پر ژبه د پوهېدلو کچه | مصطفی سمون
لیکوال: عبدالرضا شهبازی
ژباړن: محمد مصطفی سمون
کله چې وایو، په پلانۍ ژبه پوهېږم، یعنې په دقیق ډول په څه څيز یا څیزونو پوهېږو؟
له دې منظور دا دی، چې په مخکنۍ جمله کې د پوهېدلو فعل متعلق څه دي؟ ان دا مطلب په مورنۍ ژبه کې هم کېدای شي. مثلا که ووایو، چې موږ له پښتو سره اشنا یا پرې پوهېږو، یعنې له څه سره اشنا یا پرې پوهیږو؟
معمولاً چې دې پوښتنې ته سملاسي ځواب ور کول کېږي، دا دی، چې هغه کس د هغې ژبې پر ځینو بنسټیزو کلمو او اړین جوړښت باندې پوهېږي.
دا پوښتنې کېدای شي، ډېرو ته قانعکوونکې وي له نورو پلټنو یې راوګرځوي، مګر که لږ ځیر شو، او هغه ځواب په ښه ډول تجزیه کړو. ګورو، چې خبره دومره ساده نه ده. په دې پوښتنه کې څو کلمې مبهمې دي، چې روښانولو ته اړتیا لري.
١: شمېر
٢: کلمې
٣: جوړښت
٤: بنسټیز او اړین
که پر شمېر وغږېږو، نو دا څومره شمېر دی؟ مثلا ١٠٠٠ کلمې؟ ٢٠٠٠ کلمې؟٣٠٠٠ کلمې؟ …. څو؟ ١٠ جوړښته؟ ٢٠ جوړښته؟ ٣٠ جوړښته؟ او … دا شمېر اصولاً څنګه مشخصیږی؟
مثلا که وویل شي، چې پر یوه ژبې د پوهېدو لپاره باید په ١٠٠٠ کلمو پوه شې او زه په ٩٩٩ کلمو پوه وم او له کم شمېر کلمو سره یې اشنا نه وم، نو بيا؟ په جوړښتونو کې هم دا ستونزه شته. دا جوړښتونه څرنګه مشخصېږي؟
له کلمو منظور څه دی؟ د ژبې کومې کلمې مو مطلب دي؟ ایا خاص نومونه مو هم په نظر کې دي؟ مثلاً خوښي، خوشحالخان، د جام څلی، پښتونستان واټ، بیهقي او … که زه په یو یا څو خاصو نومونو پوه نه شم، دا نو د دې مانا لري، چې زه په پښتو نه پوهېږم؟ خاص نومونه خو عملاً نا محدود دي. که داسې وي د پښتو د پوهېدلو لپاره باید په ټولو خاصو نومونو پوه شو؟ ډېر خلک پښتو خبرې کوي؛ خو کم شمېر خلکو به د خوښي کلمه کارولې وي او په مانا به یې پوه شي. موږ یې هم په پښتو پوهېدلو شک نه کوو. که داسې وي، چې په ځینو یې پوه شو، هغه کومې دي؟ څنګه تعیينېږي؟ د عامو کلمو ستونزه زياته ده، که زه پوه نه شم، چې ګل خیرو څه دی او یا د چينار ونه څه ډول ده، زما پښتو پوهېدنې ته څه زیان رسوي؟ ایا د پښتو له ټولو فعلونو سره باید اشنا وو؟ که نه نو هغه خاص شمېر څنګه تعیينولای شو؟
کوم جوړښتونه دي، چې پوهېدل او نه پوهېدل یې د پښتو پوهېدنې او نه پوهېدنې کرښه مشخصوي؟ دغه جوړښتونه څنګه مشخصېږي؟ څومره شمېر یې دی؟ په رښتيا هم ټاکونکي دي؟
که څوک د (زه ولاړم) پر ځای (زه ولاړ) ووايي دا به له پښتو سره اشنا نه وي؟ مګر موږ پوهېږو، چې څه غواړي ووایي. بیا ولې وایو، چې دا په پښتو نه پوهېږي؟ که په ځواب کې وویل شي، چې په پښتو لږ څه پوهېږي او پښتو یې تر اوسه پوره نه ده زده. نو له دې ډول شریرو پوښتنو څخه مو لږ څه ځان تېر ایسته. کله چې وایو <لږ څه> یا < تر اوسه پوره نه ده> په اشاري ډول یې منو، چې هغه کس په پښتو پوهېږي. که څه هم لږ څه، که څه هم نامکمل. پوښتنه همدلته ده، هغه معیارونه او کچه چې دا مشخصوي، چې څوک په پښتو پوهېږي او څوک نه پوهېږي یا لږ څه پوهېږي، څه دي؟
که په بل ډول ووایو؛ نو د پاسني ځواب ستونزه مو لرې غورځولې، مطلب، دا نه چې هغه ته مو ځواب ویلی.
له بنسټیز او اړین څخه منظور څه دی؟ دغه شمېر مشخصې کلمې او جوړښتونه چې د ( بنسټیز او اړین) په ډول یې مشخصوو، څه ډول تعیینېږي؟ اړین د څه لپاره؟ د هغې ژبې د ګړدودونو د اړیکو لپاره؟ که د یوې ژبې په ١٠٠ کلمو او څو محدودو جوړښتونو؟ معلومه خبره ده چې دا کيسه د هر ژبویونکي له ګړدودونو سره اړیکه لري.
له محدود څخه منظور څه دی؟ که د اړیکې څخه یې منظور، دومره کمه کچه هم نه ده؛ نو بیا يې کومه کچه په نظر کې ده؟ د کم څخه منظور څه دی؟ هغه مطلوبه کچه څنګه تعیينېږي؟ له مطلوب څخه منظور څه دی؟
یادونه: (خوښي یا خوښۍ د لوګر د یوې ولسوالۍ نوم دی)
ځواب دلته پرېږدئ