رسول باوري

2022-07-20
رسول باوري د افغانستان د علمي کورنۍ مهمی غړی و، چې کلونه یې د هېواد ته د علم او ادب له لارې خدمت کړی دی. د مطالعې وخت: ۱۵

لیکوال: احسان الله کریمي

د افغانستان د علم، فرهنګ او مطبوعاتو د لویې کورنۍ ستره علمي هسته پوهاند استا رسول باوري د مرحوم اختر محمد خان زوی او د محمد یعقوب خان لمسی و، چې  په  ۱۳۳۶ لمریز کال  کې یې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. استاد باوري لومړنۍ زده کړې  د ارزګان ولایت سیدال خان لېسه کې  پای ته ورسولې او  لوړې زده کړې يې بیا د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ  په څانګه کې او ماسټري یې په هالنډ پوهنتون کې په لرغونپوهنه کې واخیسته. پوهاند باوري د کابل پوهنتون په ګډون د خوست او له هیواد څخه بهر په بېلابېلو  کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو کې د لرغونپوهنې په برخه کې د استاد په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د پوهنې وزارت  د نصاب ادارې د تاریخ برخې رییس،  د شیخ زاهد پوهنتون رییس او د ولسمشر غني د تېرې دورې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او سر پرست هم پاتې شوی دی او دغه راز پوهاند له کلونو راهيسې د افغانستان په ملي راډيو- ټلویزیون کې د فرهنګي میراثونو په نوم یوه خپرونه هم چلوله، چې په یاده خپرونه کې به یې د هیواد تاریخي ابدات معرفي او په مستنده توګه ثبتول. د تاریخي ابداتو په اړه د پوهاند باوري دا کړی خدمت به په کلونو کلونو راتلونکو نسلونو ته پاتې وي. استاد  باوري خپل ډېر عمر د علمي څېړنو او په تېره بیا د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څېړنیزو کارونو ته وقف کړی و او په دې برخه کې یې ډېر محصلین هم روزلي دي. رسول باوري د هیواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د خوندیتوب په برخه کې ارزښتناک ګامونه اوچت کړي دي، چې لیکلي اثار او طرحې یې ښې بیلګې ښودل کیږي. پوهاند رسول باوري د دې هېواد ستره هستي وه، د خبرو، منطق، استدلال او پوهې عظیم شخصیت و. نوموړي د دې هېواد د فرهنګ او لرغونتیا د پالنې او ساتنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي. تل یې له ملي هویت او فرهنګ په نره په علمي دلایلو دفاع کړې ده او د دې وطن د راتلونکو نسلونو لپاره یې ګټور اثار په میراث پرې ایښي دي.

پوهاند باوري د استادۍ د سپېڅلي دندې ترڅنګ په لسګونو علمي، تاریخي او څېړنیز اثار لیکلي او  ټولنې ته یې د استفادې لپاره وړاندې کړي دي. د استاد باوري په اړه داسې هم ویل شوي چې د هیواد د لرغونپوهنې په برخه کې تر سلو زیات مستند فلمونه، د ملي موزیم د چارو بیارغونه، د لرغونپوهنې کمېټې د چارو سمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو اغیزمن سمون او داسې نور فرهنګي کارونه یې د یادونې وړ دي. پوهاند رسول باوري  د کډوالۍ پر مهال  په سختو حالاتو کې هم  د خپل ګران هیواد او ولسونو لپاره په علمي، فرهنګي او څېړنیزو چارو کې فعال رول لوبولی او ارزښتناکې قلمي هلې ځلې یې کړې دي. پوهاند باوري د افغانستان د تاريخ او لرغونپوهنې د ډګر يو پياوړی عالم، ليکوال او څېړونکی، متواضع او د نرم خوی او نېکو اخلاقو خاوند و او دغه راز په کاري ډګر کې له همکارانو سره د یو لارښود همکار په توګه پاتې شوی دی. استاد باوري سولې ته د رسېدو، ټولنیز عدالت او د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او په دې ویاړلې لار کې ښه ځلېدلی دی.

د لرغون پیژندنې دغه استاد په همدې برخه کې له شلو ډېر لیکلي تاریخي آثار او تر ٣٠٠ ډېرې مقالې په هیواد کې او له هیواده د باندې نشریو او ویب‌پاڼو کې خپرې کړې دي او دغه راز  تر ۱۰۰ په ډېرو سمینارونو کې یې ګډون هم کړی دی.

استاد تر نیمه پېړۍ زیات عمر د ښوونې، لیکوالۍ او رهبرۍ له لارې د افغان ملت د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ. په شلمه پېړۍ کې د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمه پېړۍ کې ښاغلی باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره یوه ښه نمونه وه.

 د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د پوهاند باوري ملګری اورنګ مختار وايي، چې ښاغلي باوري په سختو حالاتو کې د افغانستان داسې ولایتونو ته د تاریخي ابداتو د پېژندنې په موخه سفرونه وکړل، چې چا یې فکر هم نه شوای کولای. نوموړی وايي چې هغه د لرغونپوهنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او دا نېکي به یې په ټول افغان ملت معلومه وي.

استاد باوري په ۱۳۶۵ کال کې د علامه طرظي د لیکوالۍ میډال او په ۱۳۹۳ کال کې د غازي میر بچه خان میډال تر لاسه کړ. پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري. د ده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده.

د افغانستان د علمو اکاډمۍ مشر ظاهر شکیب وايي، ډېری هغه ځایونه پوهاند باوري خلکو ته وروپیژندل چې هېچا یې په اړه معلومات نه درلودل.

د پوهاند رسول باوري  مشر ورور محمد جان باوري وايي چې د استاد رسول باوري په ژوند کې لوی ارمان په هیواد کې تلپاتې سوله او په ځان بسیا افغانستان و.

د هیواد دې لویې  هستۍ، مثبت فکر، ژمنې ککرۍ او ویاړلي شخصیت پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلونو په عمر له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د افغانستان وتلي او فرهنګي شخصیتونه د هغه مړینه د هیواد لپاره لویه ضایعه ګڼي او وایي چې تشه به یې تر ډېره ډکه نشي.

د هغه ملګري وايي چې د رسول باوري رول د افغانستان د لرغونو اثارو په روښانه کولو کې خورا مهم و. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار محمد فقیر میوند وايي، پوهاند باوري راتلونکو نسلونو ته دومره کار کړی، چې نوم به یې په پېړیو پېړیو ژوندی وي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال هارون حکمي وایي، د پوهاند استاد محمد رسول باوري مړینه د ټول افغان ملت لپاره نه جبرانېدونکې ده او تر ډېره به  د هغه ځای ډک نشي.

د پوهاند رسول باوري پر مړینه په لر او بر پښتنو کې فرهنګي، سیاسي او عامو وګړو خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  ویلي، مرحوم باوري زرګونه محصلین وروزل او د هیواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخه کې یې ډېر خدمتونه کړي. نوموړي د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونو کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود، چې مړینه یې لویه ضایعه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د باوري صیب پر مړینه خواشيني ښودلې او ویلي یې دي، ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د هېواد علمي او اکاډمیک شخصیت و، چې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې ترڅنگ یې د لرغون پېژندنې په برخه کې ډېر علمي آثار او تحقیقي مقالې له ځانه په میراث پرېښې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ویلي، پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او ښه څېړونکی و چې کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ د مقدسې دندې تر څنګ په لسګونو علمي- څېړنيز اثار او په سلګونو علمي- څېړنيزې مقالې د لرغون پېژندنې په برخه کې ليکلې دي، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري.

استاد رسول باوري د خپل وخت یو ستر عالم او تاریخ پوهه و، د هغه مړینه د لر او بر افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو