په داستان کې وخت/ عاقب عامر

2023-04-26
په داستان او ناول کې زمان پنځه ډوله

لیکوال او ویناوال: عباس معرفي

ژباړه او زیاتونه: عاقب عمر

په داستان او ناول کې زمان پنځه ډوله دی:

۱ـ داستاني زمان

۲ـ ډراماتیک زمان

۳ـ فزیکي زمان

۴ـ رواني زمان

۵ـ د ټوپ وهلو یا تپش زمان

داستاني زمان هغه زمان دی چې د یوه داستان اوږدوالی په‎کې بیانېږي. خو نن ورځ په مډرنو او پرمختللو ادبیاتو  او سينما کې چې له کوم ادبي اثر څخه فلم جوړېږي، هغه ډراماتیک زمان دی یعنې یو ادبي ثر د صحنې مخې ته راځي. موږ چې یو ادبي اثر داستان لیکو هغه له الف څخه نه شروع کوو مثلاً ا- ب- ت- ث- ج- … ء- هـ- ی موږ یې ممکن له منځه یا د نون څخه شروع کړو. دلته د وخت مدېریت مهم دی چې لیکوال یې باید په ښه توګه مدېریت کړي. د بېلګې په ډول د ایراني لیکوال عباس معرفي «سمفونی مردګان» کتاب په څلوریشتو ساعتونو کې بیان شوی؛ نن غرمه پیل شوی سبا غرمه پای ته رسېدلی خو په همدې څلوریشت ساعتونو کې ۴۳ کلونو تېرېږي. دا ستاسې په خوښه نه ده چې دومره کلونه شاته ستنېږئ، ممکن یو بوی مو تر دماغ شي، یا کړکۍ سره ولاړ یې دوه ماشومان وینې چې خپل منځ کې لوبې کوي تا ۲۵ کاله شاته یوسي، هغه وخت چې اووه کلن وې، د مور غږ دې هم اورې چې بولي دې، بوټي وي، پټي وي او ته له خپلو ملګرو سره لوبې کوې. همدا ډراماتیک زمان دی چې یو لیکوال یې په ښه توګه کنټرولوي. په پښتو ناولونو کې د اصف مشال «اطرافي» هم داسې ناول دی چې کیسه یې د داستاني زمان ده مثلاً له غزني نه شروع کېږي تر کابله خو د څو کلونو داستان دی چې لیکوال یې دا زمان په ښه توګه پرمخ وړی او مدېریت کړ دی. دا ناول هم منځه شروع شوی دی یا مخکې مو چې یادونه وکړه له نون څخه شروع شوی دی خو که دا ناول له الف څخه پیل شوی وای ممکن خبره یې څو ټوکونو ته رسېدلای وای. نو لیکوال کوشش کوي چې دا پېښې دومره لنډې او راټولې کړي چې د یوه عادي کاغذ غوندې د مخې په جیب کې کېښودل شي.

فزیکي او رواني زمان، د ارواښاد احمدي «اغزن سیم» ناول چې پیل کړې، هېڅ به دې پام هم نه وي چې اتیایم مخ ته رسېدلی یې حال دا چې دا داستان له هېواده په قاچاقي لارو باندې د تګ د څو میاشتو سفر دی. بله بېلګه: استاد ټولګي ته راشي خبرې پیل کړي ته چې هرڅومره ساعت ته ګورې، وخت نه تېرېږي او د ګړۍ ستن په هماغه شلو دقیقو باندې ولاړه ده. په اغزن سیم کې وخت ځکه دومره زر تېر شو چې لیکوال د داستان فزیکي او رواني زمان په ښه توګه سرته رسولی یعنې هسک او ټيټ ترې شوی نه دی خو په دویمه بېلګه کې ځکه وخت نه تېرېږي چې ویناوال دا زمان نه دی برابر کړی. اکثره کتابونه هم داسې دي چې هر څومره یې لولې هېڅ په مخ نه ځي او موږ هم ترې په‎تنګ شو؛ نو ستونزه یې دا ده چې لیکوال فزیکي او رواني زمان په پام کې نه وي نیولی؛ لیکوال په صحنه سازي کې ضعیف وي، ښه یې نه وي انځور کړې، اضافي خبرې یې پر داستان ورتپلې وي او د جوړو ګروپونو پر ځای یې سوزېدلي ګروپونه لګولي وي او لوستونکی لاره نه ویني. دا څلور زمانونه په هر ادبي او داستاني اثر کې شته دي.

د داستاني او ادبي اثر تر ټولو مهم عناصر د تپش زمان دی. تپش یا نبض چې پورته پورته غورځي او موږ یې حس کولای شو، په لیکوالۍ کې په دې معنا چې پر لیکوال د ټولنې اغېز څه دی، په کومه ټولنه کې ژوند کوي او په کومه ټولنه کې رالوی شوی دی. ځینې وخت د یوه څه په اړه زموږ زړه یو څه وایي، ذهن کې مو د هغه په هکله بل ډول فکر روان وي او بل ډول یې تفسیروي خو کله چې د لیکوالۍ د مېز تر شا کېنو زموږ لستوڼی او لاس بل څه زېږوي او لیکي. نو مه په زړه او مه هم په ذهن باور کوئ، پرېږدئ چې لاس مو لیکل وکړي او له لستوڼي څخه مو راووځي یعنې ستاسې نبض په ټوپونو شي او هغه خپل احساسات بیان کړي، د یوه ناول او رمان دا برخه موږ همدا اوس کولای شو چې ویې لیکو نه پرون او سبا.

موږ د خپلو صحنو زېږنده یو، د خپل وخت یعنې په ټولنه کې چې هره پېښه کېږي که خوږه یا ترخه پر موږ او زموږ پر لیکوالۍ اغېز ښېندي. کله چې ته لوګر ولایت د خوشي والسوالۍ د سېلابونو یا د پکتیکا ولایت د زلزلې په اړه یو څه لیکې، هغه به خامخا ترخه وي، خامخا به یو څوک خواشینی کوي. نو په همدې اساس د خپل لاس پر نبض باندې مو اعتماد وکړئ او کله چې مو داستان یا لیکنه پای ته ورسېده، کولای شئ چې مدېریت یې کړئ: څه تر کم او څه پرې زیات کړئ، یو لاس یې کړئ. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو