د کیسو په اړه د اډګار الن پو خبره

2022-05-14
لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې پلار وایي وجه یې دا ده چې په لومړي ځل یې دغه ژانر تعریف کړ او اصول یې ورته وټاکل. لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې

لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې پلار وایي وجه یې دا ده چې په لومړي ځل یې دغه ژانر تعریف کړ او اصول یې ورته وټاکل. لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې پلار […]

لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې پلار وایي وجه یې دا ده چې په لومړي ځل یې دغه ژانر تعریف کړ او اصول یې ورته وټاکل.

لنډې کیسې تر اډګار الن پو دمخه هم لیکل شوې دي. ده ته چې د لنډې کیسې پلار وایي وجه یې دا ده چې په لومړي ځل یې دغه ژانر تعریف کړ او اصول یې ورته وټاکل.

دی په دې ټکي ډېر زور اچوي چې لنډه کیسه باید په لوستونکي واحد اغېز واچوي. مثلا که لیکوال غواړي، د لوستونکي په زړه کې د مرګ وېره واچوي، بیا نو په کار نه ده چې هغه ته مثلا د طبیعت له ښکلا سره د مینې احساس هم ورکړي. د اډګار الن پو په نظر لیکوال باید د کیسې تر لیکلو دمخه په دې پوه وي، چې په لوستونکي باندې څه ډول عاطفي اثرغورځوي. لیکوال به د همدې انتخاب په رڼا کې د کیسې ټول جزئیات انتخابوي او د کیسې په پلاټ، سبک او نورو عناصرو کې به داسې څه نه پرېږدي چې د دغه واحد تاثیر د غورځولو لپاره پکار نه راځي.

د پو په اند، د واحد تاثیر د غورځولو لپاره په کار ده چې کیسه په نیم ساعت، یا یوه ساعت یا دوو کې ولوستل شي، ځکه کیسه که تر دې اوږدېږي، د واحد اغېز د ساتلو امکان یې کمیږي.

د پو بله خبره دا ده چې د واحد تاثیر لپاره دې د کیسې مکان یو وي. د ده مطلب دا نه دی چې ټوله کیسه دې مثلا په یوه کوټه کې پېښه شي، خو منظور یې دا دی، چې که پېښې له یوه مکانه وځي هم، ډېرې دې نه سره لرې کېږي او یو مرکزي ځای دې په کې وي.

د واحد تاثر د ښندلو لپاره د پو بله خبره دا ده چې د کیسې پېښې دې سره تړلې وي. داسې پېښې او جزئیات دې په کې نه وي چې په ایستلو یې کیسه نیمګړې نه شي او داسې دې هم نه وي چې د کیسې د پوره کېدو لپاره دې نورو خبرو ته ضرورت لیدل کېږي.

الن پو په خپل ژوند کې ډېر ګډوډ او غیرمنظم و، خو کیسې یې برعکس د واحد اغېز د تیوري په وجه، له فوق العاده نظمه برخمنې دي. د ده په کیسو کې نظم دومره ډېر دی چې ځینو کسانو د تخییل په بې ځایه محدودولو او د واقعي ژوند په ځای د بیخي مصنوعي ژوند په وړاندې کولو تورن کړی دی.

د لنډې کیسې یو بل لوی لیکوال چیخوف، د پو برعکس مظبوط پلاټ ته هغومره وفاداره نه و لکه د واقعي ژوند بیان ته چې و.

په پښتو کې د پو د کیسو خورې ورې ترجمې شوې دي. ما یو وخت د محمد نسیم ستانکزي ژباړې په خوند لوستې وې. د پو د نورو کیسو د ژباړې په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو