څنګه کولای شم، یوه بله ژبه زده کړم؟

2022-05-18
په اوس وخت کې ډېری خلک هڅه کوي، چې نوي ژبې زده کړي، ترڅو ډېره پوهه ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د نړېوالو ژبو زده کړې ته ډېره پاملرنه کېږي. مګر ځينې خلک په ډېرو معتبرو او نوموتو تعليمي ځايونو کې د درس ويلو سره ـ سره بیا هم نه توانېږي، چې ژبه زده کړي. د همدې ستونزې د حل لپاره دلته ځينې لارښوونې لوستلای شئ. د هرې ژبې په زده کړه کې دا
د مطالعي وخت : 27 دقیقې

لیکنه ـ ریاض مقامزی
په اوس وخت کې ډېری خلک هڅه کوي، چې نوي ژبې زده کړي، ترڅو ډېره پوهه ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د نړېوالو ژبو زده کړې ته ډېره پاملرنه کېږي. مګر ځينې خلک په ډېرو معتبرو او نوموتو تعليمي ځايونو کې د درس ويلو سره ـ سره بیا هم نه توانېږي، چې ژبه زده کړي. د همدې ستونزې د حل لپاره دلته ځينې لارښوونې لوستلای شئ. د هرې ژبې په زده کړه کې دا لارښوونې په کارېږي.

لومړی ـ د زده کړې دلیل معلوم کړئ!
ځينې خلک د رواج په شکل د بلې ژبې زده کړې ته مخه کوي. یعنې کله چې وګوري، په تره زامنو، کلي او یا بل ځای کې نور خلک د ژبو په زده کړه بوخت دي، نو دوی هم د رقابت او سیالۍ له مخې د ژبې زده کړې ته مخه کړي. دا کار هېڅ مناسب نه دی.
د ژبې د زده کړې لپاره باید داسې یو دلیل ولرئ، چې تاسو وهڅوي او هېڅکله ترې لاس وانخلئ. مثلا، بله ژبه ددې لپاره زده کوئ، چې بل هېواد ته د زده کړو لپاره لاړ شئ. دا اوس یو بهترین دلیل کېدای شي، چې تاسو وهڅوي او ژبه زده کړئ. د ژبې زده کړه په رواجي شکل ډېره سخته ده. باید یو دلیل او مشخص هدف ولرئ!

دویم ـ ملګري پيدا کړئ!
تاسو د ژبې د زده کړې لپاره باید داسې ملګری ولرئ، چې پر هغې ژبې برلاسی وي، کوم چې تاسو یې زده کول غواړئ، یا حد اقل له تاسو ډېر پوه اوسي. په دې کار سره تاسو کولای شئ د نوموړي له تجربو ګټه واخلئ او یا هم ورسره وغږېږئ. که تاسو په غږېدا کې کومه غلطي کوئ او مقابل کس یې درته شرحه کړي نو دا مو هېڅلکه له یاد نه وځي.

درېيم ـ له ځان سره وغږېږئ
له ځان سره غږېدل په ارواپوهنه کې یو ډول ناروغي بلل کېږي، خو په یاد ولرئ، چې د ژبې په زده کړه کې له ځان سره غږېدل رواني ستونزه نه ده. بلکې دا د ژبې د زده کړې یوه غوره لاره ده.
ممکن تاسو ته پوښتنه پيدا شوې وي، چې د خبرو لپاره مو پورته د یو ملګري درلودل اړين بللي او دلته وایو، چې باید له ځان سره وغږېږو. خو دا مه هېروئ چې دواړه ځانته ګټې لري. له ځان سره په غږېدا کې تاسو پر ځان باور پيدا کوئ، همدارنګه کم جرئتي مو له منځه ځي.

څلورم ـ د کوچنیانو په څېر اوسئ!
موږ نه وایو، تاسو دې لوښي مات کړئ یا دې د ماشومانو په څېر حرکات وکړئ. موخه دا ده، چې د ژبې په زده کړه کې د ماشومانو تګلاره وکاروئ. که مو فکر کړی وي، ماشومان لنډې ـ لنډې خبرې کوي، مشران ترې خوند اخلي او خاندي. خو ماشوم هېڅکله دا خندا جدي نه ګڼي. بلکې لا نور غږېږي. تاسو هم باید همداسې اوسئ. ډاډه وغږېږئ، که غلطېږئ دا کوم عیب نه دی، بلکې د زده کړې لاره جوړوي.

پنځم ـ غوږ ونیسئ!
کله چې کومه ژبه زده کوئ، نو د ژبې ويونکو ته غوږ شئ. دا کار ډېرې ښې پایلي لري. تاسو پرته له دې چې کورس ته لاړ شئ، نوي لغات او د لغات کارول زده کوئ. هڅه وکړئ ښه اورېدونکي اوسي. تاسو چې څومره په ځيرتیا غوږ نیسئ هومره ژر ژبه زده کولای شئ.

شپږم ـ فیلمونه وګورئ
که تاسو هره ژبه زده کوئ، د هماغې ژبې اړوند د فیلمونو کتل له تاسو سره ډېره مرسته کولای شي. د فیلمونو یوه ګټه دا ده، چې تفریحي بڼه لري او د ستړیا احساس به نه کوئ.
همدارنګه په فیلمونو کې د ژبې د اصلي ويونکو په څېر خبرې کېږي. د کورس او بل ځای ژبه زده کول لکه د فیلم هومره ګتور نه وي.

اووم ـ ګرامر ته ډېر مه وارخطا کېږئ!
ځينې خلک ددې لپاره چې ګرامري غلطي و نه کړي، خبرې نه کوي او خپله ډېره توجه ګرامر ته کوي. خو دا هېروي چې خپله مورنۍ ژبه یې هېڅلکه د ګرامر له ویلو نه ده پیل کړې، بلکې لومړی یې پرې خبرې کړي دي. آیا تاسو د پښتو په ګرامر پوهېږئ؟ د ډېرو ځواب به نا وي. مګر ژبه به یې زده وي. کله چې ژبه زده کوئ، ډېر اړین ګرامري مسایل وګورئ او نور ډېرو پسې یې سر مه خوږوئ. هغه وروسته پخپله زده کوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو