عاقب عمر/ No Encounter is by Chance

2023-03-11
زما په نظر د انسان په ژوند کې تر هر چا زیات رول، یو ملګری لري حتی تر کتابونو هم زیات چې اغېز ورباندې کوي. د مولانا کتابتون له دومره کتابونو ډک و چې ځایښت یې نه کېده خو څلوېښت کاله یې ځان نیمګړی احساساوه. ټول شیان په کتابونو کې نه وي، ډېره اندازه اړین څیزونه په ژوند کې دي خو سترګې غواړي چې ویې ویني. دا مې زده کړل چې زموږ ژوند د یو چا راتګ

زما په نظر د انسان په ژوند کې تر هر چا زیات رول، یو ملګری لري حتی تر کتابونو هم زیات چې اغېز ورباندې کوي. د مولانا کتابتون له دومره کتابونو ډک و چې ځایښت یې نه کېده خو څلوېښت کاله یې ځان نیمګړی احساساوه. ټول شیان په کتابونو کې نه وي، ډېره اندازه اړین څیزونه په ژوند کې دي خو سترګې غواړي چې ویې ویني.

دا مې زده کړل چې زموږ ژوند د یو چا راتګ هېڅ تصادفي نه دی. حتماً هغه موږ ته او موږ هغه لیکل شوي وو. که د ډېر وخت لپاره وي یا لږ وخت…

ځینې کسان په ډېر کم وخت کې تا دومره اغېزمن کړي چې

په فراق پسې یې شپه او ورځ د سترګو پرځای له زړه اوښکې تویوې لکه مولانا صاحب چې په شمس پسې تویوې او ثمر یې مثنوي شریفه شو. حتی دومره اغېز یې ورباندې کړی و چې د شمس لرې‌وال یې هم د ده په حق کې خیانت ګڼله او له هر چا به یې پوښتنه کوله چې زما شمس مو نه دی لیدلی؟

یوه ورځ له خپل ملګري سره روان و چې د ښار درواغجن کس په مخه ورغی او مولانا پوښتنه ترې وکړه چې له شمس نه به خبر نه یې چې کوم لوري تللی؟ هغه دروغ ورته وویل او ده خپله چپنه ورکړه. ملګري یې ورته ویل ښه پوهېږې چې دروغ وایي نو ولې دې چپنه ورکوله؟ مولانا صاحب ورته ویل هو، ښه پوهېږم چې دروغ یې راته وویل، که رښتیا یې راتت ویلي وای، خپل ځان مې ورکاوه.

«هیچ ملاقات تصادفي نیست» د ترکي لیکوال، ویناوال او تولۍ غږوونکي “هاکان منګوچ” کتاب دی. د کتاب پر مخ لیکل شوي: “تقدیر نه انسان پرېږدي، هره لحظه نوی/بیا لیکل کېږي” دی د دې خبرې د اثبات لپاره له خپل ملګري “دِنیز” سره په اووه ورځني سفر ځي. خو دا یو سیاحتي، چکر یا مشخص ځای ته د تللو لپاره سفر نه دی، بلکې دا سفر انسان خپل ژوند او ځان ته د متوجه کولو په خاطر سفر دی.

دوی نه ډوډۍ، نه امکانات، نه موټر، نه الوتکه او له هیچ شي هم کار نه اخلي خو خپل سفر پیلوي، دوی وایي چې راته لیکل شوي وي، هغه به خامخا رارسېږي او همداسې کېږي هم.

کله چې د دوی دا اووه ورځنی روحاني سفر پای ته رسېږي، دوی بیا هغه کسان نه دي چې له بورسا څخه روان شوي وو؛ بلکې دوی په بشپړ ډول بدل شوي وو.

البته، څوک چې صوفیانه کتابونه نه لولي او نه یې خوښېږي، هغوی یې دې نه لولي. ممکن دا خبرې ورته دروغ ښکاره شي.

یو دوې بېلګې یې:

۱_ دِنیز وویل: ” هغه هم د مطالعې سړی و او هم د سفر زما په نظر په همدې خاطر لوی عالم و.”

د ده داسې یوه ټکي ته پام شوی و چې زه کلونه ورته ورته متوجه شوی نه وم.

ومې ویل: «ته ښه وایي. ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې څوک ډېره مطالعه وکړي ډېر پوهېږي یا هغه څوک چې ډېر سفرونه کوي. مولانا هم ډېره مطالعه کوله او هم یې ډېر سفر کړی و نو ځکه مولانا شو، زما اوس پام شو ورته.

البته یوازې مطالعه او سفر هم نه وو چې له هغه یې مولانا جوړ کړ، هغه شمس درلود! مولانا د وخت ټول مروج علوم زده کړي وو، هم په دین او هم په فلسفه کې خپل اوج ته رسېدلی و. مګر د هغه څه کمبود چې ده احساساوه، هغه د مینې مرتبه چې ورته نه و رسېدلی.

شمس وروسته له کلونو د مینې خوند وروڅاکه، ځکه شمس هم په دې پسې وو ځکه مولانا وایي:

تشنګان ګر آب جویند از جهان

آب جوید هم به عالم تشنګان 

له همدې لارې یې شمس ته خپله د کلونو تنده ښکاره کړه. شمس به ډېرې خبرې نه کولې، چوپ به ناست و خو په دا داسې چوپتیا نه وه چې د مینې کلمې په‌کې ورکې شي. د شمس د چوپتیا راز یې مثنوي ده چې پنځولې یې ده. په اصل کې شمس مولانا ته هېڅ شی هم نه دي ورزده‌کړي، هغه یوازې د مولانا له اوږو بار سپک کړ.

له میکل‌آنژ څخه یې وپوښتل چې دا به عیبه او نقثه مجسمې څنګه جوړوې؟

هغه ورته ویل چې زه مجسمه نه جوړوم، هغه خپله د تیږې په منځ کې جوړه شوې وي زه یې یوازې اضافي ځایونه تراشم. شمس هم د مولانا له اوږو هغه دروند بار یې سپک کړ چې بې عیبه او بې نقصه شي.

۲_ځینې کسان خوب د لاشعور ژبه ګڼي مګر صوفیانو لپاره دومره اسانه هم نه ده چې یو خوب دې د لاشعور او همداسې ترې تېر شي. دوی وایي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به د هر سهار له لمانځه وروسته د صحابه وو خوبونه تعبیرول.

د بېلګې په توګه نیلسن بوهر “ډینمارکی فزیکپوه” چې د کوانتم میکانیک له مخکښو عالمانو څخه یادېږي هم له یوه خوبه خبرې کوي. دی د ۱۹۲۲ز کال د نوبل جایزه ګټونکی هم دی. ده دا کشف کړه چې الکترونونه د اټم له هستې نه راتاوېږي. ده دا نظریه چې یوه اندازه اینرژي بلې اندازې ته الوزي د “بوهر” په نامه ونوموله.

ده یوه شپه خوب ولید لکه څرنګه چې نورې سیارې له لمر څخه راتاوېږي، الکترونونه هم له اټم نه راڅرخي. کله چې رابیداره شو، خپل لابراتوار ته ولاړ او هغه څه یې چې لیدلي وو په اثبات او حقیقت پسې یې پایڅې بډ وهلې.

مشهور فزیکپوه البرټ انشټین هم یوه شپه د نور سرعت په خوب کې لیدلی و او چې سترګې یې رڼې کړې وې ستورو ته یې پام شو چې داسې رڼا نه کوي لکه پخوا او زړه یې داسې احساس کاوه چې د حال په ژبه نه بیانېده…

وروسته یې بیا په ښکاره ویلي وو چې زما کارونه او شخصیت له هغه یوه خوبه راپیل شو چې لیدلی مې و…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو