د ارشاک او اوشاس اساطيري حماسه | محب الله ترابي
لنډيز
د ارشاک او اوشاس منظومه د ملي يووالي، بهادرۍ، خپلواکۍ ګټلو او نورو موضوعاتو د زده کړې ښکلی هنري بيان دی. دا اثر په ۱۳۹۰ل.ل کال د دانش خپرندويي ټولنې له خوا چاپ شوی دی. موږ په دې څېړنه کې د دې منظومې پر حماسي ځانګړنو او سبکي خصوصياتو بحث کړی دی او پر دې سربېره مو د اساطيري توکو سپړنه هم کړې ده. اساطيري حماسې کومې حماسې دي؟ ايا ارشاک او اوشاس منظومه هم يو حماسي اثر دی؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په دې څېړنه کې ځواب شوي دي. دې پوښتنو ته مو د کتابتوني ډول او تشريحي مېتود پر مټ ځواب موندلی دی.
کليدي ټکي: اساطيري حماسه، ځانګړنې، سبکي خصوصيات، اساطيري توکي.
سريزه
په حماسي اثارو کې عموما د يو ملت، قوم يا يو شخص د سرښندنو او قربانيو کيسې کېږي. ارشاک او اوشاس منظومه هم يوه له هغو حماسو څخه ده، چې د اريانا او که په خاص ډول ووايو د افغانانو د بهارديو او مېړانې، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لاره کې د اريانا د بچو بې احسانه مبازرې او برياوې تمثيلوي. په پښتو څېړنو کې د دې منظومې يادونه استاد سرمحقق زلمي هېواد مل صاحب کړې ده؛ خو ټولې ځانکړنې يې نه دي شنلي. همدارنګه د حماسي سبک غوښتنې بېلې دي، چې د استاد په کار کې يې يادونې بيخي نشته. په دې څېړنه کې مو پر دغو دواړو برخو سربېره د اساطيري توکو سپړنه هم کړې ده او دا ثابته شوې ده، چې دا منظومه دپښتو ادب يوه په تول پوره اساطيري حماسه ده. د استاد له کار ورها خوا خپله د لېوال صاحب « په پښتو ادبياتو کې د اسطورو څېړنه» اثر کې هم د دې منظومې يادونه شوې او په ځينو ځايونو کې د استاد هېوادمل صاحب پر نظرياتو اتکا شوې او بيا ډېر فوکس د دې منظومې په اساطيري اړخ شوی دی، نه په حماسي. نور نو په دې اړوند تر اوسه څه نه دي شوي.
مواد او مېتود
په دې څېړنه کې له کتابتوني ډول او تشريحي مېتوده استفاده شوې ده.
موندنې
ازادي د سرښندنو په قيمت شي
ننګياليه لاس وا نخلې له غورځنګه
شاکر
ارشاک او اوشاس د کوشاني پېر د همداسې غورځنګونو منظومه ده. د ارشاک او اوشاس منظومه د اريايانو د غرور او اريانا د عزت او د خپلواکۍ د ترلاسۍ په پار پنځېدلې منظومه حماسه ده. شاعر يې د پښتو ژبې انسان دوسته او عاطفي انسان عبدالغفور لېوال دی. زه دا منظومه د (( ته زما ټوله شاعري يې )) کتاب څخه، چې په ۱۳۹۰ل.ل کال د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی درپېژنم. په دې اثر ( ته زما ټوله شاعري يې) کې د استاد لېوال له نورې خوږې شاعرۍ سربېره درې منظومې (( ارشاک او اوشاس، هوسۍ او لام و ايلينو )) هم راغلي دي، چې زموږ موضوع يې لومړنۍ هغه ده.
استاد زلمي هېوادمل دا منظومه يوه اساطيري حماسه بللې او د دې منظومې د سپړنې په برخه کې يې دا خبرې هم کړې دي، چې ارشاک او اوشاس يوه زړه آريايي اسطوره او يا هم اسطوره يي روايت دی. په هغه زمان پورې اړه لري، چې دا سيمه ټوله آريانا بلل کېده او کنيشکا يې پاچا وو؛ خلکو د بودا او بودايي دين پالنه او پيروي کوله.( لېوال، ۱۳۹۶ل،۲۹۶م)
موږ يې دلته پر حماسيت سربېره د اسطورې تومنې هم پلټو او دا ثابتوو، چې دا د پښتو ژبې اساطيري حماسه ده که نه؟ پيل يې له محتوا کوو.
د منظومې محتوا
منظومه په کاپيسا کې د بري د جشن له نمانځلو پيلېږي. مساپر راځي. د دې جشن او خوښيو د نمانځلو علت پوښتي. کاپيساوال ورته د هغه بري کيسه کوي، چې تورلينګيانو او مشر يې (( راجا)) له کنيشکا بغاوت او پر کابل يې بريد کړی وو او د کنيشکا لښکرو او سالار د راجا لښکر مات او تر اټکه وځغلوه؛ خو د دې خوښيو او بري باوجود د دې سالار سره د هوسۍ د همايوني تاج، چې د اريايانو د عزت او خپلواکۍ نښه ده، غم هم وو، چې لا هم د پنچاليانو د مشر راجا پر سر وو. همدا مساپر ملنګ جشن ته داخلېږي او بندوي يې او د لښکرو بوډا سالار ته د خپل خوب بيان کوي، چې بودا يې په خوب کې ليدلی او ورته ويلي يې دي، چې بايد د ښکلا نذر ورکړي؛ تر څو د بدرنګ او شيطاني طلسم چې راجا له ابليسيانو زده کړی وو پرې مات شي، ځکه چې دا طلسم د ښکلا په نذر ماتېدای شي. له دې ويلو وروسته ملنګ وځي او تری تمېږي. جشن بيا پيلېږي پکتانا زلمي اتڼ کوي، چې په دې کې يوه ښکلې (( اوشاس)) پر ښکلي (( ارشاک )) مينېږي. نور نو د کاپيسا د سيند غاړه کې د دوی د مينې راز و نياز پيلېږي. وروسته بيا ارشاک د هوسۍ د همايوني تاج د بېرته راوړلو او د اريانا د عزت ژغورلو لپاره جنګ ته ځي. د کنيشکا د لښکرو مشري هم کوي او اوشاس د بودا معبد ته نذرانه کېږي. تر اټک ها خوا د پکتانا زلمي له خپل ځوان او زړور مشر ارشاک سره يو ځای د تورلينګيانو سره جګړه پيلوي. ارشاک سختې وژنې کوي، بالاخره له خپل اصلي رقيب او د همايوني تاج غاصب سره مخېږي، هغه هم وژني او سر يې په نيزه پورته کوي، همايوني تاج يې له سره رااخلي او خپله غېږه کې يې ږدي. نور پنچاليان ماته خوري. پکتانه زلمي بېرته د باګرام او کابل پر لور د بري له توغ سره يو ځای روانېږي، خو تقدير بل څه غواړي، هغه نه غواړي چې ارشاک دي د کابل ديدن وکړي. خپله اوشاس له نيلابه د اټک دې غاړه کې مومي او د يو وصيت له ويلو وروسته د اوشاس پر جسد ساه ورکوي. په پای کې کيسه تراژيديکه کېږي.
دا منظومه د سرښندنو، بهارديو او عزت ژغورنې د لوست ترڅنګ د مينې درنښت او عالي موقف ته هم د تعظيم وزرې غوړوي او د رحمان بابا دا بيت راتداعي کوي،چې:
دا دنيا ده خدای له عشقه پيدا کړې
د همه وو مخلوقاتو پلار دی دا
د دې تر څنګ د ايمان او مسلمان په جامه کې پټ شيطان، چې نن يې هم ټولنې له شره نه دي خلاصې هم معرفي کوي، چې څنګه يې د دين په جامه کې د هوسونو ماران له ځانه تاو کړي او د هېواد او خلکو د اذيت پټ پلان لري. د خپلې خاورې او هېواد او له هندوستان سره د پولې يادونه چې اټک دی هم د دې منظومې يوه بنسټيزه موضوع ده. په ټوله کې هغه څه چې موږ له دې منظومې زده کوو داسې خلاصه کولای شو:
– د خپلواکۍ ارزښت او د خپلې خاورې دفاع؛
– باتدبيره فکر؛
– سپېڅلتوب او رښتينولي؛
– د مور وطن د عزت او ابرو ساتنه؛
– د ايمان په جامه کې د شيطان پېژندل او له ړوند اعتماده اجتناب؛
– رښتينې او سپېڅلې مينه او په مينه کې ځانفدايي؛
– او يووالی. دا چې ټول روهستاني او پکتانه زلمي د يوې موخې لپاره روانېږي او په ګډه د بري رپی، جګوي او همايوني تاج( چې د اريانا عزت دی) راوړي، موږ ته دا لوست راکوي، چې غونچه نه ماتېږي او دا د ملي يووالي ښکلی مثال دی.
موږ دلته د دې حماسي منظومې ځانګړنې او سبکي خصوصيات يو په بل پسې څېړو؛ خو تر هر څه مخکې د اساطيري حماسو له يادونې نشو تېرېدای.
اساطيري حماسې
کله چې موږ د موضوع له اړخه د حماسو په وېش بحث کوو؛ نو يو ډول يې اساطيري حماسې دي. ادبپوهان دې ډول حماسو ته اصيلې او ډېرې لرغونې حماسې وايي. دا ډول حماسې په ماقبل التاريخ دورې پورې اړه لري او تنسته يې له اساطيرو جوړه وي. لکه د سومريانو د ګيلګميش حماسه ، د فردوسي شاهنامې لومړۍ برخه د فريدون تر داستانه پورې. د ايلياد او اوديسې ځينې برخې، د رامايانا او مهابهارت ځينې برخې کولای شو د اساطيري حماسو جز وګڼو.
د ارشاک او اوشاس حماسې ځانګړنې
– د حماسي ځانګړنو د غوښتنې مطابق دا حماسه هم د يو ملت د قهرمانيو، سرښندنو او مېړانې داستاني بيان دی. دا حماسه هم د پکتانه او روهستاني شازلمو په خاص ډول د ارشاک د بهادرۍ او مېړانې او د اوشاس د تقدس او ځانفدايئ خوندور داستاني بيان دی.
– د حماسو تيوري د حماسې له اتل نه د اوږدو سفرونو غوښتونکې ده. د دې حماسې اتل او ملګري يې هم له کاپيسا او بګرامه څخه آن تر اټک او له اټکه ها خوا د تورلينګيو سيمې ته ځي او خپله بهادري ثابتوي، جنګېږي او بالاخره همايوني تاج له ځانه سره راوړي.
– په دې حماسه کې له اټکه هاخوا له پنچاليانو سره په مبارزه کې د ارشاک او راجا تن په تن جګړه او د راجا وژل د دې حماسې تن په تن جګړه بللای شو.
– د نورو حماسو په څېر په دې حماسه کې هم د تورو، نيزو، غشو او نورو حماسي توکو او جنګي الاتو يادونه شوې،چې د حماسي اثارو لپاره اړين توکي دي. د دې ټولو خبرو د اثبات لپاره د منظومې دا برخه لولو:
… هلته د غشو شغهار څخه اسمان چې ډک دی
هلته چې مست آسونه يو د بل سينې ماتوي
چې پکتانه زلمي نيزې واروي
چې پنچاليانو نه لنګونه لوېږي
دغه جګړه ده يوه لويه جګړه
زلمی ارشاک د مست زمري په شان جګړې ته وتی
هره نيزه يې د دښمنو يو کتار ريبي
د هر يو غشي په ګوزار يې څو سينې سورۍ شي
د هرې تورې په ګوزار يې سل سرونه پرېوځي
ارشاک پر سپين آس چې (( ګوربت)) نومېږي
لکه شاهين الوزي
د ګوربت آس يې د جنګونو يار دی
او ګوربت آس يې د بېلتون د شپو مونس همدم دی
هغه ګوربت چې پر تندي يې د اوشاس د لاس ځونډي ځړېږي
ګوربت سينه وهي ارشاک جنګېږي
ارشاک د تورې په وهلو کې ستړيا نه لري
چې يو ناڅاپه يې د جنګ ميدان کې
د پنچاليانو تور سردار وليده
هغه راجا چې يې کابل لوټ کړی
هغه راجا چې پر خپل سر يې د هوسۍ همايون تاج ايښی دی
هغه راجا چې کنيشکا ورته قسم ياد کړی
هغه راجا چې د ارشاک زړه يې کسات نه ډک وو
او چې ارشاک يې پر سر
همايون تاج وليده
زمکه يې پښو لاندې د اور تبۍ شوه
له تورو سترګو يې د قهر سپرغۍ والوتلې
آس ته يې پونده ورکړه
او په جګړه جګړه يې
خپل ځان ور ورساوه
د دوه لښکرو مشران
يو بل ته مخامخ شول
پهلوانانو يو د بل د مټو زور معلوم کړ
… د ارشاک سترګې لا د اور بټۍ شوې
په خپل زلمي لاس کې يې توره کلکه ونيوله
او د عشق نوم يې ياد کړ
د هوسۍ لوڅ سر يې په زړه وګرځېد
د اوشاس سترګې يې په خيال کې راغلې
پر آريانا يې خپل قسم ياد کړ
او د ګوربت په غاړه يې لاس راوکېښ
ګوربت پرې پوه شو چې وروستۍ جګړه ده
او ګوربت پوه شو، چې له چا سره جګړه کوي اوس
ځکه يې خپل غوږونه څک ونيول
يو ځلې وشيشنېده
پر دوه پښو باندې نيغ ودرېده
او بيا ميدان ته وځغاست
تورو يو بل څخه شرنګی پورته کړ
پهلوانانو يو د بل د مټو زور وليده
او جګړه ونښته
راجا د جنګ په چل و ول پوهېږي
راجا ابليس څخه جګړه زده کړې
مګر ارشاک زلمی دی
له هر ګوزار سره راجا لړزوي
راجا په ښي لاس توره ښه کاروي
نو ارشاک و پوهېد چې
د ښمن يوازې په خپل ښي لاس باندې جنګ کوی شي
ځکه ګوربت يې په کيڼ اړخ را تاو کړ
ګوربت پوهېږي چې ارشاک څه غواړي
ګوربت د خپل څښتن په راز خبر دی
نو شېبه وروسته آس په کيڼه خوا راتاو شو وځغاست
ارشاک ناڅاپه توره کيڼ لاس ته کړه
راجا نه لار ورکه شوه
ارشاک د کيڼ لاس په يوه ګوزار اورمېږ ورمات کړ
او د راجا سر تر پښو لاندې راورغړېده
لښکر چې وليد، هياهو پورته شو
د پنچاليانو جنډه پرېوتله
ارشاک نيزه په سر کې وټومبله…
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۸۱ م )
د تن په تن جګړې په اړه په دې حماسه کې د بوډا راهب او د سپېڅلې اوشاس د مبارزې برخه هم بېلګه کېدای شي؛ خو د طوالت له وېري ترې تېرېږم.
– په دې حماسه کې د اناهيتا فرمان نيلاب ته، چې د اوشاس جسد به له اټکه نه تېروې، هغه د اريانا او کاپيسا ملکيت ده او دا د عزت نښه دي په خپلو ګردابونو کې راوګرځوه، مه پرېږده، چې دا جسد درڅخه د تولينګيانو سيمې ته لاړ شي. د نيلاب له خوا د دې فرمان منل او نور د دې حماسې مافوق الطبيعي پېښې ګڼلای شو.
– د ارشاک آس، چې ګوربت نومېږي په ډېرو رموزو پوهېږي. کله چې پکتانه زلمي همايوني تاج ګټي او بېرته د کابل پر لور حرکت کوي د اټک دې خوا د نېلاب ګردابونو ته يې پامېږي، چې ښکلې اوشاس يې له ځانه سره اټک ته راوړې او په ګردابونو کې يې راګرځولې، نه يې پرېږدي،چې د اټک ها بلې خوا ته لاړه شي؛ نو ګوربت ششنېږي او پښې پر ځمکه ښخوي، تر څو ارشاک پوه کړي، چې په دې ګردابونو کې ستا مَيَنه اوشاس تا ته په تمه ده. هماغه وو، چې ارشاک نېلاب ته وردانګي او د ښکلي اوشاس جسد څنډو ته له ځانه سره راوړي؛ نو دلته موږ پوهېږو، چې حيوانات پکې ځانګړی رول لوبوي. په حماسه کې لولو:
… او ارشاک بېړه لري تنده لري
خو يو ناڅاپه ګوربت آس ودرېد
ګوربت غوږونه څک کړل
ګوربت څه پېښه ويني
او ناکراره ښکاري
چې ګوربت ودرېد لښکر ودرېد
ټول شول حيران چې دا به څه پېښه وي
ګوربت پښې پر زمکه وګنډلې
… ارشاک چې هرڅومره زارۍ کوي ګوربت يو قدم هم نه اخلي
ګوربت ولاړ دی لښکريان حيران دي
ارشاک غوسه شو په ګوربت باندې يې چيغه وکړه
ګوربت ناڅاپه په پښو ودرېده وشيشنېده
او ګوربت داسې ليونی شو چې ارشاک يې کوز کړ
ګوربت شيشنېږي ګوربت پښې ټکوي
خو ارشاک نه پوهېږي
لښکر حيران ولاړ دی
چې يو ناڅاپه ګوربت وځغاسته د سيند په لوري
ګوربت د سيند په غاړه ودرېده وشيشنېده
تا به ويل ځان به اوس په سيند لاهو کړي
خلک حيران دي چې ګوربت په سيند کې څه ليدلي؟
ارشاک لښکر ته وويل:
زه مې خپل آس پېژنم
هغه بې ځايه لېونتوب نه کوي
… ارشاک دا غږ وکړ په سيند لاهو شو
ارشاک د مست نيلاب څپو سره سينه وهله
او شېبه وروسته يې په سپين حرير کې
اوشاس ساحل ته راوړه…
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۹۱ م )
– د حماسو اتلان ملي او قومي رنګ لري او زياتره داسې کارونه ترسره کوي چې ملي او معنوي ارزښتونه لري. استاد سرمحقق زلمی هېواد مل ليکي: د پښتو د زياتره شفاهي او تاريخي حماسو اتلان دغه خاصيت لري او زموږ د هرې حماسې د قهرمان کړه وړه په يوه مثبته کارنامه منتج کېږي. (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۳۹ م)
د دې حماسې اتلان هم پکتانه او روهستاني زلميان دي، چې ملي رنګ لري او د اريانا او ښکلي بګرام د عزت ژغورنې هوډ په زړه ساتي. جنګونه يې هم عالي موخې پالي. د تورلينګيانو ماتول او د هېواد برم ګټل او ساتل عالي موخې دي.
– (پر اتلانو باندې د ښځينه الهو مينېدل او د اتل بې پروايي هم د حماسو په ځانګړنو کې ادبپوهانو راوړې ده ) (طغيان کاسايي،۱۳۹۳ل،۱۵م)
خو په پښتو حماسو کې د الهو ذکر ممکن په اساطيري شکل راشي؛ د الهو مينېدل د حماسې پر قهرمان باندې نه ترسترګو کېږي، مګر نورې نجونې وي، چې پر اتل زړه بايلي او دی ترې مخ اړوي. د ارشاک او اوشاس په حماسه کې هم اوشاس په ارشاک مينېږي؛ خو دلته د حماسو د پورته ځانګړنې لږ اپوټه کړنه وينو، هغه دا چې ارشاک هم د دې مينې ته هرکلی کوي. په منظومه کې يې لولو:
… هغه ارشاک هغه بېباکه زلمی
او د برېښنا په شان چالاکه زلمی
هغه چې زړه له يوې پېغلې وړی
د کاپيسا تر ټولو ښکلې پېغله
ها چې د ډېرو د زړګي ډېوه ده
هغه چې تورې تورې سترګې لري
هغه چې حسن يې په زړونو زلزله راولي
د کاپيسا د ټولو نجونو د ښکلا ملکه
ښکلې (( اوشاس )) شوه په ارشاک مينه
… او چې ارشاک شو په اتڼ کې راتاو
ښه چې نږدې شولو اوشاس ته د اتڼ دوره کې
هغې دا دواړه ګلان
په يوې ښکلې ادا
پر ارشاک وورول
د ګلاب ښکلې څانګه
پر ارشاک ولګېده
د هغه سترګې پر اوشاس خوږې شوې
اتڼ يې پرېښود پکتانو زلمو ته
زمکې ته ټيټ شو ښکلې څانګه يې را واخيستله
بيا يې ځيږې سترګې راپورته کړلې
او د اوشاس خواږه نظر پورې يې وګنډلې
سترګو د مينې لاره جوړه کړله…
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۴۱ م )
دلته وينو، چې ارشاک هم د اوشاس مينې ته غاړه ايښې.
– د حماسو اتل ته تر بې ننګۍ مرګ غوره وي. په دې حماسه کې هم موږ د اوشاس حالت وينو، چې دخپل عزت د ژغورنې لپاره نېلاب ته ځان سپاري او له عدمه سره وصلېږي.
– دا چې په اساطیري حماسو کې د اسطورو شتون حتمي وي؛ نو په دې حماسه کې هم له څو اريايي اسطورو لکه« اناهيتا»، «سوريا» او نور سره مخېږو. سربېره پر دې په دې منظومه کې د جادو، طلسم او نورو اساطيري توکو په يادونې د دې حماسي منظومې اساطيري اړخ تقويه کوي. د اناهيتا موجوديت، نيلاب ته يې فرمان او د هغه له خوا د دې فرمان منل، د ملنګ په خبره د ابليسي طلسم ماتېدا د ښکلا په نذرانې سره، هغه څه دي، چې موږ يې د ثبوت په شکل وړاندې کولای شو. راځئ د ارشاک او اوشاس د بېلوالې شېبې ولولو او د اساطيرو ظهور ننداره وکړو.
د لمر زينه بګۍ
بيا د اسمان پر لاره وڅرخېده
او کاپيسا د يوې بلې ورځې مخ وليده
دا يوه لويه ورځ ده
نن د لمر لور ښکلې «سوريا» هم کاپيسا ته راتله
سوريا چې خپله الماسي نيزه يې
له ډېره قهره د اسمان څنډې ته وويشتله
نن د سيندونو او باران واکمنې
« اناهيتا» هم ژړل
دا دبېلتون ورځ وه
د يوې پاکې او سپېڅلې مينې
د دوه مينو د بېلتون شېبې وې
نن يې ښايسته اوشاس ارشاک نه بېلوله خلکو!
په دغه ورځ د دنيا ټولو مينانو ژړل…
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۶۰ م )
د دې منظومې د سبکي خصوصياتو له څېړلو مخکې ښه دا ده، چې دلته په لنډ ډول د اناهيتا او سوريا په اړه هم لږ وغږېږو.« اناهيتا، دغه اويستايي رب النوع، په ويدي دوره کې «اپام نپات» ياده شوې، چې د اوبو د لور مانا لري. دا د اوبو، سيندونو، باران او ښېرازۍ څښتنه بلل کېده. د اويستا په « آبان پشت » کې د يوې ښکلې نجلۍ په بڼه راغلې ده او د زېږېدنې د روزونکې او ميندو ته د شيدو د بښونکې په صفت هم ستايل شوې ده؛ خو ډېر شهرت د سيندونو او اوبو په واکمنۍ کې لري.
سوريا يې د رڼا او اور نښه او څښتنه بلله. سوريا د لمر لور( يا زوی) ته هم ويل شوي او د کابل په خيرخانه کې يې مزدک(معبد) موندل شوی دی. ويل شوي چې سوريا د لمر يوه ښکلې شهزادګۍ وه او په خپله لمر ته يې هم ويل. په هندي ژبه کې لمر ته «سورج» وايي، چې له سوريا سره همريښه ده.»( لېوال، ۱۳۹۷ل، ۱۹۶م)
د دې منظومې سبک-ښکلاييز اړخ
دا چې حماسه د مېړانو، سوبو او اتلوليو داستاني بيان دی؛ نو د سبک غوښتنه يې همدا ده،چې بايد الفاظ او کليمات يې د لفظ او مانا له اړخه درانه او له عظمته ډک وي. که د ارشاک او اوشاس منظومې ته سر ورښکاره کړئ، تر پايه به د دې متن عظمت ته ګوته په غاښ ياست. ټوله منظومه يې بېلګه کېدای شي.
اغراق او غلو د حماسي سبک غوښتنه ده؛ نو د دې وسيلې څخه پر ځای استفاده پکې شوې ده. په حماسي سبک کې د بديعي ښکلاوو کارونه ډېره نه ليدل کېږي، حماسه ويونکي شاعران هم تر ډېره ترې د اجتناب توصيه کوي؛ مګر د محسوسو تشبيهاتو يادونې پکې ډېرې وي. سربېره پر دې د داسې تشبيهاتو يادونې هم پکې کېږي،چې موږ ته انتزاعي مفاهيم په حسي توکو راوپېژني. لکه:
… زړه يې د چا په نري برېتو کې بند
زړه کې يې عشق لکه مات غشی ښوري
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۴۱ م )
يا
… داسې په ملا ماتېدې
د بوړبوکيو غوندې مستې پېغلې
ساز ته په ملا کږې وږې راتللې
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۴۷ م )
… لښکريان ټول حيران وو
چې په همدې شېبه کې
د پکتانو له منځ نه
يو دنګ زلمی راووت
د ښکلي اس په شان چې سر واخلي
په غربي اثارو کې راغلي، چې په حماسه کې حماسي پوښتنه Epic Question وي. راوي د شعر له الهې يا لارښودې اروا غواړي،چې داستان ورته الهام کړي او له ده سره په دې له برم او عظمته ډک کار کې مرسته وکړي. راوي له الهې پوښتنه کوي او د هغې ځواب د حماسې پيل دی. په پارسي ادب کې د دې کړنې پر ځای له براعت استهلال څخه کار اخيستل کېږي او يا د الهې پر ځای شونې ده موُبد يا بزګر داستان روايت کړي او حتی کېدای شي بلبل دا کار وکړي. ( شميسا،۱۳۸۷ل، ۱۱۱م )
په پښتو حماسو کې دا کار له الهو څخه په پوښتنه نه تر سترګو کېږي؛ بلکې له سيند سره په خبرو لکه د کک او زرينې په حماسه کې يا بل څوک پوښتنه کوي او ځواب يې د هغې حماسې پيل شي، بيا نو تر پايه د حماسې په سيند کې لاهو شو. د ارشاک او اوشاس په منظومه کې هم کله چې په کاپيسا کې جشن نمانځل کېږي او سازونه غږېږي؛ نو يو ملنګ مساپر راځي او پوښتنه کوي:
… کوم مساپر چا نه پوښتنه وکړه
چې دغه جشن دا ښادي ولې ده؟
دومره بې حده خوشحالي ولې ده؟
کاپيساوال ورته ځواب کې وويل:
تر تا قربان شم ناخبره وروره
د آريايانو د بري په خاطر
زموږ د خپلې خپلواکي په خاطر …
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۳۰ م )
له دې ځايه د دې عظيمې حماسې پيل کېږي، چې د حماسي سبک د خصوصياتو ځانګړې ښکارنده يې بللای شو.
د حماسي تشبېه بېلګې پکې په پرېمانه کچه موندلی شو. ايپيک سيميلي هغه تشبيه ده چې د يو مشبه لپاره ګڼ مشبه به راوړل شي، کټ مټ لکه جمع تشبېه او دا د حماسې سبک ځانګړی خاصيت دی. راځئ چې د ارشاک او اشاس منظومه کې يې ولولو:
… نو يو ناڅاپه يوه پېغله راغله
نيلي جامې په غاړه ښکلې پېغله
سپينه د سپينې شرشرې په شانې
دنګه د دنګې هسکې سروې غوندې
د نااشنا پېغلې ښکلا ته ټول لښکر حيران شو
او د سالار له خولې ناڅاپه يوه ((واه)) پورته شوه
پېغله ميدان ته راغله
په نرۍ ملا باندې کږه وږه شوه
دغه د حورې په شان ښکلې پېغله
نيلي جامو کې څه ښايسته ښکارېده
لکه نيلي اسمان کې جوړ د سپينو ستورو قامت
لکه اوبو کې راپرېوتې سپوږمۍ
لکه سپېڅلې هوسۍ
د اسمايي معبد کې
لکه سپين قو د شنو اوبو پر مخه
لکه د خدای په لاس جوړ شوی تصوير…
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۴۸ م )
څرنګه چې حماسي ژانر د نورو ژانرونو په پرتله له عظمته په ډک لحن وړاندې کېږي، تشبېهات يې هم خورا درانه وي. زه يې له نورو بېلګو د موضوع د اوږدېدو له وېرې ډډه کوم.
د ضد اتلانو تر منځ سوال و ځواب يا پوښتنه ګروېږنه هم د حماسي سبک غوښتنه ده. دا خبرې اترې تر ډېره د مفاخرو په شکل وي او هر يو له دوی څخه غواړي، چې له دې لارې د خپل رقيب په زړه کې وېره واچوي او د يوې وسيلې په شکل استفاده ترې کوي. د ارشاک او اوشاس په منظومه کې هم موږ د داسې خبرو بېلګې موندلی شو. که منظومه کې د ارشاک او د تورلينګيانو د مشر«راجا» تن په جګړې ته ځير شو، نو د داسې خبرو بېلګه يې بللای شو.
د ارشاک او اوشاس په منظومه کې د بېلابېلو جنګي ابزارو يادونې د حماسې روح پياوړی کړی دی او همدارنګه د تورو د خرپ او صف ارايئ خبرې يې خورا خوندورې دي. د دې منظومې د ځانګړنو په برخه کې هغه اوږده بېلګه له پيله د صف ارايئ خبرې هم لري د هغې له تکراره تېرېږو دلته يې يوه بله بېلګه لولو:
… ستر کنيشکا د پکتانو زلميو
يو بل لښکر جوړوي
داسې لښکر چې به نيزې ولري
او تېره غشي به يې تېږي چوي
دغه لښکر به اباسين څخه ورپورې غاړه
د پنچاليانو له راجا سره جګړې ته ورځي…
(لېوال، ۱۳۹۰ل، ۳۳۳م )
د حماسي سبک په خصوصياتو کې شميسا د هومري صفاتو يادونه هم کوي او وايي،چې: په غربي اثارو کې چې حماسه يې د هومر د اثارو پر بنسټ بررسي کړې يا څېړلې ده د هومري صفاتو Homeric Ephithet يادونه هم شوې ده،چې د نوم او ستاينوم له يوځايوالي يو مرکب صفت رغېږي… دا ډول صفات په زړو حماسي شعرونو او همدارنګه په ايلياد او اوديسه کې خورا ډېر دي. لکه: سپيده چاودې Rosy fingered dawn يا لکه خدای ډوله پاريس God like paris … د مرکبو صفاتو يا حماسي صفاتو رغښت بېلابېل کېدای شي، ممکن د څو نومونو له ترکيبه هم رامنځته شي او يا هم د تشبېه پر مټ.(شميسا،۱۳۸۷ل، ۱۱۲م)
د ډاکتر شميسا خبرې داسې را خلاصه کولای شو، چې د حماسي سبک په خصوصياتو کې د حماسي توصيفي ترکيبونو، چې موصوف يې تر ډېره حماسي وي شتون حتمي دی. اوس نو که د تشبېه پر مټ رغېدلی وي؛نو چې يو اړخ يې له حماسي پديدو وي د حماسي اثر فضا ورسره لا هيجاني کېږي، چې په دې سره د حماسي اثر دروندوالی نور هم لوړېږي. ارشاک او اوشاس منظومه هم له حماسي ترکيبونو مالاماله ده. لکه: الماسي نيزه ، ياقوتي تخت ، د پړانګانو خولې، دغشو شغهار، مست اسونه، مست زمری او نور. تشبيهي هغه يې په دې ډول دي: د هوس دوزخ، د هوسونو اور، د لمر زرينه بګۍ، د قهر سپرغۍ، د عشق شهنشاه او نور. ساده حماسي ترکيبونه مو د تشبيهي هغو څخه چې ښه مو واضح کړي وي بېل کړل، ګنې دواړه شکله يې د حماسي اثر د عظمت لوړولو لپاره کارنده رول لوبوي. په بيتونو کې يې له بېلګو تېرېږو.
د حماسي اثر صحنې هم بايد د حماسي روح څرګندوی و اوسي. د ارشاک د او شاس منظومې ځينې صحنې د مبارزو او سوبو ډګرونه په سړي سم ويني او ځينې يې بيا خورا دردونکې هم دي. د اوشاس نذرانه کېدل او له کاپيسا سره د دې خدای پاماني ډېره زړه وړونکې او لړزونکې صحنه ده او خورا ښکلې تصوير شوې ده.
په حماسي سبک کې د دې خصوصياتو سربېره ممکن ښکلې تصوير سازي، د کلام تناسب او … هم د حماسي سبک په خصوصياتو کې راشي. يوه بله خبره دا،چې ايجاز او اطناب هم په حماسي سبک کې د حماسي اثر په اړتياوو پورې اړه لري، مانا دا چې يو ځای ممکن د اطناب اړتيا وي، بايد کار ترې واخيستل شي، البته دا زما نظر دی له نقده ماورا نه دی. دا مې ځکه وويل،چې په هومري تشبېهاتو کې موږ اطناب واضح وينو.
په دې منظومه کې د ځينو نومونو، اشخاصو او نور توکو يادونه شوې، چې لوستونکو ته ښايي نااشنا او ګونګ وي؛ خو استاد لېوال په نوي چاپ شوي اثر (پنځه منظومې) کې د منظومې په پای کې د دغو توکو تشريح او پېژندنې راوړي دي، چې بريالۍ هڅه يې بللای شو. د پايلې توګه وايو، چې ارشاک او اوشاس د پښتو ادب يوه عالي اساطيري حماسه ده.
پايله
د ارشاک او اوشاس حماسه لوستونکو ته د ملي يووالي او خپلواکۍ ساتلو، د هېواد او وطن د عزت ژغورنې لوست ورکوي. د دې څېړنې د پايلې په ډول بايد ووايو، چې دې منظومې د حماسې ټول اصول پوره کړي او موږ يې د پښتو حماسو په ډله کې د اساطيري حماسو په کتار کې دروو. پر دې سربېره يې د حماسي سبک د ارايې اړخ، چې په کوم شکل بايد يوه حماسه و اوډل شي، هم منطقي او د يو حماسي اثر د روح و روان سره برابر دی.
ماخذونه
۱- شميسا، ډاکتر سيروس. (۱۳۸۷ ل). انواع ادبی،څلورم چاپ. ايران: ميترا خپرندويه ټولنه.
۲- طغيان ساکايي،محمد يونس. (۱۳۹۳ ل). نظم در دری،متون نظم حماسي. کابل: سعيد خپرندويه ټولنه.
۳- لېوال، عبدالغفور.(۱۳۹۷ل). پنځه منظومې. کابل: بهير مطبعه.
۴- لېوال، عبدالغفور. (۱۳۹۶ل). په ادبياتو کې د اسطورو څېړنه. کابل: علومو اکاډمۍ، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست.
۵- لېوال، عبدالغفور.(۱۳۹۰ل). ته زما ټوله شاعري يې. دانش خپرندويه ټولنه.
۶- هېواد مل، زلمی. (؟ ). حماسه، د ماسترۍ دورې درسي لکچرنوټ. کابل: کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځی، د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه.
The mythological epic of Arshak and Aoshas
Senior Teaching Assistant: Muhibullah Torabi
Teaching Assistant: Lal Khan Minapal
Abstract: Arshak and Aoshas poem is a beautiful artistic statement of learning national unity, bravery, getting independence, and so on. This book was published by Danish Publishing Press in 2011. In this research, we have discussed the epic and stylistic characteristics of this epic poem. In addition, we have defined the mythical elements of this epic as well. What are mythological epics? Is Arshak and Aoshas an epic poem? These are the questions that have been answered in this research. We have answered these questions by using library type and descriptive methods of research.
Key words: Mythical epic, Characteristics, Stylistic features, Mythological elements.
ځواب دلته پرېږدئ