بوډۍ لور/ نصرت آرمان

2023-01-31
– همدا اوس ووځه کور پيدا کړه، موټر راوله او کډه بار کړه. مېرمنې مې له دې خبره سره د پخلنځي له المارۍ نه د دېګونو او کاسو راغورځول شروع کړل، زه لا نه پوهېدم چې څه شوي؟ هغه بيا ولې سرو مچيو چيچلې؟ کور ته په هر ځل راتګ هغه له ما سره ځکه نښته چې له ما به د سيګرټ بوی تلو، خو نن ما سيګرټ هم نه و څکولی. ما لا د خپلې ګناه په اړه فکر کاوه چې د

– همدا اوس ووځه کور پيدا کړه، موټر راوله او کډه بار کړه.

مېرمنې مې له دې خبره سره د پخلنځي له المارۍ نه د دېګونو او کاسو راغورځول شروع کړل، زه لا نه پوهېدم چې څه شوي؟ هغه بيا ولې سرو مچيو چيچلې؟ کور ته په هر ځل راتګ هغه له ما سره ځکه نښته چې له ما به د سيګرټ بوی تلو، خو نن ما سيګرټ هم نه و څکولی. ما لا د خپلې ګناه په اړه فکر کاوه چې د هغې بيا راپام شو: څه شي ته ولاړ يې؟ ووځه ګنې زه خپله پسې وځم!

هېڅ نه پوهېدم چې هغه څنګه ارامه کړم؟ د نړۍ تر ټولو سخت کار راته د ښځې د غوسې سړول و او هغه به چې کله غوسه شوه نو بيا زما نه چې د پلار کيسه کې هم نه وه!

زموږ دلته د کډې راوړو لا مياشت نه وه پوره شوې چې بيا مې مېرمنې د کډې وړو خبره راوویسته، حال دا چې کور مې هم د هغې په خوښه نیولی و. ما غوښتل حوصله و نه بايلم، ځکه څو ځل راته تجربه شوې وه چې زما له اړخه زور زياتي درد او غم نور هم زياتوه او زما تکرار دليلونه خو هغې قسم کړی و چې نه مني.

زړه مې غټ کړ: دا دی نور ماښام کېږي؛ اوس کور چرته پيدا کړم؟ موټر له کومه کړم؟ او څنګه يې بار کړم؟

هغې ته دا پوښتنې لکه هېڅ مانا چې نه لري: هر چرته يې چې پيدا کوې او هر څنګه چې کوې، خو زه نوره دلته نه اوسم!

ما پرې لګې سترګې برګې کړې: څه تندر راغورځېدلی؟ ته خو اول ما پوی کړه؟

هغې له غوسې وخندل: ما دې په دې چالاکۍ نه شې تېرويستی، څه چې دي کړي خپله پوهېږې.

زه بيا په فکر کې شوم چې څه مې کړي؟ خو نن ورځ ما داسې کوم کار نه وی کړی چې د هغې د نا ارامۍ سبب دې شي.

– ما خو څه نه دي کړي!

ما ته د ځواب راکولو پر ځای د کتابونو المارۍ ته روانه شوه، هلته زما کتابچې هم وې، داسې مې و انګيرله چې زما کتابچو کې يې کوم څه لوستي، ځکه ما پخوا ډېر کاغذونه په خپلو تورو رازونو لړلي وو، خو ژر مې پام شو چې هغه يې لا پخوا لوستي او زړه يې تش کړی و.

يو کتاب يې راواخېست؛ ما ته يې شاه وه، خو د کتاب د خلاصېدو غږ مې واورېد. بېرته راتاوه شوه، يو اسماني رنګه د نوټ د کتابچې وړوکی کاغذ يې زما سترګو ته ونيوه: دا څه دي؟

له پښو مې ساه ووته؛ فکر مې بېخي کار پرېښود، هغې ته د سترګو جيګولو او هغې ته د کتلو نه وم پاتې، پرلپسې پوښتنو مې ذهن ته رامنډې کړې، دا څنګه امکان لري؟ دا کاغذ هغې ته څنګه ورسېده؟……. زه داسې رسوا شوی وم چې هېڅ پرتوګ ورته نه ګنډل کېده.

بې له څه ويلو مې له کوره منډه کړه، ځکه په ټوله کيسه مې سر خلاص شوی و.

زموږ څنګ ته يوې کوټې والا اپارتمان کې يوه بوډۍ او لور يې اوسېدل، مېرمنې مې ورسره په لومړۍ ورځ جوړ په خير کړی و، بيا يې زه هم پوی کړم چې د لور خاوند يې ايران کې دی او دوی هم ورپسې د ورتګ په کارونو لګيا دي او په کور کې نه نارينه لري او نه ماشوم، د هغوی د اپارتمان دروازه به ډېر کله نيمکښه وه او ما به يې يو نيم و خت لور ليده چې بې ټيکري، په بې لستوڼو لنډ کميس او چسپ پرتوګ کې کله ولاړه، کله ملاسته او کله په کار وه، مور او لور به يې کله ټوله ورځ او کله څو شپې ورک وو.

ما او مېرمنې به مې د هغوی په اړه تبصرې کولې، د هغوی په اړه مو ښه فکر نه لره، ځکه مېرمنې مې ويل چې کله نا کله ورکره سړي هم راځي او د بوډۍ لور ورسره په کړس کړس خاندي.

يو ورځ چې زه کار کې وم مېرمنې مې زنګ راووهه، وارخطا وه، ويل يې د بوډۍ لور پسې ډله ښځې راغلي او سره په جنګ دي، مېرمنې مې د هغوی خبرې اورېدلې وې، ويل يې چې د بوډۍ لور د کومې ښځې له خاوند سره جوړه ده، هماغه ښځه ورپسې له څو نورو ښځو سره راغلې او پېغورونه او ګواښونه ورکوي.

مېرمنې مې په هماغه ماښام راسره خپله وېره شريکه کړه چې هسې نه ته ورسره لين واچوې، خو ما ورته ډاډ ورکړ چې دا امکان نه لري، ځکه چې هغه سره سپينه جېنۍ ده او زه د خدای بدرنګ، بل دا چې هغوی له قومي اړخه هم له موږ نه کرکه لري، د خپل قوم بدرنګ زموږ د قوم له ښاېسته هلک او سړي سره نه برابروي او په تاريخ کې زموږ او د هغوی يارانه نه شوې او نه به وشي.

خو زړه او ذهن کې مې بل څه وو، له هغې جېنۍ سره د لين اچولو لپاره مې فکرونه کول او له کاميابۍ وروسته خيالونو کې ډوب وم، څو ځل مې د دې کار خطرونه له ځان سره وسنجول خو اخر هم راباندې شيطان زورور شو او پرون ماښام مې خپل فکر عملي کړ.

دا کاغذ د بوډۍ لور هغې ته راوړی و چې دا شمېره پېژنې؟ کوم چا زما بوټ کې اېښې وه، مېرمنې مې هغې ته انکار کړی و او کاغذ يې ترې اخېستی و چې خاوند به مې ورته زنګ ووهي چې څوک دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو