مارگریټ ډوراس/ وږمه وردک

2022-10-31
مارگریټ ډوراس

مارگریټ ډوراس؛ د فرانسې د معاصر ادب وتلې څېره

مارگریټ ډوراس، په فرانسه کې د معاصرو ادبیاتو مشهوره لیکواله ده. ډوراس د خپلو رومانونو او فلمونو له لارې پر معاصرو ادبیاتو او سینما ژور اغېز پرېښی او اثار یې د نړۍ په بېلابېلو ژبو خپاره شوي.

د فرانسې د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي ادبیات هغه لیکواله راپېژني چې اثارو کې یې د ناول لیکنې نوې لارې وړاندې کړې او فرانسوي نثر ته یې تازه‌والی وباښه. مارگریټ له یوه متفاوت سبک سره د ادبیاتو ډگر ته راغله؛ سره له دې چې د نثر ژبه یې لنډه او له شاعرانه ابهامه ډکه وه، خو بیا یې هم د لوستونکو د فکر په راویښولو کې خپل رول لوباوه. د ډوراس ادبي پنځونې له واقعي ژوند نه چندانې واټن نه درلود.

د مارگریټ ډوراس ژوندلیک؛

مارگریټ ډوراس د ۱۹۱۴ز کال په اپریل کې، د ویتنام په سهیل کې، یوه فرانسوي کورنۍ کې وزېږېده. ماشومه وه چې پلار یې مړ شو او ژوند یې په نېستۍ او محرومیت پیل کړ. مارگریټ په خپلو خاطراتو کې لیکي: د ماشومتوب د کلونو نېستي او محرومیت مې تل روان ځوروي او زما په ذهن کې یې یو تل‌پاتې ځای جوړ کړی دی.

مارگریټ د سوبن پوهنتون په سیاسي علومو کې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې او له دې سره یې په فرانسه کې نوی ژوند پیل کړ. کله چې یاد هېواد د نازیانو له لوري ونیول شو، ډوراس له مقاومت غورځنگ سره یو ځای شوه او په ډېر سختو او خطرناکو شرایطو کې یې سیاسي فعالیتونو ته ادامه ورکړه. په ۱۹۵۰میلادي کال کې له کمونیست حزب څخه ووتله، خو لا هم پر خپلو اجتماعي ژمنو ولاړه وه.

د فلم او نمایش په ډگر کې فعالیتونه؛

مارگریټ ډوراس لسگونه رومانونه، فلمونه او نمایشنامې پنځولې دي. د هر داستان زمینه یا چاپېریال متفاوت یې دی؛ د مارگریټ په اثارو کې د ورځني ژوند له ساده پېښو، لکه د مور او ماشوم له خبرو نیولې بیا تر تاریخي پېښو، لکه د استعمار ضد کلونو او نړیوالې جگړو پېښو پورې ځای شوې دي. 

د مارگریټ ډېری ادبي کارونه د اسیا تر ختیځ او اروپا تر لوېدیځ پورې خپاره شوي. ډوراس هغه وخت ډېره مشهوره شوه چې په ۱۹۵۰میلادي کال یې (هیروشیما زما مینه) فلم نمایش ته وړاندې شو. تر هغه وروسته کله یې چې خپل کوچنی رومان (میین) خپور کړ، د ۱۹۸۴میلادي کال د گنکور ادبي جایزه وگټله او د کتاب په بازار کې یې نړیوال شهرت خپل کړ.

مارگریټ ډوراس د شلمې پېړۍ په معاصره سینما کې د خپلو فلم‌نامو او هغو فلمونو له وجې چې د دې د اثارو پر بنسټ جوړ شوي، ځانگړی ځای لري. مارگریټ هڅه وکړه چې په سینمایي اثارو کې له لاډېرې ښکلاییزې ژبې کار واخلي.

د لیکوالۍ سبک؛

ډوراس په ۱۹۴۱میلادي کال کې خپل لومړنی رومان د چاپ لپاره گالیمار خپرندویې ټولنې ته وسپاره، خو یادې ټولنې رد کړ؛ هغه وخت *ریمون کنو په گالیمار دفتر کې کار کاوه، ده ډوراس هڅوله، ځکه نه یې غوښتل چې له لیکوالۍ زړه‌تورې شي، د همدې لپاره یې بالاخره تر ۲ کلونو وروسته د دې لومړنۍ رومان چاپ کړ.

د وخت په تېرېدو یې اثارو لوستونکي وموندل او تر (هیرشیما زما مینه) او (میین) اثارو وروسته شهرت ته ورسېده.

ډوراس د خپلې لیکوالۍ په اړه لیکي: د کلمو مخه مه نیسئ، پرېږدئ چې جاري شي. کلمې باید هماغه شېبه ولیکل شي چې ذهن ته راځي، که وخت پرې تېر شو، بیا یې په لومړني شکل ځان نه راڅرگندوي.

ډوراس په خپلو اثارو کې گرامري قواعدو ته دومره پام نه کوي. دا په بل ځای کې د لیکوالۍ په اړه وايي: لیکل، بې‌غږه چېغه ده. ما د لیکوالۍ په اړه ډېر څه ویلي خو که رښتیا ووایم په‌خپله هم په بشپړه توگه نه یم پرې پوه شوې.

بل ځای لیکي: کتاب لیکل د ماشوم زېږولو په څېر دی؛ ځکه دا د هغو کلمو ټولگو ده چې په زړه او ذهن کې تر پاللو وروسته یې بهرنی وجود خپل کړی.

مړینه؛

ډوراس تر کلونو لیکوالۍ وروسته بالاخره د ۱۹۹۶میلادي کال په اپریل میاشت کې له نړۍ لاړه.

*ریمون کنو Raymond Queneau: د فرانسې د لسمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې مشهور شاعر او لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو