جې. کې. رولینګ او لیکوالي | عبدالحق سلامزوی

2023-11-15
د رولېنګ ژوند او اثارو ته کتنه

جوآن رولېنگ (په انګرېزي: Joanne Rowling؛ زوکړه ۱۹۶۵ جولای ۳۱) په جې. کې. رولېنگ (J. K. Rowling) ،نومېدلې برتانوۍ ليکواله، فېلم جوړوونکې او سنارويو لېکونکې ده. ستر شهرت يې د هري پاټر په نامه فنتازي ټولګې په ليکلو پيدا کړ چې تر ۵۰۰ ميليونه زياتې نسخې يې پلورل شوې دي او د تاريخ تر ټولو زيات پلورل شويو کتابونو ټولګه ګڼل شوې ده.

د دې کتابونو پر بنسټ د خوښې وړ فېلم ټولګه جوړه شوې ده او رولېنګ هم د دې ټولګې د وروستنيو برخو جوړوونکې وه. دې د رابرټ ګالبريث په مستعار نامه څو جنايي فېلمونه ليکلي دي.

په ۲۰۰۷ کال کې د رولېنګ د شتمنۍ کچه د سَنډې ټایمز د شتمنو په لړۍ کې ۴۵۴ ميليونه پونډه (۱.۰۷ ميليارد ډالره) اټکل شوې او د انګرېزو شتمنو ښځو په لړۍ کې رولېنګ په ۱۳ ځای کې وه. همدارنګه په همدې کال کې ټایم مجلې تر ولادیمیر پوتین وروسته د کال دويمه اغېزناکه څېره انتخاب کړه.  فوربز مجلې رولېنګ د ۲۰۰۷ کال د يادو شخصيتونو په اته څلوېښتم ځای کې معرفي کړه. د دې اوس ډېر انساندوستانه او د خيرښېګڼې فعاليتونه پر غاړه دي او ملاتړ يې کوي.

په ۲۰۱۴ کال د ښځو د کيسه‌ييزو ادبياتو جايزې شل ليکوالې چې پر لوستونکو يې زياته اغېزه کړې وي، غوره کولې، په دې لړليک کې رولېنګ په هارپر لي، مرگاريت اټووډ او شارلوت برونټې پسې په څلورم مقام کې راغله.

نوم

که څه هم دا په خپل هنري نوم جې. کې، رولېنګ خپل کتابونه لاسليکوي خو منځنی نوم يې نه و. د هري پاټر لومړنی کتاب يې چې وليکه، د جوآن رولېنګ په نامه يې لاسليک کړ. د بلومزبېري خپرندويې ټولنې د هري پاټر تر خپراوي مخکې ګڼله چې د کتاب لوستونکي زلمکيان دي، نو که يې ليکواله ښځه وي، وابه يې نخلي؛ په همدې خاطر رولېنګ وړانديز وکړ چې د دې د رښتيني نامه پر ځای دې، کتاب په دوو لنډو شويو کلمو لاسليک کړي. څرنګه چې دې منځنی نوم نه لاره، د ک توری يې د کاتلين د نامه پر ځای د دويم توري په توګه غوره کړ. دا نوم يې د پلارنۍ انا و. رولېنګ تر واده وروسته کله کله د جوآن ماري نوم کاروي. دا د جوآن نامه په اړه وايي چې په پېغلتوب کې هېچا د «جوآن» په نامه نه بلله، يوازې هغوی به په دې نامه بلله چې دې به موچ وررسولی و؛ کني ټولو به «جو» بلله.

زده‌کړې

رولېنگ په ۱۹۶۵ کال د  ګلاسترشر په یاتې ښار کې د انگلستان برېسټول ته نيژدې و زويېده. د انګلستان په  آکسټر پوهنتون  کې يې د فرانسوي ادبياتو زده‌کړه پيل کړه. رولېنگ په ۱۹۹۰  کال کې چې اورګاډي ته ولاړه وه او اورګاډی ناوخته شو، ذهن ته يې د هري پاټر او د کوډو ښوونځی نظريه ورغله او درې کاله وروسته، چې له خپل پورتګالي ورځپاڼه ليکوال مېړه بېله وه او د ناښاد واده پايله لور يې جېسيکا ورسره اوسېده، د کيسې ليکل پيل کړل.

واده او بېلتون

په گارډین ورځپاڼه کې چاپ ليکنه کې راځي چې رولېنګ د پورتګال پورتو ته ولاړه چې د بهرنۍ ژبې په توګه انگریزي ژبه تدريس کړي. يوه ورځ د چایکووسکي کنسرت ته ورغلې وه، په سبا يې ليکل پيل کړل. په پورتو کې يې د ۱۹۹۲ د اکتوبر تر ۱۶مې پورې اته‌لس کاله تېر کړل او بيا يې د ژورګه آرانتس په نامه پورتګالي ورځپاڼه ليکوال سره واده وکړ، تر يوه کال لږ موده کې يې د جېسيکا په نوم لور وشوه. رولېنګ له دې مخکې چې مېندواره وه خپلسری سقط يې شوی و او بيا د ۱۹۹۳ د نومبر په ۱۷مه له پورتګالي مېړه بېله شوه. ځينې ژوندليکوال وايي چې د دې بېلتون لامل يې د مېړه تاوتريخجن چلن و چې ترې ځورېده؛ خو د دې ادعا سموالی پوره جوت شوی نه دی.

له دې بېلتونه څه موده وروسته له خپلې وړې لور سره د سکاټلنډ اېډنبرګ ته کډه شوه. چې زده‌کړې يې پايته ورسېدې، اووه کاله وروسته ځان ورته په رښتيا مات ښکارېده. لور يې اووه کلنه وه، په واده کې ناکامه وه او کار يې هم نه لاره؛ نو ټول فکر يې پر ليکوالۍ راتم کړ. څه موده د افسردګۍ په روغځي کې د افسردګۍ او د ځانوژنې په ناکامه هڅه بستر وه. د هري پاټر د کيسو په ټولګه کې د لېونی کوونکی په نامه موجود مخلوق د رولېنګ د ژوند له همدې پړاوه اخيستل شوی.

بشر دوستانه فعالیتونه

رولېنګ د «جېنجر بېرېډ» خيريه ټولنې مشره ده. دا ټولنه په ۱۹۱۸ کې جوړه شوه او موخه يې د يوسرپرسته کورنيو په تېره هغو ميندو ملاتړ دی چې له واده پرته يې بچيان زوکړي دي. په ۲۰۰۵ ز کې رولېنګ د لوموس په نامه خيريه انجمن جوړ کړ چې د هغو زيانمنو ماشومانو د روغتيا، زده‌کړو او ټولنيز هوساينې کچه لوړه کړي چې  جنسي او جسمي ځورېدلي دي يا بېوزله  او معلول دي. خپرې شوې شمېرې وايي چې تر ۲۰۱۶ کال پورې دې خيريه بنسټ د نيژدې پينځه دېرش زره ماشومانو لاس نيولی دی چې ډېر ماشومان په ختيزو اروپايي او افريقايي هېوادونو کې اوسېږي.

جايزې او وياړونه

  • ۱۹۹۷: د سمارټېس بوک نسل ادبي جايزه: د سروزورو نښان هري پاټر او د کوډو کاڼي په خاطر
  • ۱۹۹۸: د سمارټېس بوک نسل ادبي جايزه: د سروزورو نښان هري پاټر او د رازونو کوټه په خاطر
  • ۱۹۹۸: د برتانيې د کال د ماشوم کتاب جايزه: هري پاټر او د کوډو کاڼی په خاطر
  • ۱۹۹۹: د سمارټېس بوک نسل ادبي جايزه: د سروزورو نښان هري پاټر او د آزکابان بندي په خاطر
  • ۱۹۹۹: د برتانيې د کال د ماشوم کتاب جایزه: هري پاټر او د آزکابان بندي په خاطر
  • ۱۹۹۹: کاسټا بوک ادبي جايزه (د ماشوم څانګه): هري پاټر او د آزکابان بندي په خاطر
  • ۲۰۰۰: د برتانيې د کال کتاب جايزه: د برتانيې د کال ليکواله
  • ۲۰۰۰: د برتانیې د امپراتورۍ رتبه
  • ۲۰۰۰: لوکس جایزههري پاټر او د آزکابان بندي په خاطر
  • ۲۰۰۱: هوگو تر ټولو غوره ناول جايزه: هري پاټر او داور جام په خاطر
  • ۲۰۰۳: د آستوریاس شاهزاده جايزه: د کنکورډ نښان
  • ۲۰۰۳: د برام سټوکر جايزه: هري پاټر او د ققنوس محفل په خاطر
  • ۲۰۰۶: د برتانيې د کال کتاب جايزه: هري پاټر او دوه رګه شاهزاده په خاطر
  • ۲۰۰۷: د پېټر شين نښان جایزه
  • ۲۰۰۸: د برتانيې د کال کتاب جايزه: غوره لاسته‌راوړنې
  • ۲۰۱۰: د هانس کرېسټین انډرسن جايزه
  • ۲۰۱۱: د برتانیې د فېلم اکاډمۍ جايزې: د برتانيې سينما کې فعال ګډون (له ډېوېډ هیمن سره په ګډه)
  • ۲۰۱۲: د لندن ښار د خپلواکۍ نښان، د دې ښار له ښارواله
  • ۲۰۱۷: د برتانيې د سلطني کورنۍ د وياړ جایزه

د ژوندليک فېلم

په ۲۰۱۱ کال بې کلمو کوډې فېلم د دې د ژوندليک د کتاب پر بنسټ جوړ شوی او لایف ټایم شبکې خپور کړی چې په ۲۰۱۳ کال يې په غوره لنډو ډراماتيکو يا تلوېزيوني فېلمونو کې د کاناډا د انځوري هنرونو جايزه وګټله.

کتاب‌پېژندنه

د کمکيانو او زلموټو لپاره

د هري پاټر ټولګه

  • ۱. هري پاټر او د کوډو ګاټی (۱۹۹۷ جون ۲۶)
  • ۲. هري پاټر او د رازونو کوټه (۱۹۹۸جولای ۲)
  • ۳. هري پاټر او د آزکابان بندي (۱۹۹۸ جولای ۸)
  • ۴. هري پاټر او د اور جام (۱۹۹۹ جولای ۸)
  • ۵. هري پاټر او د ققنوس محفل (۲۰۰۳ جون ۲۱)
  • ۶. هري پاټر او  دوه رګه شاهزاده (۲۰۰۵ جولای ۱۶)
  • ۷. هري پاټر او د سپېڅليو مړينه (۲۰۰۷ جولای ۲۱)
  • ۸. هري پاټر او آزاروهلی بچی (۲۰۱۶)

نور آثار

  • هېښوونکي ژوندي‌سري او پنډغالی يې (د هري پاټر ټولګې بشپړاند) (۲۰۰۱ مارچ ۱)
  • کوییدېچ د وخت په بهير کې (د هري پاټر ټولګې بشپړاند) (۲۰۰۱ مارچ ۱)
  • د نکلچي بېدل کيسې (۲۰۰۸ ډېسمبر ۴)
  • هری پاتر او آزاروهلی بچی (د کيسې کلي طرحه) (د جک تورن ليکلې ننداره) (۲۰۱۶ جولای ۳۱)
  • د هاگوارتز نيمګړی او بې‌اعتباره لارښود (۲۰۱۶ سېپټمبر ۶)
  • د په هاگوارتز کې د اتلوليو، خواريو او خطرناکو بوختياو لنډې کيسې (۶ سپتامبر ۲۰۱۶)
  • هېښوونکي ژوندي‌سري او پنډغالی يې (فېلم‌ليک) (۲۰۱۶ مارچ ۱۹)
  • هېښوونکي ژوندي‌سري: د ګرېنډل والډ جنايتونه (فېلم‌ليک)

لنډې کيسې

  • پر هري پاټر سريزه (۲۰۰۸ جولای)
  • د کوییدېچ د نړيوالو سياليو په پايلوبه کې د ډامبلډور د اردو بيا ليدنه(۲۰۱۴ جون)

د لويانو لپاره

  • موقته خلا (۲۰۱۲ سېپټمبر ۲۷)

د کورمورن سټرایک ټولګه

  • د فاختې چغهار (د رابرټ ګالبريث په مستعار نامه) (۲۰۱۳ اپرېل ۱۸)
  • د ورېښمو چينجی (د رابرټ ګالبريث په مستعار نامه) (۲۰۱۴ جون ۱۹)
  • د شیطان پل (د رابرټ ګالبريث په مستعار نامه) (۲۰۱۵ اکتوبر ۲۰)
  • سپين وژونکی (د رابرټ ګالبريث په مستعار نامه) (۲۰۱۸ سېپټمبر ۱۸)
  • د وينو سرخوږی (د رابرټ ګالبريث په مستعار نامه) (۲۰۲۰ سېپټمبر)

فېلم پېژندنه

کالنومنقشيادښتونه
۲۰۱۰هري پاټر او دسپېڅليو مړينه –لومړۍ برخهفېلم جوړوونکېد دې د ناول پر بنسټ، هري پاټر او د سپېڅليو مړينه
۲۰۱۱هري پاټر او دسپېڅليو مړينه – دويمه برخهفېلم جوړوونکېد دې د ناول پر بنسټ، هري پاټر او دسپېڅليو مړينه
۲۰۱۵موقته خلااجرايي جوړونکېتلوېزیوني مېني سريال د دې د ناول پر بنسټ ، موقته خلا
۲۰۱۶هېښوونکي ژوندي‌سري او پنډغالی يېفېلم‌ليک ليکواله او فېلم جوړوونکېد دې د فرعي کتاب هري پاټر پر بنسټ، هېښوونکي ژوندي‌سري او پنډغالی يې
۲۰۱۷سټرایکاجرايي جوړونکېتولیدېږي، د دې د کورمورن سټرایک پر بنسټ تلوېزيوني سريال
۲۰۱۸هېښوونکي ژوندي‌سري: د ګرېنډل‌والډ جنایتونهفېلم‌ليک ليکواله او فېلم جوړوونکې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو