پښتو لنډه کیسه؛ څو یادونې

عبدالله الهام جمالزی
2022-05-14
نه پوهیږم ولې هغه ټکي چې تاسې یې لولۍ لیکم؟ خو هر ځل چې کیسه لولم د داسې څه لیکلو ته خپل کړی هوډ بیا بیا را یاد شي. له ما سره له هغه وخته چې کیسه لیکل مې پیل کړي یوه پټه پوښتنه وه، هغه دا چې کیسه ولې لیکل

نه پوهیږم ولې هغه ټکي چې تاسې یې لولۍ لیکم؟ خو هر ځل چې کیسه لولم د داسې څه لیکلو ته خپل کړی هوډ بیا بیا را یاد شي.
له ما سره له هغه وخته چې کیسه لیکل مې پیل کړي یوه پټه پوښتنه وه، هغه دا چې کیسه ولې لیکل کېږي؟
کله چې مې څو کاله د کیسو په لوستلو او لیکلو کې تېر شول تر یوې کچې مې دا پوښتنه حل شوه خو څه وخت وروسته راسره دا پوښتنه پیدا شوه چې لاهم کیسه ولیکو؟
دا د لاهم کلمه کله کله زیاتی راته ښکاره شي، هغه له دې امله چې لا تر اوسه په پښتو کې کیسه د پښتو ادبیاتو د ځینو استادانو په وینا لا هم خاپوړي کوي، خو دا د خاپوړو کلمه به هم تر کله کاروو؟ بل دا چې نړیوال ادبي کاروان اوس په کومو اړتیاوو د خپل تګ لاره نیولې ده آیا اوس هم کیسه هماغه کیسه ده؟
زما دا لیکنه که هغه کسان لولي چې ځانته حق ورکوي چې باید په ادبیاتو خبرې وکړي او په دې برخه کې یې زده کړه کړې هیله لرم چې دا خبرې مې ورته څه ستوغې ونه بریښي . ځکه ما په دې برخه کې له یوې خوا لوړې زده کړې نه دي کړې، له بلې خوا کوم څه چې ما د لنډې کیسې په نامه لیکلي ډاډه یم چې ډېرو هغو کسانو یې لا بېلګې نه دي لوستې چې د داستاني ادبیاتو مخکښان بلل کېږي؛ خو ما یواځې لیکل او خبرې کول زده کړي…
ما په لومړي سر کې داسې څه لیکلي چې ښايي ډېر لیکوالان او حتی لوستونکي پرې د لنډې کیسې حکم ونه کړي، کمزوري یې هم ښايي تر دې کچې وي چې باید هم وي څوک پرې د لنډې کیسې اطلاق ونه کړي.
خو ما لیکلي دي… تر دمګړۍ چې پخپلو پخوانیو کیسو کله کله ورپیښ شم یوه یوه په کې راته کیسه بریښي او کله کله مې زړه وغواړي چې نورې هم ولیکم خو ریښتیا به وایم کله چې مې دې ته فکر شي چې یو څوک باید زما لیکلي لنډه کیسه وبولي او حتی یو ځل هم که کیږي د کیسې نوم پرې کېږدي باید هغه وخت دوام ورکړم؛ زړه مې له لیکلو پورته شي.
دلته بل څه را یادېږي هغه دا چې یواځې زه هم نه یم، ډېر کسان دي زما په څیر چې لیکي، زه خو ښه یم تر دمګړۍ مې له یوه ناول پرته نور داستاني آثار د کتابونو په بڼه چاپ ته ندي ورکړي، خو ځینو نورو چاپ کړي هم دي خو تر دمګړۍ چا پرې د تایید ټاپه نه ده لګولې ښايي دا داسې تشه وي چې زه یې ډکولو ته لا وړاندیز هم ونه لرم؛ خو د موضوع د رایادولو په موخه مې یې یادونه وکړه.
زه غواړم دلته ووایم چې پښتانه اوس ښې کیسې لیکي حتی د خپلو ګاونډیانو په پرتله په کیسه کې غښتلي دي، دلته یوه بل کوچني ټکي ته هم غواړم اشاره وکړم؛ هغه دا چې زموږ ښه والی هم دادی چې د اړتیا له مخې وړاندې ځو، زموږ ګاونډیان که په پولیسي کیسو ډېر کار کوي او یا هم هڅه کوي چې د چخوف، پو او … په څیر ولیکي ښايي هڅه به کوي چې د هغوی په شان وي، خو موږ د خپل ځان لپاره له خپل ځان څخه لیکو…
دا خبره مې تر دې وکړه چې یو څیز ماته کله کله ځینې پوښتنې را ولاړې کړي هغه دا چې…
تخیل بدلون را وستلای شي او که عمل
یا په لنډو وایم، په اورېدو او خیال کولو یو څه ښه زده کوو او که په لیدلو او کتلو؟…
فکر کوم هغه وخت چې په ختیځ کې شاعرانو خپل شعرونه لوستل او خلک به ترې شاوخوا را ټول وو او د دوی قوي ذهن او د نورو دنیاګانو خیالي سفرونو به ذهنونه بوخت کړي وو، په لویدیځ کې افسانه د خلکو ورځني ژوند ته راوتله او د خلکو کیسه به یې په خلکو کتله او اورېدله.
ښايي زما هغه تعبیر چې له پخوا سره د لنډې کیسې په نښلیدلي تار زما تر ذهنه رسيږي او پدې یې قانع کړی یم چې کیسه د بدلون په موخه لیکل شوې دلته په یوه فورمول هم بدل شي او هغه داسې چې شعر تر ډېرې کچې لا اوس هم خلک په داسې ټاټوبو ګرځوي چې ښايي ناشوني وي چې چېرته پرې واوړو او یا هم داسې خوندونه راباندې حس کوي چې ناشوني به وي چېرته مو نصیب شي، خو کیسه په ستیج کې هغو لوبغاړو ته چې زموږ غوندې بشر دی او هغه کارونه چې موږ کولای شو کوي یې موږ ورته مخامخ دروي. دلته مې موخه د شعر په اړه کومه ځانګړې تبصره نه ده او نه غواړم چې د شعر په اړه خبرې وکړم؛ غواړم یواځې د لنډې کیسې د بدلون په ځواک یو څه رڼا واچوم.
کله چې سړی له اولسمې پېړۍ را وروسته په نړیوالو، سیمه ایزو او بالاخره پښتو ژبه کې لنډه کیسه وګوري نېغ سړی هغه قبر ته دروي چې که ووایو د واقعیت پالو لیکوالو په لاس کې د خیالي نړۍ په اړه افسانې خاورو ته سپارل شوې دي تر ډېره به سړی دروغجن او ملامت نشي. له واقعیت پالو څخه مې هم مطلب مشخص ماده پرستان او یا هم بله ډله نه ده، یواځې هغه لیکوالان چې له افسانو تېر شوي او خلکو ته یې له خلکو لیکلي…
دې لیکوالانو د ژوند هغه اړخونه چې باید بشر ته ورپه یاد شوي وای را سپړلي دي، ښايي په شاهزاده یې یو څه لیکلي وي خو د شاهزاده د ژوند داسې برخې یې سپړلې چې بشر ته شونې وي؛ یعنې هغه شاهزاده نشي الوتلی او نه هم بل داسې کار کولای شي چې د بشر له وسه تېره وي.
کیسه ژوندي خلک لیکي او کیسه لیکوالان له نورو انسانانو په ډیره ځیرکتیا سره د ژوند اړخونه ګوري؛ له همدې امله فکر کوم چې دوی غواړي یو بدلون هم راوړي…
له دې به تېر شو چې کیسه لیکوال نو کوم بدلون غواړي چې په اوسني بشر کې راشي ځکه چې هره کیسه د ژوند په څو داسې شېبو څرخي چې کېدای شي په انساني ژوند کې کله مېلمه او کله هم کوربه پاتې شي، خو دا چې بدلون به بریالی کېږي کنه او ژوند به کومې خواته وړي بل بحث او یو څه پېچلې خو روښانه خبرې دي.
پېچلې له دې امله دي چې که سړی لومړی له کیسې تیر شي په کیسه لیکوال خبرې وکړي ښايي ډېر کله سړی داسې نقطې ته ورسېږي چې هلته په خپله د بدلون ډول، اړتیا او اهمیت له پوښتنې سره مخ شي، د بېلګې په ډول په پولیسي کیسو کې د قتلونو شتون؛ که څوک د یو لیکوال په توګه ادعا کوي چې هر څه د بشر د چارو د سمون لپاره لیکي ښايي یو څوک پرې په ډېرو قتلونو غوسه شي، ښايي خبره هان د جنایتونو د پیچلي کېدو په خوا لاړه شي او یو څوک ښايي ادعا وکړي چې پولیسي کیسه لیکوال غواړي چې جنایتونه لاپرمختللي کړي…
په اوسني بحث کې که په دې خبره نور بحث هم اوږد کړو موضوع به نوره هم پېچلې شي خو د بدلون مثبت اړخونه هم غواړم لنډ یاد کړم، کله چې لومړنیو کیسه لیکوالو قلم پورته کړی، د لنډې کیسې په نامه اوسنی ادبي ژانر یې لیکلی اوس هم د هغوی د هېوادونو ادبیات د دوی پوروړي یادیږي؛ د روسیې، امریکا، بریتانیا، فرانسې او … هېوادونو اوسني لیکوالان هم په ډېر درناوي د هغو کسانو نومونه یادوي چې له نن څخه څلور پنځه پېړۍ وړاندې یې د دوی لپاره لنډې کیسې لیکلې، که موږ اوس هغه کیسې را واخلو او ویې لولو او له هغې ورځې چې دا کیسې لیکل شوې یو انځور هم په ذهن کې فرض کړو دې پایلې ته رسېږو چې ریښتیا هم د هغوی کار د ستایلو دی.
په ډېرو برخو کې ښايي د هغوی د کیسو مثبت اغیزونه اوس هم وموندل شي، که سړی پلټنه وکړي د هغوی هغه کیسې چې د ورځني ژوند په سختیو را سپړلو یې لیکلې دي اوس هم سړی نېغ هغې پایلې ته مخامخ کوي چې په دې څلورو پېړیو کې یې په رښتيني ډول په ټوله ټولنه کې د عمل جامې اغوستې.
د بېلګې په ډول، په همدې لیکوالانو کې یو څوک په یوه کیسه کې لیکي:
پدې دنیا کې څومره آسانه ده چې سړی زورور وي؟
دا کیسه پسې غځېدلې ده، لنډه کیسه ده او ډېره هم ښکلې…
ماته یې د لیکوال په نوم د خپلې لنډې کیسې یوه جمله را په یاد کړه چې وایي:
ژوند کیسه ده او لیکوالان اعترافونه لیکي…
دا چې د بحث لمن تنګه ده غواړم بلې موضوع ته هم ورننوځم؛ یو څه چې ماته مهم دي غواړم دا یاد کړم چې کیسه د بشر اړتیا وه او ښايي دا بشر یې وغځوي خو څه چې اوس په خپله ماته ډېر مهم دي هغه دا چې آیا بیا هم کیسه؟… او لنډه کیسه؟ …
وايي پخوانۍ کیسې ډېرې اوږدې وې، اوس بشر وخت نه لري ځکه خو هم لنډه کیسه را منځته شوې او ښايي په دې بڼه کې هم بدلون راشي…
خو دا حوصله به لس یا پنځلس کاله وروسته له چا سره وي چې د کمپیوتر شاته، وړاندې تلویزیون ته مخامخ او د نورو ګڼو تکنالوجیو په منځ کې بیا هم په کاغذ چاپ شوی ناول یا د لنډو کیسو ټولګه ورپورته کړي چې ویې لولي؟ فکر کوم تر یوې کچې به دا دود کم شي که څه هم دا قضاوت خپل حق نه ګڼم چې ووایم نه، کتاب او قلم چې راپورته کوي تلویزیون به روښانه کړي او د نړۍ تر ټولو غوره کیسه به په تصویر هم بدله شوې وګوري…
دا به شونې وي چې یو څوک د انټرنېټ په مخ په کمپیوټر کې په ډېرو ګڼو صفحو کې یواځې د یوه ناول کیسه تعقیب کړي؟
یا هم زه نه پوهیږم ښايي پدې برخه کې نورې آسانتیاوې همدا اوس وي چې زه ترې خبر نه یم او یا به ښايي پنځه یالس کاله وروسته رامنځته شي چې له مخې یې انسانان پرې د کیسې او د ناول تنده ماته کړي…
له دې تېرېږم چې موږ افغانان به کله وکولای شو ټولې هغه آسانتیاوې ولرو چې نور یې همدا اوس لري او موږ به تر کله په کاغذ چاپ شوي متن ته هم لاسرسی ونه لرو، ښايي پدې برخه کې بحث زما خبرې بلخوا یوسي خو د خبرو د پایلې په توګه غواړم ووایم چې موږ همدا اوس اړتیا لرو چې باید ولولو، که هغه ناول وي او که لنډه کیسه ځکه ټول دا تجربه لا نه لرو…
همدا اوس له ماسره په ذهن کې د سناریو، نندارې او ډېرو داسې کلمو اتڼ جوړ دی خو په هغو کلمو هم نه غواړم همدا اوس کار ولرم.
که سړی په دې خبرې وکړي چې لویدیځوال هم بېرته غواړي یو څه په اوس کې د بدلون راوستو په موخه په خیالي نړۍ کې نوي سفرونه پیل کړي؛ دا به بیا هم کافي دليل نه وي چې ووایو نړیوال داستاني ادب بیا له لنډې کیسې او ناول تېرېږي او د دوهم ځل لپاره بیا افسانه او بالاخره د ګړنۍ ( شفاهي) کیسې تجربه کوي؛ بلکه دا به ښايي په اوسنیو بڼو کې زیاتوونه او روان بدلون وي…
نه پوهېږم ښايي بیا هم ځینې کسان چې زما دا لیکلنې لولي یو څه په ما غوسه شي ځکه له یوې خوا مې جملې د پېچلتوب په لور ځي له بلې خوا مې سترو قضاوتونو ته مخه کړې خو…
باید ووایم چې د پښتو ژبې کیسې به هم یواځې د لنډو کیسو په بڼه تر پایه پاتې نه شي او ښايي په نوې ټکنالوجۍ کې هم د دې مهمې اړتیا د ځایېدو غوښتنه ورځ تر بلې زور واخلي.
زه خپله قضاوت نه شم کولای چې آیا بیاهم لنډه کیسه؟ …
خو دا ویلای شم چې د پښتو ژبې د کیسه لیکنې اوسنۍ لړۍ که څه هم په ځینو مواردو کې یو شمېر ستونزې لري ډېره ښه پر مخ روانه ده او په دې کې هېڅ شک نه شته چې د کیسه لیکنې لپاره هېڅ کار هم نه دی شوی او ډېری کیسه لیکوال لکه زه خپله لیکنې کوي خو په دې نه پوهېږي چې آیا همداسې ولیکي او که دا لیکل لنډې کیسې نه دي؟‎…
ما وړاندې هم وویل چې داسې وړاندیز نه لرم چې دا ستونزه له منځه لاړه شي خو دا غږ یو ځل بیا پورته کوم چې همدا اوس له بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي، دا برخه سیاسي پرېکړو ته معطله او تمه نه شي او دا باید پرېښودل شي چې خپل بار تر یوه ځایه لنډ کړي.
هغه لیکوالان چې همدا اوس لیکي یوڅوک باید وي چې وګوري دوی لیکلی شي کنه؟ او دا دې معنا هم نه ورکوي چې دا لړۍ اوس کومې ځانګړې ستونزې لري؛ دا د دې لپاره چې په راتلونکي کې څه وشي؟… ښايي پرون د لنډې کیسې فکر نه وو شوی خو نن لنډه کیسه په بریالۍ توګه روانه ده خو دا هم باید په پام کې وي چې سبا ښايي ټولنه د نن په شان اړتیاوې ونه لري…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو