته ځانګړی جذابیت لري. دا کرکټر ډېرک ته یو رښتینی الګو دی. دا کرکټر دومره ورته مهم و چې په ۱۹۶۵ کال کې یې د کروزویه په نامه یو اوږد شعر هم ولیک. وروسته یې بیا په بېلو نظمونو او پنځونو کې د دې کرکټر نور اړخونه هم روښانه کړي دي. هغه د لرغوني یونان له ادبیاتو سره هم مینه لرله. د هومر اثار یې لوستل، هغه نړۍ ورته حیرانوونکې وه چې هومر په خپلو اثارو کې جوړه کړې وه. ډېرک د هومر له اثارو سره مینه لرله، خو دا باید په یاد ولرو چې د هومر د کیسه لیکنې سبک د ډېرک له پنځونو او سبک سره توپير لري. هغه خپله ځانګړې شوخت طبعي لري چې په اثارو کې یې لیدلی شو. د وېلکټ په اثارو کې یوه بل مهم شي ته هم متوجه کېدلی شو، هغه دا دي چې د یوې موضوع څو اړخونو ته ګوري. دا په دې مانا ده چې هغه پراخه مطالعه لرله او د مسایلو ټول اړخونه یې په خپلو پنځونو کې سپړلي دي. هغه به له ادبیاتو او شعر نیولې، تر فلسفې، تاریخ، نندارې، هنر او نور طبعي علوم مطالعه کول. د هغه شعرونه او نندارې یو ډول پیغام لېږدوي، ارزښت او اهمیت د دواړو یوه اندازه دی، خو شعرونه یې په نړۍ کې خورا مشهور دي. بلخوا یې بیا نندارې دومره مشهورې نه دي، کره کتونکي بیا په دې باور دي چې د ښکلو منظرکشیو او د کلماتو مناسبه کارونه د دې سبب شوې، چې شعر یې مشهور او مینه‌وال یې ډېر شي.

والکات په خپلو اثارو کې له تاریخي پېښو هم استفاده کوي، خو د دې کار لپاره ځان ته یوه ځانګړې لار او تعریف لري. هغه تاریخ د اوس زماني په شرایطو یا لوښي کې درته را اخلي. دی داسې درته ښيي چې دا پخوانی تاریخ په اوس وخت کې ولوله او کېدای شي هره شېبه هر څه بدل شي. هغه په خپلو اثارو کې له خامو او مستندو موادو استفاده کوي او هڅه یې دا ده چې تاریخي پېښې ژوندۍ وساتي او تر څنګ یې انتقادي او یا هم د ستاینې پیغام له ځان سره ولري. هغه وايي چې تاریخي پېښې هم کیسه ده او هم یې یادونه په ټولنو کې د بدلون سبب ګرځي. هغه وایي، تاریخ زموږ روایتګر نه دی؛ بلکې موږ یو چې تاریخ روایت کوو. هغه وایي یو هنرمند انسان باید خلاق وي او باید کوښښ وکړي چې په تاریخ کې خپل ځای او ځایګی پیدا کړي. دی په دې باور دی چې کروزویه یو خلاق انسان و، د ده د اثارو غوره کرکټر و او کله کله هغه ان د ادبیاتو په برخه کې د خلاقیت لپاره د کروزویه نوم په مستعاره توګه اخلي. دی وايي، خلاقیت دا نه دی چې پخواني دودونه رد کړو، یا پخواني اثار وغندو؛ بلکې د پخوانیو دودونو مطالعه، په اوس کې د تېرو یادونو کارول او په مناسب ځای کې د هغو یادول پخپله خلاقیت دی.

هغه په یوه ځای کې وایي: «اړینه نه ده چې تېرو او تاریخي توکو ته نوي نومونه ورکړو، یا تاریخي او پخواني نومونه د نوو توکو لپاره وکاروو. پر ځای یې باید په پوره باور او عقیده له تېرو شیانو نوې ګټه واخلو. تېر شیان د اوس عصر د ګټې لپاره وکاروو.»  وېلکټ پر جادويي ریالېزم مین دی. د هغه په اثارو کې له دې هنري سبک سره د ده مینه له ورایه ښکاري. د هغه په ډرامو، نندارو او راډیويي صحنو کې د جادويي ریالېزم څرک له ورایه ښکاري. وېلکټ په خپلو اثارو کې تقریباً د تورپوستو له ټولو اثارو استفاده کړې ده. له موسیقۍ، نڅا، سندرو او غږونو نیولې د غم او ښادۍ تر دودونو ټول یې په خپلو اثارو کې ځای پر ځای کړي دي.

د والکاټ تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه چې پخوانۍ افسانې یې را ژوندۍ کولې. نوموړي به پخوانۍ افسانې په نوې بڼه په خپلو اثارو کې راوړلې او په زړه پورې اړخونه به یې ورکول. ده د اومروس په نوم یو مشهور کتاب په ۱۹۹۰ کال کې ولیک. د دې کتاب نوم یې د یونان د مشهور شاعر هومر له نامه اخیستی و. دا کتاب د دې سبب شو چې دی د نوبل جایزه وګټي. دا کتاب داسې لیکل شوی چې کرکټرونه یې د پخواني یونان د هومر له کیسو او شعرونو اخیستل شوي دي. په اصل کې دا یو اوږد شعر دی چې اتلان يې د یوناني خدایانو پر ځای د کارایب جزیرې ماهي نیوونکي او نور ساده خلک دي. د دې کتاب د بریا ستر لامل دا و، چې یوه پخواني تاریخي افسانه په نوې بڼه وړاندې شوې وه، تاریخي پېښې او طبیعي انځورونه په ډېر مهارت وړاندې شوي دي. همدا راز د خپل اصلي ټاټوبي د وګړو څو اړخیز هویت هم رابرسېره کوي، ځکه دوی د بېلو فرهنګونو تر اغېز لاندې و، نو ځکه یې فرهنګ او هویت څو اړخیز و، چې لیکوال یې هم په وړاندې کولو کې پوره بریالی دی.

د والکاټ د شعرونو بله ځانګړنه دا ده چې د بیان یو خاص سبک، موسیقي لرونکی لحن او په بیان کې د پام وړ انسجام لري. ده د انګلیسي لرغوني ادبیات لوستي وو، نو ځکه یې ډېرې استعارې، اشارې او تلمیحات د انګلیسي ادبیاتو په څېر دي او د همدې فنونو په استعمال یې د کارائیب د خلکو ژوند انځور کړی دی.

والکاټ په ۱۹۹۲ کال کې د نوبل جایزې ګټونکی شو. کله چې والکاټ د نوبل جایزې د ګټلو خبر واورېد، حیران شو. ویل یې زه؟ دا زه د نوبل ګټونکی شوم؟ خو کله چې پوه شو خبر دقیق دی، نو یې وویل، دا ډېره ښه ده، ډېره ښه ده، په ظاهري توګه نو له دې وروسته یو شتمن کس شوم. ناقدان په دې باور دي چې نوبل ځکه والکاټ ته جایزه ورکړه چې هغه پر عامو وګړو ډېر اغېز درلود. نوموړی په دې بریالی شو چې د انساني تاریخ مهمې پېښې تر نوي یا اوسني نسله ورسوي او دوی ته ثابته کړي چې دا هر څه او د ټولنو پرمختګونه له ډېرو لوړو ژورو تېر شوي دي. همدا راز یې په خپلو کیسو کې د امریکا د لومړي ځل کشف مسئلې او دغه راز د استعمارګرو قدرتونو له ظلمونو او نارواوو هم پرده پورته کړې ده. همدا مسایل ټول سره یو ځای شول او د دې سبب شول چې والکاټ د نوبل جایزه وګټي. یوازې نوبل نه، والکاټ د مشهور نقدا ټي ایس ایلټ په نامه جوړه شوې جایزه هم ګټلې ده. هغه په ۲۰۱۱ کال کې دغه جایزه له نورو شاعرانو سره د رقابت پر مهال وګټله. نوموړي په دې سیالۍ کې دوه شعرونه لوستي وو چې مخاطب یې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما و.

بالاخره دغه افریقايي الاصله امریکایي لیکوال د ډېرو پنځونو او جایزو تر ګټلو وروسته د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۷مه د ۸۷ کلونو په عمر ومړ. له نوموړي شل شعري مجموعې او شاوخوا ۳۰ نندارې په میراث پاتې دي. مشهور اثر یې هم اومروس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو