سیاست/ ګل رحمن رحماني

2023-05-21
لنډه کیسه

په ټاکلي وخت د کنفرانس تالار ته ننوتم، څوکۍ لا هم خالې وې،  په بلنلیک کې د پیل له ښودل شوي وخت نه لس دقیقې تېرېدې، هوا هم ګرمه وه.

یوه کس راته په مخکنۍ څوکۍ کې د کېناستو وویل، کېناستم، شاوخوا مې له سترګو تېر کړل، مېلمانه لا هم را روان وو، په همدې وخت کې بل مېلمه هم راغی، له څېرې پوخ سړی ښکارېده، چاغ او ستړی و، څنګ ته مې کېناست، ستړي مه شي مې ورته وویل، د څادر په څنډه یې د تندي خولي وچې کړې او بیا یې راته وکتل:

–           څه کافره ګرمي ده، دلته لکه چې برق هم نشته، کور دې د امريکا وران شي د ډالرو په شل کلن باران کې يې د خپل برق خاوندان هم نه کړو.

مخکې له دې چې کوم غبرګون وښیم او څه ووایم، خپله یې خبرو ته دوام ورکړ، نوم او دنده یې راته وویل او بیا یې له ما هم همدا غوښتنه وکړه، ځان مې ور وپېژندنه، مننه یې وکړه او د غونډې په بېنر کې یې سترګې وګنډلې، خو خبرې یې کولې.

–           کوم پوهنځی کې استاد یې؟

–           ادبیاتو کې

–           ښه یې چې حقوقو او سیاسي علومو کې نه یې

–           ولې؟

–           ورکوه یې، له سیاست مې سخت بد راځي، علاقه ورسره نه لرم، ټول هېواد مو سیاستوالو او سیاستونو خراب کړ، پام کوه،  محصلین دې له سیاست لرې ساته.

–           خو موږ هم سیاست تر خپله وسه خراب کړی دی.

ویې خندل، غلی شو، د مېز په سر د اوبو بوتل یې را اوچت کړ، نیمايي اوبه یې وڅښلې، بیا یې د بوتل په ډډه لیکنې او لوګو ته وکتل

–           دا اوبه خو به خارجي نه وي؟

–           نه، الکوزی د افغانانو خپل شرکت دی

–           ښه، زه خبر شوم چې الکوزي تولیداتو له دوبۍ نیولې تر ټولو خلیجي عربي هېوادونو پورې بازارونو کې اقتصادي نفوذ کړى او پردي مارکېټونه يې نیولي دي.

–           هو، همداسې ويل کېږي

–           رښتیا د ترکیې ټاکنې څنګه شوې؟

–           پایله یې لا هم نه ده معلومه

–           هو، زه خبر شوم چې دویم پړاو ته ځي

–           شاید

–           دعا کوه چې خدای پاک اردغان کامیاب کړي، اسلامي فکر لري، که هغه بل کامیاب شو، بېرته سیکولر نظام راولي، د غربي هېوادونو ګوډاګی دی، د پړي بل سر یې د امریکا لاس کې دی.

–           څه ووایم، ترکان هوښیار خلک دي

–           هوښیاري له کومه شوه، هم شرق وهي هم غرب، د عثماني خلافت له پاشلو وروسته تر ننه پورې په پټه د کفري هېوادونو سیاست کاروي، هم يې له اسلام وهي هم له کفر.

–           په سیاست نه پوهېږم

–           هو، وايي د اوکراین او روسیې جنګ کې افغانان هم جنګېږي، خبر یې؟

–           نه، ما څه نه دي اورېدلي

–           د پوهنتون استاد باید له نړۍ او سیاست خبر وي

–           خو زه د حقوقو او سیاست استاد نه یم

–           ورکوه یې، له حقوقو او سیاست مې سخت بد راځي، د اوسني نظام دې کور ودان وي، د سیاستوالو خولې یې ورپټې کړې، خبره تر شپېتو ګوندونو رسېدلې وه.

–           د غونډې ویاند ستیج ته ورغی، مایک یې سم کړ، غونډه یې پیل کړه.

–           هغه بیا غوږ ته خوله را نږدې کړه.

–           د ایران سفیر او روحاني خو بیا ښه کفر غږولی، اوس هم د جمهوریت خیالونه لري او مفتې اوبه غواړي!

روحاني نه رئيسي

ښه، عمران خان يې هسې خوشي کړ، ګوره…

په همدې وخت کې قاري تلاوت پیل کړ، ورسره غلی شو او ما هم د خپل مېز له سره د اخبار یوه زړه ګڼه د هغه مخې ته کېښوده.

۱۴۰۲، د غويي ۲۶مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو