وروستی دیدن | ګل رحمن رحماني
وروستی دیدن
ګل رحمن رحماني
ژمی و، هوا تر نورو ورځو ډېره سړه وه، له سهار راهیسې واوره ورېده، ناروغه مور مې تازه له کابل څخه وردګو ته تللې وه، مشر ورور مې ویل چې هلته د بخاریو لوګي ډېر دي، هوا ککړه او سړه ده،«وطن» ته یې بیایم، نفس تنګۍ ته د څه وخت لپاره دا ځای ښه نه دی.
لس بجې مې زنګ ورته وکړ، مور مې د پخوا په څېر خوږې او پوښتونکې خبرې نه کولې، یوازې زما د پوښتنو ځواب یې په زحمت یې راکاوه، بیا بیا یې ویل: «اندېښنه مه کوه، ښه یم»، خو زه پوهېدم چې ښه نه ده. د کار، کور او دندې په اړه یې راته وویل، دا یې هم راته یاده کړه «شفاخانه کې مې زیات تکلیف کړې، خدای دې دا زما مریضي ورکه کړي» ما ویل نه، تکلیف نه دی، ستا په خدمت خو ثواب ګټم.
درمل دې څومره پاتې دي؟ کله یې در ولېږم.
په مات غږ یې وویل: نور بس دي، مه یې را لېږه، همدا خورم!
ولې؟
ورک یې کړه، تاثیر نه کوم
له واورې سره ښه یې؟
ښه یم، خو داسې ده لکه دا پورې دوشاخ غر دې چې زما په سینه را اېښی و، زړه مې غواړي له کوره ووځم او په واورو کې یې تر سره ور وخېژم، چې لږ نفس مې ازاد شي.
ما وخندل او ومې ویل:
خیر دی چې هواوې ښې شي، واوره نه و، زه هم درسره غرونو ته خېژم، هلته به جوړه وګرځو…
غږ یې غلی شو او ورو یې وویل:
پسرلي ته ډېر وخت پاتې دی، خدای خبر چې تر هغو به پاتې شم کنه؟
زړه مې سخت درد وکړ، د هغې خبرې مخه ښه ته ورته وې، د یوه داسې چا لپاره چې له پلاره په ۱۱ میاشتني عمر پاتې او د یوې مهربانه مور په لمن کې را لوی شوی وي، دا سخته خبره وه، زړه مې له درده ډک شو، د هغې حالت هم د ډېرو خبرو لپاره ښه نه و، ماشومان ورېرېرونه مې ورباندې را غونډو و، شور و، موبایل کې مو مخه ښه وکړه، خو کاش چې پوهېدی، نن دا مو وروستی خبرې او دا په دې دنیا کې د هغې د ژوند وروستۍ ورځ ده، زړه مې لوېدلی و، د هغې د خبرو ډول مخه ښې ته ورته و.
ماسپښین مهال ناوخته لږ لمر راوخوت، له وزارت نه کور ته راغلم، کمپیوټر مې روښانه کړ، موبایل ته مې زنګ راغی، خوریی مې و، غږ یې ټيټ او دردمن و، پنځوس سلنه پوهېدم چې څه خبره شوې، خو دده دې هم کور ودان وي، ویل یې رضا د خدای ده، «به بۍ» نن غرمه موږ یوازې پرېښودو، سخته واوره اوري او اټکل دی چې سبا به ټولې لارې بندې وي، کلیوال او ماما دوی دې وايي چې تر نن مازدیګره به د جنازې او تدفین کارونه خلاص کړو، سبا ته ټولې لارې له واورې بندېږي، مشره خور دې هم کابل کې ده، ټول حرکت را وکړئ.
موبایل بند شو، په سر مې تیاره شوه، یوه چیغه مې وکړه، ټول را غونډ شول، د کابل خپلوانو ته په ژړغوني زنګ خبر ورکړ، روان شوو، د ولایت مرکز میدان ښار ته ورسېدو، هلته تازه د ځانګړو ځواکونو پر ودانۍ د هاموي ټانک په مرسته درنه چاودنه شوې وه، دوه پوړیزه ودانۍ یې پر بېخ ناسته وه او نږدې ټول سرتېري یې وژل شوي وو، دوی تازه له کابله هلته استول شوي وو، زموږ ولسوالۍ او نورو سیمو ته د پوځي عملیاتو تیاري نیوله، خو لا یې دمه نه وه کړې چې خپله ودانۍ ورته په قبر واوښته، مرکز کې تر ترافیکو پورې ټولو بد چلند کاوه، واوره هم په درز کې اورېده، سرتېري غوسه وو او د کابل – کندهار لاره یې له غوسې تړلې وه، ورښکته شوم، زارۍ مو وکړې، خو زموږ اوښکو او درد ته چا کتل.
قضا مازدیګر یې اجازه راکړه، چې په سختو واورو کې حرکت وکړو، ماښام مهال کلي ته ورسېدو، کور ته د تګ پر ځای د سړک څنګ ته هدیرې ته کوز شوم، ټوله هدیره په سپینو واورو پوښل شوې او وېروونکې وه، د هدیرې له څنډې خلک خلک روان وو، زما په مور یې خاورې اړولې وې، نږدې خپلوان لا هم له قبر سره د وروستۍ دعا لپاره ناست و، مشر ورور مې زما په لیدو را څنګ ته شو، په ژړا یې غاړه راکړه، د بښنې یې راته وویل چې جنازه مو درته تم نه شوه کړلی، واوره زیاته وه او خلکو ته په سړو او واورو کې عذاب و.
هېڅ مې ورته ونه ویل، د قبر سرته یې کېناستم، د یوې شېبې لپاره مې داسې وکړه چې ټوله فضا د څرخ په څېر راباندې له تېرو چړو سره تاوېږي او لاندې مې ذهن لحد ته ښکته و، خاورې او د خپلې مور سپین وېښتان په ذهن کې ګرځېدل چې اوس په په خاورو خپاره وي، یوه کلیوال ملګري راپورته کړم، له کالیو او اوږو مې یې خاورې او واورې وشیندلې.
دعا به ورته کوو وروره! د ټولو همدا لار ده، ځو چې ټول تاته انتظار دي، نور وچ کلک شوی و، زموږ وروستی دیدن ونه شو، له اوږې یې ونیولم او په لوېشت واوره کې د کلي خواته روان شوو، د خپلو خورینو مهمانخانې ته لاړم، اوس موږ د مړي کور و، د غم خاوندان وو او تر درېیو شپو ورځو مو حق نه درلود چې خپل کور کې ډوډۍ وخورو، زړه مې غوښتل ماسخوتن په تیاره کې بیا تر هدیرې لاړ شم، د مور په قبر باندې کوکې ووهم، خو د غره په سر د سرتېرو پوستې لایرزونه اچول او د شپې ګرځېدونکو ته یې د مرګ ګواښ کړی و او رښتیا هم د پوستې وحشي صفته سرتېرو ته په دې شپو ورځو کې د ډېرو بې ګناه خلکو قتل ورپه غاړه و، بس یوازې مې له دروازې د هدیري خواته کتل او بیا به بېرته کلا ته ننوتم.
مور د نړۍ تر ټولو ستر نعمت دی، درناوی یې وکړی، هره شېبه داسې فرض کړئ چې همدا مو د مور سره وروستۍ ورځ ده، مینه او درناوی ورکړی، بل هېڅوک د مور بدیل نه شي کېدلی، د زړه تشېدو او سکون لپاره د هغوی تر لاس او ډاډ پرته بل هېڅ انسان دا کیفیت نه لري. که مې کرښو دردولي وی، بښنه غواړم، خو د مور ورځې مې دا کرښې بیا بیا په ذهن کې راباندې ولیکلې او تاسې ته مې د خپلو مورګانو د لا درناوي په پار وړاندې کړې.
ځواب دلته پرېږدئ