د وېرې غږ

محمد مصطفی سمون‎
2022-05-14
موږ د هېر شوي غږ په تمه یو، چې خپل ذهني چاپېریال ته بدلون ورکړو. د دې انګېزې راپورته کېدنه له کومه

موږ د هېر شوي غږ په تمه یو، چې خپل ذهني چاپېریال ته بدلون ورکړو. د دې انګېزې راپورته کېدنه له کومه کېږي؟ دا وېره د انسان له درونه او پېښو سره برخورد دی، چې په لاشعوري توګه د فرد څخه ترسره کېږي. د وېرې غږ زموږ په لاشعور کې د ټولنې له اغیزې راغلی غږ دی، چې زموږ دروني او بیروني اړخونه ترې متاثره دي.

انسان په کلي توګه د هرې پېښې سره د خپل لیدلوري په رڼا کې برخورد کوي، چې دې برخې هم د افرادو ترمنځ د وېرې او ناندریو غږ پورته کړی. زه په موږ کې او موږ په ټولنه کې د وېرې غږ د برملا کولو لپاره لارې څارو.

وېره فردي تنګسیا ده، چې په نا اګاهانه توګه زموږ له رفتار، کردار او ګفتار څخه څرګندیږي. د دې تنګسیا سره مبارزه د ژوند په ټولو اړخونو فکر کول دي؛ ترڅو خپل ځان له دې درېدلي حالته د روانېدو خواته جوړ کړو. د بېلګې په توګه، زه هغه یم چې زما په اړه زه فکر کوم نه هغه چې نور یې کوي.

د بل فرد فکر کول زما په اړه د هغه د زاویې دید دی؛ خو زه چې د ځان په اړه فکر کوم هغه زما د غوښتنو او زما د ژوند د چارو د ترسره کولو لاره ده؛ نو زما خپل لیدلوری د هیلو سره تړلی او د نورو دید زما لپاره د هیلو ترڅنګ د وېرې او ساکن او سکوت غږ ورسره مل ښکاري. انسان په خپل فکري چاپېریال کې د ژوند متفاوت لید لري، چې څنګه د انساني اړیکو د پاللو او یو بل سره د هیلو تار وغځوي. د همدې هنر په درلودلو سره د انسان د ژوند او وېرې له ډېرو اړخونو د یو سالم لیدلوري له لارې مبارزه کوي.

همدا د انساني ژوند اړخونه دي، چې د وېرې له غږ سره مبارزه وکړي او د ژوند هیلې له نویو اړخونو سره وصل کړي. همدا کړنلاره د انساني وېرې له غږ سره د نه وصلېدو ښه تګلاره ده. انسان د وصل له لارې کولی شي انساني حقوق ترلاسه او وپالي،ترڅو د مینې او خواخوږۍ غږ اوچت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو