زموږ داغ/ عتیق امید
د فارسي ژبې لیکوال او کره کتونکي رضا براهني دا خبره مې په مختلفو الفاظو اورېدلې چې وایي ښه شاعري هغه ده چې ځان پکې ووینو. یا د شاعر دنیا زموږ دنیا وي. بشیر باران هغه شاعر دی چې زموږ له زړونو غږېدلی او زموږ داغ د ده په شاعري کې را څرګند شوی او د شاملو په قول؛ ده زموږ پر ځای ژړلي:
«از مهتابی بکوچه تاریک خم میشوم و بجای همه نومیدان میګریم»
هغه څه چې زموږ د زمانې د زلمیانو او ځوانانو په ژوند موثره دي، ترې کړېږي او غوښتنه یې لري شاید یوه برخه یې له ټولنې یا له دود سره په ټکر کې وي. د داسې حالت او احساساتو بیان لوی زړه یا لوی هنر غواړي. نوې نړۍ هغه غوښتنې بدلې کړې چې ممکن له موږ لس، شل او یا ډېر کلونه مخکې رواج وې. اوس چې ځوانان د نوې نړۍ او پخوانو دودونو په دوه لارې کې مضطربه ولاړ دي نو دا اضطراب یې د نهیلیزم په طرف کشوي. د باران په شاعري کې هغه ټول حالتونه شته چې زموږ نسل یې په شعور کې لري. باران زموږ اوښکي په شعر کې راوړي. د ده په شاعري کې له ښکلاییز اړخ سره سره زموږ د زمانې د ځوان کهول داغ ښکاري او د باران په شاعري کې دا مالومېږي چې شاعر د مضامینو پیدا کېدو هڅه نه کوي، بلکې شته مضمون تصویروي.
ټول زخمونه ويښ دي د رګو په ژۍ نځا کوي
ټول زما په رنګ وړکي دي وینې وینې رنګ باچا
***
رنګ مې زېړ لکه د تېرو غروبونو
او اخیستی مې له ټولو سترګو نم دی
په اوسني عصر کې چې د اړیکو له پیکه توب شکایت کېږي او دا روایت دی چې ګني زمانه بدله شوې او د اړیکو په پاللو کې اخلاص نشته؛ موږ له هغه څه سره مینه کوو چې تر موږ را چاپېر دي. هر څه د خپل ځان په رنګ ګورو او هر څه ته د خپل ځان په رنګ ګورو:
موازینه د همرنګۍ مو اسماني رنګونه
زه، زېړ غروب او شاه ملکه ده شوګیره سپوږمۍ
ځان چې یوازې ځان ته ورپاته شي او د راز ملګری طبیعت شي، نو د کره کتونکو په وینا سړي ته هرڅه د ځان په ډول ښکاري. غروب رنګ وهلی وي او سپوږمۍ شوګېرې کوي.
د سیند یا سمندر اوبه له لېري ډېر شور او ځوږ کوي خو چې د سمندر غاړې ته ورشې اوبه غلې او ارامې وي. دا حالت له هغه حالت سره ورته دی چې انسان غریو نیولی وي. د غریو په وخت کې د انسان چیغې او کوکې خولې ته راټولې وي، خو خاموشه وي. دا غریو محسوس دی، سړی د غریو نیولي کس په مرۍ کې کوکې لیدلی شي. شاید زما په شان هم پر ډېرو کسانو له ژړا غریو ډېر تاثیر ولري. معمولا چې یو څوک غریو نیولی شي د هغه په سترګو کې ډېره نهیلي راغونډه وي. خپه کس هم د سمندر په شان دی، په ظاهره غلی وي خو څېره یې چیغې وهي. داسې کس، سمندر او غریو همرنګه دي، شاعر دې همرنګي ته پام کړی او د نهیلستانو پر ځای یې له سمندر سره خواخوږي کړې:
د اوبو غلې بې کسۍ ته غریو نیولی شمه
هر مازدیګر یوسمه غم له سمندره سره
هیلې د ژوند ارابې دي. ژوند تر هغو ښه روان وي چې هیلې وي او د هیلو په لور مزل وي. زموږ د هیواد غوندې وروسته پاتې ټولنې چې د ژوند عادي غوښتنې هم په هیلو بدلې شي نو خلک له ژوند سره لاس و ګریوان شي. له زیاتو خلکو مې اورېدلي چې په پرمختللیو هیوادو کې خلک د ځان له پاره یوه موخه ټاکي او خپلې هیلې یې په همدې موخې پورې تړلې وي. دوی ټول ژوند ژواک په همدې لاره کې مصرفوي. زموږ په ټولنه کې چې د عمر او وخت زیاته برخه پر نورو لارو مصرف شي، له خپل ژوند د نورو خلکو او ټولنې غوښتنې اولیت ولري نو هلته هیله عبس شي یا یې خلک د ټولنې له وېري عبس کړي. ځکه نو هیله تر پایه هیله پاتې شي:
ډېرې ډېرې خاورې به پرې واوړي زه پوهېږمه
هیلې مسلسل عبس دي پرې یې ږده چې ډېرې شي
د نورمونو، قوعداتو، دود او دستور په لاره ژوند که سم ژوند دی په مقابل کې یې اواره او دربدره ژوند دی. په تاریخ کې ډېر خلک شته چې د سم ژوند له لارې کاږه شوي او اواره ژوند یې په غاړه اخیستی. زموږ په ټولنه کې چې زموږ په ژوند زموږ کورنۍ، خپلوان او دوستان را ګډ دي نو اواره توب هم پکې سخت دی. اواره توب هم په قېمت کېږي او دې ته به په تمه یې چې ستا د کړنو له لاسه ټولنه ستا کورنۍ، دوستان او خپلوان ونه ځوروي. دلته څوک په اسانه مجنون او لیلا نشي جوړېدلی. مرګ بې وسیلې نه راځي ځکه به مرګ ته هم بهانه لټوې او بې پیسو مرګ هم نشې اخیستلی:
زهر فروشو وې تړلې د پورونو کاتې
هر مازدیګر تر مخامخ دوکانه تلم و راتلم
زموږ په زمانه کې چې ضرورتونو خلک سره تړلي نو باور او کمیني دغومره نشته لکه پخوا چې یې یادونه کېدله. اوس هر څوک په خپله لاره ځي، مینه او ایثار له تکلفه ډک دي. وګړي خپلمنځي اړیکې او رویه محسوسولی شي او پر دې پوهېږي چې دا رویه له کومې زاویې ده. تکلف او ادا کاري د باور اهمیت له منځه وړی او زړه، زړه ته نه رسېږي. باران وایي:
دا پردې پردې لباس نمایشي دی
په هر چا بدګماني ده زړه مې تنګ دی
ستا د اکټ له خندا وګرځم ګلابه
تکلف ادا کاري ده زړه مې تنګ دی
په اوس زمانه کې ځوانانو یو سنګر له نصحت سره نیولی. اوس وخت کې د نصحت ځای تجربو نیولی او تجربې په ایډیال بدلېږي؛ مثلا: مجنون له خپل ژوند اواره شو، د مینې تجربې دا ثابته کړه چې پای یې جنون دی. اوس که څوک په دې لار پل ږدي ممکن ناصحان هغه ټولې ننګونې ورته بیان کړي چې مجنون ورسره مخ شوی، خو عاشقان له هغې لارې نه راګرځي. ځکه د مجنون ژوند یوه تجربه ده او ټول عاشقان غواړي دا حالت تجربه کړي او مجنون واره خلک په ایډیال بدلېږي. اوس که دوی د ناصحانو ومني او هغه لار پرېږدي په دې بله لار له ژوند سره، چې د ده په خوښه ندی روان لاس و ګریوان کېږي. اوس د ناصحانو دا خبرې چې ورو ورو به ښه شې او عادي حالت ته به راوګرځې هم تجربه شوی او دا داغ ټول ژوند د وړلو ندی. ځکه نو د ناصحانو خبرې تکراري دي او ژوند په دې دوکه کولو نه تېرېږي:
ښه به شمه ښه به شې تکرار د مرحلو روان
چال د سلامت ژوندون په داسې نوبت چېري شي
پخوانو چې د اسلافو پیروي ته د تقدس په سترګه کتل نو ځکه په زغرده هغه خبره او کار نکېده چې له ټولنیزو نورمونو سره په ټکر کې و. د زړه خبره اورېدل تکفیر ته نږدې وه. ځکه نو دوی د لمنې د داغ له وېرې زړه تر طور غره لاندې کاوه. خو اوس چې د خپل ضرورت د پوره کېدو اړتیا درک شوه او فردیت رامنځته شو نو نوي کهول هغه ډبرې پورته کړې چې زړونه یې ترې لاندې ایښي و، د زړه داغ یې په هغو میدانونو نڅوي چې غوښتنې یې پرې پاش وي:
ته وایه څه مې یې؟ بس ته مې یې شدید ضرورت
قربان که زړه مې یې دباندې له بدنه اوسې؟!
پاش له غروب لکه رسوا د مازدیګر رنګونه
داغ د ټټره! نڅېدلی په لمنه اوسې
د باران په شاعري کې نورې هم ډېرې خبري دي. لنډه دا چې د باران شاعري یوازې احساسات ندي چې په کلمو کې یې نغښتي او په اساني سره یې بیان کړي. د باران شاعري د یوې زمانې د یو کهول د زخمونو زهوب دی چې شاعر کلمې ترې جوړې کړې دي. داسې کهول چې خود ازاره دی او له مستو پرهرونو سره په ژوند پسې روان دی.
چې ازاري د خپلو خامو اندامونو ومه
مست مې همغسې پرهر دی، خو هېر کړی مې دی
ځواب دلته پرېږدئ