د ډرامې لیکنې یوه نوې هڅه/عاقب عمر

2023-05-18
پښتو نثر ورځ تر بلې مخ په لوړېدو او ښه کېدو دی. په ځانګړې توګه په هنري نثر کې دا اړخ بارز دی. په پښتو ادب کې د داسې یو اثر لیکل چې د ادب مینه‎وال او خاص و عام لوستونکي ورباندې وپوهېږي د هر لیکوال د وسې خبره نه ده. هو، ځینې مسلکي او تخصصي لیکنې وي چې د هغوی لوستونکي ټولو ته معلوم دي او هر څوک یې لوستلو ته زړه نه ښه کوي. تېره ورځ یوه ملګري

پښتو نثر ورځ تر بلې مخ په لوړېدو او ښه کېدو دی. په ځانګړې توګه په هنري نثر کې دا اړخ بارز دی. په پښتو ادب کې د داسې یو اثر لیکل چې د ادب مینه‎وال او خاص و عام لوستونکي ورباندې وپوهېږي د هر لیکوال د وسې خبره نه ده. هو، ځینې مسلکي او تخصصي لیکنې وي چې د هغوی لوستونکي ټولو ته معلوم دي او هر څوک یې لوستلو ته زړه نه ښه کوي.

تېره ورځ یوه ملګري راته ویل چې داسې یو کتاب راته وښیه چې نثر لیکل مې پکې زده شي او د لیکلو چل راوښیي. ده چې څو خبره خلاصوله زما ذهن ته د ډاکټر محب زغم «د لیکوالۍ عملي لارښود» کتاب راغی او ورته ومې ښود. اکثره ملګري به وايي چې ولې دې د استاد غضنفر «د نثر لیکلو هنر» کتاب دې نه ورته ښود؟ هر کتاب هر لوستونکي ته نه وي. د نثر لیکلو هنر که څه هم ډېر ساده کتاب دی خو په عین حال کې یو ډېر پوخ او لوړ علمي کتاب دی خو د هغه لوستونکي لپاره چې هغه تر اوسه په لیک او لوست کې مشکل لري یا سبک او لیکوال نه پېژني بالکل یې نه توصیه کوم.

د نثر لیکلو هنر کتاب د پوهنتون په دویم سمسټر کې موږ ته د کورنۍ دندې په پار راکړل شو. یعنې زه باوري یم چې زموږ اکثره ټولګیوالو تر نیمی پورې هم ونه لوست او هر ټولګیوال ته چې د نثر لیکلو هنر کتاب نوم واخلې، دی به ښه خاطره ترې نه لري. ځکه یو خو د چا خبره ښه کتابونه باید تدریسي نه شي او بل دا کتاب د دوی له علمي سویې لوړ و او ښه اخذ یې ترې کولای نه شوای نو د زړه تورېدو وجه یې همدا اخذ نه کول او په امتحان کې ښې نومرې نه اخیستل وو. د لیکوالۍ علمي لارښود کتاب داسې دی چې تاته خپله لاره درښیي او مبتدي لیکونکی او لوستونکی خپله لاره پکې پورې ایستلی شي او که په ادب پوهنځي کې د لیکوالۍ د مضمون په توګه وټاکل شي، ډېره پر ځای ټاکنه به وي.

په دې وروستیو او د کتابونو په دې ترېنګلي بازار کې یو ښه اثر چې د ډرامې په برخه کې چاپ شو، د «د ډرامې لیکلو عملي لارې چارې» کتاب دی چې ښاغلي عبدالنافع همت لیکلی دی. ښاغلی همت په دې برخه کې د استادۍ درجې ته رسېدلای دی او تر دې مخکې یې هم اثار چاپ شوي دي. ځینې کورنۍ او نړیوالو رسنیو ته یې ډرامې هم لیکلې دي. دا کتاب کابو درې سوه مخه دی. د ډرامې له تعریف، پېژندګلوي او ډلبندي څخه شروع کېږي ان د ډرامې تر تخنیکي برخې، روایت او د ممثلینو غوره کول او ټاکلو پورې رسېږي. دلته یې یوازې تعریفونه او له نورو کتابونو راټول شوي مواد څنګ پر څنګ نه دي اېښي، بلکې عملاً بحث پرې شوی او ښې ښې بېلګې یې هم ورسره راوړې چې لوستونکي ته کوم ځای ګونګ پاتې نه شي. یو لیکوال چې په یوه برخه کې عملاً کار کوي او بیا څه پرې لیکي هم نو هغه ډېر ګټور تمامېږي ځکه لیکوال پوهېږي چې لوستونکي ته کوم ځای ګونګ پاتې کېږي او وضوح ته اړتیا لري. ډاکټر احسان الله درمل د طب په برخه کې دوه کتابونه راپښتو کړي دي او یوازې یې ترجمه کړي نه دي بلکې حاشیې يې هم پرې لیکلې او پښتون لوستونکي او د طب پوهنځي د هرې برخې لوستونکي ته نوي معلومات لري دا ځکه چې درمل صاحب خپله ډاکټر دی او پوهېږي چې کوم ځای تشرېح او وضوح ته اړتیا لري او که کوم بل ژباړونکي ژباړلی وای ممکن اکثره طبي اصطلاحاتو باندې هم نه وای پوهېدلی او ترې ګونګ پاتې شوي وای. همدا رنګه همت صاحب هم په کتاب کې کوشش کړی چې د ډرامې اړوند اصطلاحات تشرېح کړي خو په ځینو یې یې زما هم سر خلاص نه شو چې دا د څه شي معنا ورکوي. زه یې د نه پوهېدلو یو دلیل دا ګڼم چې د ډرامې اړوند لیکنې موږ نه دي لوستې او ورسره بلد نه یو. د پوهنتون په ادبتیوري کې هم د ډرامې په اړه پرته له یوه تعریفه بل څه نشته. هیله‎من یم چې د ادب پوهنځي درانه استادان دا کتاب په ټولو زده‎کړیالانو ولولي او د کورنۍ دندې په موخه یې ورکړي چې د ډرامې په اساساتو او پرنسيپونو وپوهېږي.

بل مهم څه چې ما په دې کتاب کې ولوستل، هغه د اوسنیو ناولونو او لنډو کیسو څخه د ډرامو جوړول دي چې د اروا ښاد احمدي «ډيوېډ جونز» ناول یې یاد کړی یا له ځینې نورو ناولونو او داستانونو څخه که ډرامې جوړې شي، دا به ډېر ګټور وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو