د يوازېتوب سل کاله | دوکتور اجمل ښکلی

2024-01-10
سل کاله یوازیتوب که د یوازیتوب سل

ځينې ملګري پوښتنه کوي، چې د مارکېز د اثر”one hundred years of Solitude” نوم په پښتو کې د “سل کلن يوازېتوب” سم دی، که “د يوازېتوب سل کاله”؟

که د انګليسي بڼې ته يې وګورو، “د يوازېتوب سل کاله” سم دی؛ خو راځئ، چې د ژبني سيستم له مخې پرې خبري وکړو.

“سل کلن يوازېتوب” په پښتو کې يو نوميز ترکيب دی، چې “سل کلن” پکې ستاينوم او “يوازېتوب” پکې ستايلی دی. په
“سل کلن يوازېتوب” که د پروفايلسازۍ له زاويې وګورو، “يوازېتوب” پکې پروفايل دی او له همدې امله تمرکز پر همدې توک  دی، چې “سل کلن” د خوځند”ټريجکټر” د يوازېتوب” په ځاينښه”لينډمارک” کې راڅرګندېږي. پر دې بنسټ “يوازېتوب” تر “سل کلن” جوت دی او مخاطب هم لومړی يوازېتوب ويني.

په دې ترکيب کې چې “يوازېتوب” زړی(هسته) ده، د يوه داسې توک په مټ توصيف شوی، چې حدود يې جوت دي. په بله وينا، “سل کلن يوازېتوب” د ډبرې، مېز، پيالې غوندې راټول مفهوم دی، ځکه په اصل کې يوه مرکبه کلمه ده، چي د بهير پر ځای يوه څيز نوموي او هغه سل کلن يوازېتوب دی.

خو “د يوازېتوب سل کاله” يو نوميز اضافي عبارت دی، چې مخه يې خلاصه ده. په دې عبارت کې پروفايل “سل کاله” دی، ځکه چې په اضافي عبارتونو کې که خج پر مضاف وي، تمرکز هم پر مضاف وي؛ نو که خج په دويم توک راشي، تر لومړي توک جوتېږي او د پاسني پر خلاف ” سل کاله” د خوځند دنده لري، چې د “يوازېتوب” په مفهومي ساحه يا لينډمار کې يوه برخه نيسي. مطلب، موږ پر دې بنسټ د “د يوازېتوب شل يا زر يا…” کلونه هم ويلی شو.

پر دې بنسټ د “يوازېتوب” ساحه پراخه ده، چې سلو کلو يې يوازې يوه برخه نيولې ده. دا ښيي، چې “د يوازېتوب سل کاله” د “سل کلن يوازېتوب” پر خلاف پرانيستی مفهوم دی او څرنګه چې تمرکز پر “سل کاله” دی؛ نو استمرار ښيي.

د ليکوال موخه چې د سل کلو د سختيو استمرار دی، هم په دې دويم مفهوم کې رابرسېره کېږي. په پښتو کې په نورو ځايونو کې هم د مانا له پلوه دې دواړو مفاهيمو ته پام کېږي: مثلا يو سړی وايي:

زه پنځوس کلن شوم؛ خودا پنځوس کاله مې په خوارۍ مزدورۍ تېر کړل.

په لومړۍ فقره کې ويناوال خپل پنځوس کاله په يوه غوټه کې تړلي او مخاطب ته يې وړاندې کړي؛ خو په دويمه فقره کې يې بېرته پنځوس کاله خپاره کړي او د “تېر کړل” په مټ يې ترې بهير جوړ کړی دی.

 کله کله په ظاهره هممانا ښکارېدونکي جوړښتونه په اصل کې مهم ادراکي او مانيز توپيرونه لري. که ورته متوجه نشو، د ليکوال موخه او پيغام ته زيان رسولی شو.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو