وږي مېږیان | ګل رحمن رحماني

2023-04-15
لنډه کیسه

ناروغ او زهیر بوډا د خپل ورځني عادت له مخې د کور د اضافي سامانونو او غلې دانې کوټې ته ننوت، لکڼه یې دېواله ته تکیه کړه، له کړکۍ یې د کور انګړ او لویې دروازې ته وکتل، لمسیانو یې د ښوونځي کتابونه اخیستي وو او نور د ښوونځي په لور روانېدل.

ده به هر سهار همدا موقع کتله، چې له هغوی ځان خلاص کړي، د غره لمنو ته ورسره د تګ ضد ونه کړي او دی یې په ښوونځي کې د غیرحاضرۍ لامل نه شي، د غنمو د یوه جوال سر یې خلاص کړ، یو ښه موټی غنم یې جیب ته کړل، د وریژو بوجۍ ته ورغی، د واسکټ په بل جیب کې یې همدومره وریژې واچولې، د بوجیو خولې یې سمې کړې، لکڼه یې را واخیسته او همداسې چوپه خوله د کلا له دروازې ووت.

د لښتي په غاړه روان شو، له شل پنځه ویشت متره مزل وروسته د غره لمنې ته وګرځېده، وړاندې له یوه کمره سره ودرېده، د مېږیانو ځالې ته یې وکتل، موسکی شو، لکڼه یې ډبرې ته تکیه کړه، په ملا کړوپ شو.

تورو مېږیانو سرګردانه منډې وهلې، له خپلې ځالې هرې خواته روان وو، څو یې دده بوټو ته نېغ ودرېدل، لکه د هغه هر کلی چې کوي، بوډا جیب ته لاس کړ، په لړزانده لاس یې له جیبه لږ څه غنم را ویستل، مېږیانو ته یې واچول، ورته موسکی او په خبرو شو:

                  وخورئ بچیانو! وخورئ، ستاسې برخه او قسمت نو څوک وړلی شي، څوک دومره زورور دي، څه ته په دې وچو خاورو او شګو کې سرګردانه ګرځئ.

د غنمو له هرې دانې دوه درې مېږیان را وګرځېدل، د غنمو دانې وخوځېدې او بوډا هم لکڼې ته لاس کړ، په کاڼو او وچو اغزنو بوټو کې مخته روان شو، ګونګټو او ملخانو یې له مخې ګامونه اچول.

                  لږ وړاندې د شګلن کمر څنګ ته په پوړنده خاورو او شګو کې د سرو مېږیانو ځاله وه، لوړې پښې او اوږده برېتونه یې لرل، بوډا ورته د پښو په سر کېناست، یوه څرمښکۍ د مېږیانو ځالې ته له نږدې وچې شوې ترخې وتښتېده، بوډا ورپسې خاورې وشیندلي، جیب ته یې لاس کړ، د وریژو څو دانې یې ورته واچولې او بیا له ځان سره لګیا شو.

                  سرو کافرو! تاسې هم کله ارام نه شوی، چې د غره ټول واښه هم را غونډ کړئ مړښت مو نشته، ماته سره او تور څه فرق کوي، ما درته خپل حق راوړئ، ستاسې د خوښې دانې، د خپل پټي وریژې درته شیندم، نوش جان مو شه، نور دې تاسې خدای ماړه کړي.

                  بوډا همداسې وړاندې روان و، څو نورو ځالو ته یې هم د غنمو او وریژو دانې وشیندلې، هغه ته ددې غره په لمنه کې اوس د مېږیانو ټولې ځالې ښې معلومې وې، له تېرو دوو درېیو کلونو راهیسې چې د هغه ناروغي سخته شوې او له بل کاره لوېدلی و، همدا یې عادت و چې اوونۍ کې به څو څله سهار او مازدیګر مهال له څو موټو وریژو او غنمو سره د مېږیانو پر ځالو ګرځېده او همدا دانې به یې ورته اچولې، په کور کې به یې ورته مېرمن او زامن غوسه وو چې څه ته ځان ستړی کوي او د کور غلې پر مېږیانو او مرغانو وېشي، خو ده یې پروا نه کوله، که به ددې کار لپاره د غره لمنې ته ونه ووت، ورځ به ورباندې د کال په څېر تېرېدله.

 اوس نو مېږیان او مرغان د هغه ملګري وو، له ټولو سره به یې داسې په مینه خبرې کولې، لکه له خپلو نږدې ملګرو سره چې خواله کوي، تر هغو به د غره لمن کې وړاندې روان و، چې ساه به یې نه وه درېدلې، کله به یې چې جیب خالي شو، بیا به یې کور ته د راستنېدو پر مهال ځینې واښه او وچې پاڼې هم را ټولولې، په ګوتو کې له مروړلو وروسته به یې نوو ځالو او د مېږیانو لیکو ته اچولې.

+++

                  د اوړي ټکنده غرمه ده، د غره په لمنه کې د هدیرې څنډې ته د تازه جوړ شوي قبر پر شناختو او ورباندې اېښودل شوو بوټو د غرنیو مرغانو شور دی، نرم باد د قبر سرې او شنې جنډې رپوي، په مرمرینه شناخته د سپین ږیري لنډ ژوندلیک لیکل شوی دی،  شاوخوا یې رنګا رنګ مېږیان لا لهانده  ګرځي، لیکې یې  نامنظمې ښکاري. مېږیانو د غره له هرې خوا دې لور ته خپلې لیکې راجوړې کړې او د قبر له شاوخوا د را تاو شوې بارې د ډبرو په سوریو کې وځي او ننوځي، د نن لپاره د خاورو له پاسه شیندلې دانې هم په خلاصېدو دي.

داسې ښکاري لکه مېږیان چې وږي شوي وي، لکه له ورک شوي بوډا چې غلې دانې غواړي او هغه ته له خپلو ځالو په دې شکایت راغلي وي، چې ولې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پخوا په څېر سهار او مازدیګر زموږ ځالو ته له خوږو غنمو او وریژو سره نه راځې.

۱۴۰۲، د وری ۱۸مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو