انساني خواخوږي | مصطفی سمون

2023-11-12
انساني

انساني خواخوږي

انسان که په فزیکي او اقتصادي لحاظ څومره کمزوری هم وي؛ خو چې دروني خواخوږي او د احساس مزي یې په خوځښت کې وي؛ نو مخه یې هیڅ بل کار نه شي نیولی او نه یې دروني ارامتیا په بل څیز خوښېدای شي، بلکې له بل سره تر خپلې وسې ښېګڼه کول، هغه که هرڅومره د ده وس وي. انسان تر خپلې وسې پړ دی؛ خو له شتوو امکاناتو د خپلې خواخوږۍ او لورېینې په اندازه ګټه اخیستل هم سړي ته د زړه سکون ورکوي. انسان همداسې دی، چې ځان په ټولنه کې ذوب کړي؛ ترڅو نورو ته د مینې او سکون غېږه ورکړي، داسې احساس خور کړي، چې نور د ځان په رنګ کې وویني. اصلا دا امکان نه لري، چې ټول انسانان یو ډول فکر او یو خوی ولري، مګر ځینې برخې چې هغه ټولنیزه لورېینه، زغم او خورېدنه، انساني ارزښتونو ته درناوی او داسې نورې تګلارې دي، چې په هغه کې د افرادو د انسجام او تحول افکار په تحرک کې ښکېلوي، همدا هم د خیر غوښتنې لارې کېدای شي.
دا چې ټولنې ته وګورو هر انسان په دې ډول له یو بل سره وصل کېږي او ذهني ارامتیا ته لوری ورکوي. ښېګڼې سره یوازې فردي ګټه نه وي، بلکې په ټوله کې ټولنیز او ملي یووالی رامنځته کېدای شي، ښه بېلګه یې په دا څو موده کې د هرات ولایت زلزله چې د هېواد ټولو وګړو خپله تر خپله وسه مادي امکانات برابر کړل او بله بېلګه یې د مهاجرو راتګ دی، چې د هېواد د وګړو ترمنځ یو ملي او ټولنیز احساس پکې په څرګنده توګه لیدل کېږي. هر یوه د خپلې وسې تر کچې ونډه پکې واخیسته. دلته د انساني خواخوږۍ ښیې بېلګې موږ په خپل هېواد کې ولیدلې، چې دا د یو نېک او ښکلي احساس څرګندونه کوي. دا احساس نه په ډېره شتمنۍ کې وي او نه په ډېرو څرګندونو دا د لږو شتو په زړورتیا کې دی، کله چې هرانسان د خواخوږۍ په دایره کې داسې کړنې ترسره کړي. دا احساس له فردي څخه په ټولنیز او ملي احساس اوړي. همدا زړورتیا او انساني خواخوږي په ساده زړه کې معنوي پانګه ده، چې د احساس په تله تلل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو