په ادبي نړۍ کې نوښتګر لیکوال

کامو؛
2022-05-30
آلبرت کامو د ۱۹۱۳ کال د نومبر په ۷مه نېټه، د الجزایر په یوه واړه کلي کې سترګې نړۍ ته وغړولې. پلار یې لوسین کامو نومېده، بې وزله سړی و، اصل کې د فرانسې و، خو په الجزیره کې په کار بوخت و. هلته یې له یوې خدمتګارې سره واده وکړ. دا مېرمن اصل کې د اسپانیا وه، خو په الجزایر کې یې خدمتګاري کوله. دوه اولادونه یې و، لومړی
د مطالعي وخت : 27 دقیقې

آلبرت کامو د ۱۹۱۳ کال د نومبر په ۷مه نېټه، د الجزایر په یوه واړه کلي کې سترګې نړۍ ته وغړولې. پلار یې لوسین کامو نومېده، بې وزله سړی و، اصل کې د فرانسې و، خو په الجزیره کې په کار بوخت و. هلته یې له یوې خدمتګارې سره واده وکړ. دا مېرمن اصل کې د اسپانیا وه، خو په الجزایر کې یې خدمتګاري کوله. دوه اولادونه یې و، لومړی لوسین، دویم آلبر. په ۱۹۱۴ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې اور تود شو. د کامو پلار جبهې ته ولېږل شو او هلته ووژل شو. کامو بیا په طنزيژبه د خپل پلار په اړه لیکي (( د خلکو په خبره هغه په جګړه کې شهید شو)). مور یې لا هم خدمتګاري کوله او اړ وه چې له دې لارې د خپلو بچیانو د ژوند بسیا وکړي. دوی د بل کور په نامه په یوه واړه کلي کې په یوه وړه کوټه کې ژوند کاوه.
د کامو ماشومتوب د کارګرې طبقې په بېوزله ژوند کې تېره شوه. همدې بې وزلۍ هغه ته ورزده کړل، چې خلکو ته څنګه درناوی وکړي، انساني ارزښتونه څنګه وپالي او له نورو سره څنګه ددوی په درد ځان دردمن کړي. هغه په فطري توګه د قناعت او ځان نه بسیا کولو خوی درلود. د فقر په جزیره کې یې ځان په خپل کور کې امن احساساوه. هغه په خپله د بل کور، د کلي او الجزیرې د لمر په اړه داسې وايي ((بې وزلۍ اجازه نه راکوله، چې فکر وکړم تر لمر لاندې او د تاریخ په اوږدو کې هر څه سم دي. لمر ما ته دا را زده کړل، چې تاریخ ټول شیان نه را نغاړي)).
کامو بې وزله و، کورنۍ یې بې وزله وه، نو د ابتدایه ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته دې ته اړ و، چې کار وکړي او یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي. خو یوه ښوونکي يې (لوی ژرمن) د هغه په استعداد پوه و او هغه یې دې ته وهڅاوه چې په وړیا ښوونځیو کې ازموینه ورکړي. په هغه وخت کې په الجزایر کې متوسطه زده کړې یوازې د شتمنو بچیانو کولې. له همدې امله کامو اړ دی، چې په دوو بېلو نړیو کې ژوند وکړي. نیمه ورځ به یې د شتمنو له اولادونو سره تېروله نیمه ورځ نوره یې د خپلې زړې جونګړې د شاوخوا له ماشومانو سره تېروله. کامو وروسته بیا وویل، چې خپلواکي یې د مارکس له آثارو زده نه کړه، بلکې هغه مې په خپله ژوند کې ولیده، د فقر او بې وزلۍ په زړه کې اوسېدم او خپلواکي مې زده کړه.
کامو په اوړنیو رخصتیو کې، د پیسو د ګټلو لپاره په هټیو او پلورنځیو کې کار کاوه. لږ پیسې به یې اخیستې خو په پیسو یې انګلیسي ژبه زده کړه او له اسپانوۍ ژبې سره بلد شو. هغه له خپله کاره راضي نه و. د ژبو زده کړو ته یې ډېر دوام ور نه کړ او فوټبال ته یې مخه کړه. هغه له فوټبال سره له ماشومتوبه لیونۍ مینه لرله. په دې برخه کې یې ځینې بریاوې خپلې کړې. په ۱۹۲۹ کال کې د الجزیرې د ریسینګ پوهنتون د فوټبال ټیم ګلکېپر وټاکل شو.
په ۱۹۳۰ کال کې یې چې کله لومړنی ديپلوم واخیست نو ځینو بریاوو ته ورسېد، د همدې کال په ډسمبر کې یې په وجود کې د سل ناروغۍ نښې نښانې پیدا شوې نو اړ شو، چې فوټبال پرېږدي. هغه له فوټبال سره د عمر تر پایه مینه وپالـلـــــــه خو بیا یې لوبه و نه کړه.
په ۱۹۳۵ کال کې یې د فلسفې په برخه کې خپل لیسانس واخیست. په ۱۹۳۶ کال کې یې په فلوطین کې له خپل ديپلوم دفاع وکړه.
په ۱۹۳۵ کال کې یې پر سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړ. په فاشیستي ضد غورځنګ کې یې ګډون وکړ. په امستردام ښار کې یې مبارزه پیل کړه. کامو د ژان ګرونیه تر اغېز لاندې راغلی و. هغه یې راتلونکی رهبر باله، له همدې امله له کمونیست حزب سره یو ځای شو. په مسلمانه ټولنه کې د کمونیست حزب لپاره د تبلیغاتو مسوولیت ده ته ور وسپارل شو. په ۱۹۳۷ کال کې یې حزب ته په یوه لیک کې ولیکل، چې دی د ځينو مفاهیمو په اړه شک لري او کلیشه یي ورته ښکاري، همدا راز دده فکر او ګوندي کارونه په ټکر کې دي، نو ځکه نه غواړي دلته خپل کار ته ادامه ورکړي. په همدې توګه له کمونیست ګوند وواته. د ګوند غړو هم وویل، چې دی له ګوندي اصولو د سرغړونو له امله باید و ایستل شي.
په ۱۹۳۸ کال کې په جبهه خلق الجزایر ورځپاڼه کې چې نوې جوړه شوې وه، کار پيل کړ. دغه ورځپاڼه پاسکا پیا اداره کوله. یو وخت ژان پل سارتر یو اثر چاپ کړ، نو کامو نقد ورباندې ولیکه. له همدې ځایه یې د لیکنو لړۍ ورځ تر بلې ډېرېدله او مینه وال یې پيدا کول.
د ۱۹۳۹ کال په جولای کې یې په قبایلیه کې فقر تر نامه لاندې د مقالو یوه ټولګه خپره کړه. دا نو د استعمارګرانو د افکارو پر ضد لیکل شوې مقالې وې. په یوه برخه کې لیکي (( له دې خبرې کلکه لرم، چې وايي قبایلیه وګړي، له بې وزلۍ سره عادت شوي دي. له دې کرکه په کار ده، چې ددې سیمې خلک زموږ په کچه اړتیاوې نه لري. یو سهار وختي، په نیزی اوزو کې وم. د قبایلیه په لودیځ کې یو کوچنی ښار دی. هلته مې داسې هلکان ولیدل چې زړې جامې یې په تن وې. دوی په یوه سطل کې د شته توکو پر سر له یوه سپي سره جګړه کوله. هلته یوه روان کس وویل، سهار مهال دا پېښې ډېرې کېږي)). دغه ډول مقالې تر ډېره د ورځو په اوږدو کې په نامه په یوه کتال کې په الجزایر کې چاپ شوې دي.
په ۱۹۳۹ کال کې کامو د ريواژ یا ساحلونو په نامه یوه نشریه جوړه کړه. له هغه سره ددې نشریې په چلولو کې ادي زیو او روبلس هم شریکان وو. د همدې کال په سپټمبر کې دویمه نړیواله جګړه ونښته، چې آلژه ورځپاڼه له سانسور سره مخ شوه، وروسته د اکټوبر په ۲۸مه وتړل شو او په ځای یې لوسوار ريپابلیکن پیل شوه. دا نو په الجزیره ښار کې په لوړ تېراژ چاپېده. ددې نشریې چاپ هم په خپل وار په ۱۹۴۰ کال کې ودرېد. وروسته له هغه کامو هڅه وکړه، چې پوځ ته ننوځي او د جګړو لیکو ته ولاړ شي. خو هغه له دې امله دغه کار و نه شوی کړی، چې له یوې خوا یې وجود کمزوری و او له بلې خوا په سل ناروغۍ اخته و.
کامو په ۱۹۳۴ کال کې له سیمون هیه سره واده کړی دی. هغه یوه شتمنه، ښکلې خو په مورفینو روږدې پېغله وه. وروسته دوی دواړه د خیانت او ځینو ترخو پېښو له امله سره بېل شول. دا بېلتون د روح مرګ په نامه اثر کې په غیر مستقیمه توګه بیان شوی دی.
کامو په ۱۹۴۰ کال کې دویم واده وکړ. د مېرمنې نوم یې فرانسین فور و، چې هغه د پيانو یوه ښه غږونکې او ریاضيپوهه وه. کامو په فرانسین فو مین و، خو هېڅ کله یې په قانوني توګه خپل واده ثبت نه کړ. هغه به ویل همداسې دې دا د مینې تار غځېږي او په رسمي توګه دا اړیکه نه ثبتوم. ان تر دې چې د کاترین او ژان غبرګونو له زږېدو وروسته یې هم قانوني ثبت ته مخه نه کړ. دا دواړه غبرګوني زامن یې په ۱۹۴۵م کال کې وشول. په ۱۹۴۴ کال کې یې له ماریا کاسارس سره په څو ډرامو کې رول ولوباوه او بیا یې د څه مودې لپاره پر هغه زړه بایللی و.
مخکې مو وویل، چې د دویمې نړیوالې جګړې په را رسېدو سره کامو غوښتل په خپله خوښه په پوځ کې خدمت وکړي. خو جسمي کمزورۍ او نري رنځ ناروغۍ له امله په دې کار بریالی نه شو. هغه په دې وخت کې د جمهوري عصر د ورځپانې مسوول مدیر و. د ۱۹۴۰ کال د پېښو له امله چې کله په ورځپاڼه کې سانسور رامنځ ته شو، نو هغه یې وتړله. د همدې کار په مارچ کې د الجزایر د پوځ مشر کامو د ملي امنیت لپاره تهدید وباله. د پوځ مشر له کامو وغوښتل چې له دې ځایه ووځي. په دې موده کې کامو پاریس ته ولاړ.
هغه هلته د پاریس عصر په نامه ورځپاڼه کې پيل کړ. وروسته یې له نازي پوځ د لرې کېدو په خاطر د ورځپاڼې له نورو کارکوونکو سره په ګډه لومړی کلرمون فران ته کډه وکړه او بیا له هغه ځای بوردو ښار ته ولاړل. په ۱۹۴۲ کال کې کامو بیګانه ناول ولیکه. همدا راز یې د سیزف په نامه د خپلو فلسفي مقالو ټولګه خپره کړه.د کالیګولا ننداره یې په ۱۹۴۳ کال کې چاپ کړه. نوموړي دغه ننداره د ۵۰ مې لسیزې تر پایه څو څو ځله اېډيټ کړه او بدلونونه یې پکې راوستل. په ۱۹۴۳ کال کې کامو یو بل کتاب په پټه چاپ کړ، چې یوه الماني ملګري ته لیکونه نومېده.
آلبرتو یو وخت نظامي فعالیتونو ته رادانګي. د ۱۹۴۱ کال په ډسمبر کې په خپلو سترګو ویني چې ګابریل پری اعدامېږي. د هغه اعدام ته ولاړ وي. دغه پېښه ددې سبب کېږي چې د المان ضد احساسات یې را وپارېږي. هغه په ۱۹۴۲ کال کې په فرانسه کې د مقاومت په یوه جګړه نومې ډله کې فعالیت پيلوي. په ۱۹۴۳ کال کې په همدغه جنګ ډله کې د ورځپاڼې د لیکلو یوه ډله جوړوي. په دې ډله کې دی له ژان پل سارتر سره پېژندګلوي پیدا کوي. دوی په پټه دا فعالیتونه کول. یو ځل کامو له ځان سره د ورځپاڼې سرلیکنه لېږدوله، چې ونیول شو. پولیسو له هغه ډېرې پوښتنې او پلټنې وکړې.
د طاعون ناول یې هم په ۱۹۴۷ کال کې چاپ شوی دی. هغه په خپل وخت کې په فرانسه کې تر ټولو ډېر پلورل شوی ناول و. په ۱۹۴۷ کال کې بیا له جګړې ورځپاڼې ووت او د عادلانو په نامه ننداره یې ولیکله. هغه یې په ۱۹۴۹ کال کې خپره کړه. په ۱۹۵۱ کال کې یې خپل فلسفي اثر طاغي انسان هم چاپ کړ.
په ۱۹۵۲ کال کې د سارتر او کامو تر منځ د ځینو مسایلو پر سر اختلافونه رامنځ ته شول. سارتر په هغه مجله کې په کامو پسې د مقالو لیکل پیل کړل، چې دی یې مسوول مدیر و. کامو په تن ښکلی و، د ښځو ډېر خوښېده، هر ځای یې قدر درلود او دې مسئلې د سارتر رخه پارولې وه. نو له همدې امله یې چې څه په وس پوره و، د کامو په مقابل کې وکړل. سارتر وروسته ولیکل چې د کامو په حق کې یې بې انصافي کړې ده. سارتر د کامو تر مرګ وروسته پر خپله تېروتنه اقرار وکړ، خو هغه وخت یې نو ګټه نه لرله.
د ۱۹۵۴ کال په لومړیو وختونو کې د ازادي بښونکي غورځنګ له لوري په الجزایر کې بمي بریدونه وشول. هلته ځينو کړیو غوښتل چې الجزایر باید مستقل هېواد شي او غوښتل یې فرانسوي الاصل الجزایریان وشړي. کامو د عمر تر پایله د الجزایر د خپلواکۍ مخالف و. په همدې لړ کې په ۱۹۵۵ کال کې کامو په اکسپرس ورځپاڼه کې لیکل پيل کړل. د اتو میاشتو په اوږدو کې یې د ټوټې ټوټې الجزایر په نامه ۳۵ مقالې ولیکلې. کامو غوښتل چې هلته نسبي اتحاد رامنځ ته کړي. هغه خپله وروستۍ مقاله هم په الجزایر کې ولیکله. هغه د مختلفو فرهنګونو له یو ځای کولو یو فدراسیون جوړ کړ، خو د ښکېلو خواوو له مخالفت سره مخ شو.
همدا مسئله وه، چې کامو نو د ادبي اثارو لیکلو ته مخه کړه. هغه د الجزایر اړوند داستانونه ولیکل او خپاره یې کړل. هغه په همدې وخت کې تیاتر ته مخه کړه. هغه ښکلې نندارې ولیکلې او په هغه وخت کې یې ډېر مینه وال پيدا کړل. د سقوط تر نامه لاندې اثر یې په ۱۹۵۶ کال کې ولیکلو.
په ۱۹۵۷ کال کې یې د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله. هغه د ګیوتن په اړه د مفکورو په نامه د مقالو ټولګه لیکلې وه او د اعدام ضد نظریات پکې وو. هغه په نړۍ کې دویم کس و، چې په ځوانه ځوانۍ کې یې د نوبل جایزه ګټلې وه.
نیچه او کامو دواړو، په نړۍ کې د هغه وخت له بې عدالتیو ډک چلند نه خوښاوه. دوی دغه روان حالت غندلو او هغه یې د انساني ژوند لپاره خطرناکه باله. هغه به د انساني ژوند لپاره عدالت غوښت او دغه فکر یې بیا په لیکنو او اثارو کې ښه مطالعه کولی شو.
مخکې مو هم وویل، چې کامو له فوټبال سره بې درېغه مینه لرله. هغه وايي، زه ډېر پوه شوم، توپ له هغه لوري نه راځي چې موږ اټکل کړی دی او دا زما د ژوند لپاره ستر درس دی. په تېره په پاریس کې دا خبر ښه راته ثابته شوه، هېڅوک درسره صادق نه دي، دغې مسئلې ډېر په درد راته خوړلي دي. هغه فوټبال لوبه کوله او په ډېر کم وخت کې ښه مشهور شو، خو د نري رنځ یا سل ناروغۍ پرې نه ښود، چې تر دې په زیات په فوټبال کې مخ ته ولاړ شي. هغه تر ۱۷ کلنۍ وروسته فوټبال و نه شوی کړی، خو د عمر تر پایه یې له فوټبال سره مینه او د په میدانونو کې به د لوبو نندارې ته ناست و.
کامو د ۱۹۶۰ کال د جینورۍ په څلورم مازیګر مهال په یوه ترافیکې پېښه کې په ویل بلویل ښار کې سا ورکړه. د هغه په جېب کې د رېل یو نه کارول شوی ټکټ پیدا شو. وروسته معلومه شوه، چې هغه غوښتل په رېل کې سفر وکړي، خو خپل یوه ملګري یې هغه ته موټر ورکړ او همدې موټر دده ژوند واخیست. په دې پېښه کې موټر چلوونکی او میشل ګالیمار د کامو د آثارو ناشر هم سا ورکړه. ځينې بیا دا هم وايي، چې کې جي بې یا د پخواني شوروي استخباراتي ادارې د هغه په موټر کې کوم شی ځای پر ځای کړي و او داسې شک کېږي چې همدې ادارې وژلی وي، خو د مرګ په اړه یې لا هم دغه شکونه شته دي.
هغه تر مرګ مخکې د لومړي سړي په نامه پر یوه ناول کار کاوه. له مرګ سره یې دغه ناول هم نیمګړی پاتې شو. ده ویلي وو، ما ټولې دندې پرې اېښې دي هېڅ کار نه کوم، دا کال یا ۱۹۶۰ کال به زما د ناول کال وي. خو دا آرمان یې پوره نه شو.
د هغه تر مرګ وروسته یې مېرمنې او دوو غبرګونو زامنو د هغ د آثارو خپراوي او چاپ ته ملا وتړله. د هغه دوه اثاره یې خپاره کړل، له هغې یو هم خوشاله مرګ و. وروسته یې لومړی سړی ناول هم خپور کړ چې به ادبي غونډو کې یې خاص مینه وال پیدا کړل. دا کتاب په ۱۹۹۵ کال کې خپور شو. په دې کتاب کې لیکوال تر ډېره د خپل ماشومتوب ژوند را اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو