په ژبو کې غږیز بدلون | ملیار همدم

2023-11-26
په ژبو کې غږونه څه ډول

اواز یا فونیم:

اواز یا فونیم د ځنځیري فونیمونو له دلې څخه ګڼل کیږي او د ژبې تر ټولو کوچنی غږیز توک دی چې په خپله کومه مانا نه لري؛ خو په مانیزو توکو کې مانیز بدلون پېښوي. د بېلګې په توګه (ت) پښتو کې یو اواز دی چې یو ویی يې لکه (تور) له بل ويي، لکه (پور) څخه توپیر کړی دی. نو دلته د (ت) فونیم مانیز بدلون رامنځته کړی.

د پښتو ژبې ټول غږونه په وینا کې د هغوی د موقعیت له مخې په دوو سترو برخو وېشل کیږي:

ځنځيري ((Segmental

نا ځنځیريSupra segmental))

ځنځیري واحدونه: د ژبڅېړونکو په اند پښتو ژبه کې ځنځيري فونیمونه د اصلي فونیمونو جوړونکي دي. دغه غږونه له الف څخه تر (ی) پورې عبارت دي، چې بیا په واولونو او کانسننټونو باندې وېشل شوي دي. ځنځيري یې ځکه بولو که چېرې موږ ګړهار بهیر یو ځنځير وګڼو نو دا فونیومونه ځنځیر کې د کړیو په شان پر له پسې راځي. يا په بله مانا؛ ځنځيري فونیمونه هغه فونیمونه دي چې مشخصې نښې لري او د نړۍ په ژبو کې پېژندل شوي وي او په هره ژبه کې خپل ارزښتناک ماهیت لري، چې په واردولو یې د کلمې مانا بدلیږي. د بېلګې په توګه: ( تور ــــ کور) د تور کلمې لومړي فونیم په بدلېدو ټوله مانا بدله شوه.

نا ځنځيري واحدونه: نا ځنځیري فونیمونه یو لړ ژبنۍ پديدې دي، چې ژبه کې فونیمیکي ارزښت په ډول په ډېرو مواردو کې له مانا سره اړیکه لري. خج، اهنګ، بېلتون او پیوستون او څپه نا ځنځيري پدیدې بلل کیږي. دا چې دا فونیمونه  په یوې ژبې کې غږیز بدلون رامنځته کولی شي نو اړینه ده چې هر یو یې تشرېح شي. ناځنځيري فونیمونه  په یوازې توګه کومه مانا نه لري او نه تلفظ کیږي؛ خو د ځنځیري فونیمونو په موجودیت کې خپل ځان ښکاره کوي.

خج یا فشار (stress accent)

خج یو نا ځنځیري فونیم دی، چې تغیر یې په جمله، کلمه یا ویي کې د مانا د بدلون سبب ګرځي.

يا په بله مانا خج د یوه لفظي چاپېریال له دوو يا څو څپو څخه د یوې څپې پر واول باندې د صوتي غړو لخوا د هوا فشار ته وایي.

لکه: اوږه، که چېرې خج په لومړۍ څپې وارد شي نو د سیر مانا ورکوي؛ خو که چېرې خج په وروستۍ څپې وارد شي نو د اوږې یا شانه مانا ورکوي. همدا ډول غوټه هم د خج په واردولو کې دوې بېلې ماناوې لري چې یوه یې د فارسي (ګره او ننوتل) دي. ولیدل شول چې نیږدې همشکله دوه مورفیمونه د خج چې یو نانځیري فونیم دی، د موقعیت د تغیر له امله په بېلو بېلو مانا لرونکو کلمو بدل شول.

اهنګ: د ناځنځیري فونیمونو له ډلې څخه دی، چې خج سره مخامخ اړیکه لري. د خج اوږدوالي او شدت ته اهنګ ویل کیږي. لکه:

احمد راغی.

احمد راغی؟

احمد راغی!

پورته جملې د اهنک او لیک نښو په وسیله تفکیک کولی شو.

بېلتون او پيوستون: که چېرې دوه مورفیمونه یا دوې جملې سره پیوستې او بې له ځنډه ولوستل شي نو پيوستون او برعکس ته یې بېلتون وایي. لکه: محمود ګړندی ښوونځي ته ځي.

څپه: نه تجزیه کېدونکی وییز واحد دی، چې مانا سره ارتباط نه لري.

فونولوجیکي عملیې ¬ (phonological process)

لومړی خو به د فونیمیکي او مورفوفونیمیکيٍ بدلون توپیر واضح کړو، چې ځينې خلک یوه مانا ترې اخلي. د مورفوفونیمیکي بدلون مانا دا ده چې یو فونیم خپل عمل د مورفیم په منځ کې ترسره کوي، مطلب دا چې د فونیم په تغیر سره مورفیم کې هم تغیر راځي. خو کله بیا داسې کیږي چې ټول مورفیم تغیر کوي، هغه بیا د فونیمونو وجه نده؛ بلکې مورفیمي مسله ده. خو که چېرته فونیمونه په مجرد ډول تغیر کوي، البته د تولیدي فونولوژۍ له مخې کله چې یو فونیم تلفظ کیږي خپل تلفظي ماهیت بدلوي؛ نو دې ته موږ کولای شو د تولیدي فونولوژۍ په اساس فونولوجیکي عملیې یا فونولوجیکي صورتونه ووایو.

د مجرد د کلمې تعبیر دا دی چې که موږ فونیمونه په ځانګړي ډول، یعنې پرته له دې څخه چې موږ مانایي اړخ ته لاړ شو او یوازې د غږیز ماهیت له مخې فونیم مطالعه کړو؛ نو دوه اساسي برخې لري:

اوازونه د زېږډول له مخې (Msnner Articulation): مثلاّ د (پ) غږ د تولید ډول څنګه دی، پورتنی دی، ښکتنی دی… .

اوازونه د زېږځای له مخې (Place of Articulation):  مثلاّ همدا د (پ) غږ چېرته تولیدیږي، مخرج یې کوم دی… .

نوټ: د دې لپاره چې ډول، ډول فونولوجیکي عملیې سره ګدې وډې نه شي، نو په لاندې کټګوریو یې وېشو:

همرنګي Assimilation

 له نامه څخه يې ښکاري چې د همرنګۍ په عمليې کې یو فونیم له ګاونډیو فونیمونو څخه خاصیتونه اخلي، چې لږ او ډېر د زېږځي یا ډول له مخې د هغوی په رنګ کیږي. چې دا چاره څلور ډوله کیږي:

•               کانسوننټ د واول خاصیت اخلي. لکه: تېري او دېوال کلمو کې چې (د او ت) کانسننټونو د (ي) چې پورتنی واول دی؛ خاصیت يې اخیستی.

•               واول د کانسوننټ خاصیت اخلي. لکه: ماما، مینه چې له (م او ن) پزیزو کانسننټونو وروسته راغلی الف اوزورکي يې هم پزیز کړی دی.

•               واول د واول خاصیت اخلي. لکه: ډېر، ډېري او تېر، تېري.

•               کانسوننټ د کانسوننټ خاصیت اخلي. لکه: شنبه او شمبه، سمبله او سنبله.

همرنګی تر هر څه د مخه پر دوو دولونو وېشل کیږي.

1)              پر مختګې همرنګي prograsive assimilation

2)              پر شاتګې همرنګي    Regrassive assimilation

پر مختګې همرنګي: prograsive assimilation:

هغه عملیه ده چې یو اواز په خپل چاپېریال کې له مخني اواز څخه اغېزمن شي. لکه: د مڼه او رڼا کلمو کې چې زور او الف مد غږونه د (ڼ) اواز له ځان سره پزیز کړي دي. همدا ډول د حسینه او ثنا نومونو کې.

پر شاتګې همرنګي:    Regrassive assimilation 

هغې همرنګۍ ته ویل کیږي چې یو اواز د ورپسې اواز تر تاثیر لاندې راشي او د همغه اواز خواص پيدا کړي. لکه: پونبه او تنبه کلمې چې پومبه او تمبه لوستل کیږي ځکه چې د (ن) فونیم د ورپسې غږ یعنې (ب) تر تاثیر لاندې راغلی او (ن) یې د خپل په شان شوندیز کړی.

همرنګي د بشپړوالي او نا بشپړوالي له مخې هم دوه ډوله ده:

بشپړه همرنګي: Total assimilation

بشپړه همرنګي په دې مانا چې یو غږ په بشپړ ډول د خپل ګاونډ یا نا ګاونډ غږ ځایناستی شوی وي. لکه د شبنم او شګنم کلمو کې (ب) په بشپړ ډول په (ګ) اوښتې ده. همدا رنګه د نمسي او لمسي، نمڅي او لمڅي کلمو کې بشپړه همرنګي را منځته شوې ده.

نا بشپړه همرنګي Partial assimilation

نا بشپړه یا برخیزه همرنګي دا مانا چې یو غږ له بل هغه سره د زېږدځي یا زېږد ډول له پلوه همرنګي شي. لکه تنبه او تمبه یا خمبه او خمبه په کلمو کې د (م ـ ن) تر منخ برخیزه یا قسمي همرنګي را منځته شوې ده.

د واټن له مخې هم همرنګي دوه ډوله ده:

ګاونډه همرنګي Neighbor assimilation

چې یو اواز په خپل چاپېریال کې د خپل مخني یا وروستني ګاونډ اواز سره همرنګي ومومي، لکه په تېرو بېلګو کې.

نا ګاونډه همرنګي Disneighbor assimilation

هغې همرنګۍ ته ویل کیږي چې همرنګي یې له ګاونډي فونیم څخه نه، بلکې له نا ګاونډه فونیم څخه وي. چې په نا ګاونډه همرنګۍ کې پرمختګې او هم پر شاتګې همرنګي شته.

ناګاونډه پرمختګې لکه: نولس کلمه چې نونس تلفظ کیږي، چې دلته په لومړۍ کلمه نولس کې (ل) اوریز، مایع او غږن اواز دی د نا ګاونډه (ن) غاښیز پزیز او غږن اواز دی، تر تاثیر لاندې راغلی او (ل)  یې په خپل رنګ یعنې په (ن) اړولی دی.

نا همرنګي Dissimalation

کله چې په یوه ژبني چاپېریال ( څپې، ګړ، ویي) کې همرنګه اواز نا همرنګه شي، نا همرنګي بلل کيږي. لکه د نمونځ کلمه چې تلفظ شي بیا لمونځ تلفظ کیږي؛ یعنې د (ن او م) همرنګي چې دواړه همرنګه( پزیز) دي، له منځه وړي او د (ن) پر ځای (ل) راوړل کیږي او د پزیز کلسټر ماتوي.

تضعیف او تقویه

تضعیف weaken : هر کله چې ټينګ واول په سست واول واوړي، د تضعیف عملیه ورته وایي. مثلا زور  په زورکي واوړي یا هم کله چې دوه واولونه (دفتانګ) په یوه واول واوړي، تضعیف یې بولي. لکه: (سړی او ځلمی) کلمو کې چې د ay  دفتانګ پکې دی، نو کله چې د دغو کلمو مغیره یا جمع شکل لیکو، د  ay دفتانګ په (ي، i) اوړي. سړی ـــ سړي او ځلمی ـــ ځلمي.

هېره دې نه وي پښتو ځيني یو هجا لرونکي نومونه چې په تنه کې زور ولري، په جمع کولو کې زور په زورکي اوړي. لکه: غل ـــ غله، مل ــــ مله.

تقویه (strengthen): هر کله چې یو سست واول په لغوي چاپېریال کې په ټينګ واول واوړي او یا هم یو واول په دوو واولونو(دیفتانګ) باندې واوړي، د تقویې عملیه بلل کیږي. پښتو کې دا قاعده ده چې کله مفرد نوم په زور پای ته رسېدلی وي نو په جمع کولو کې یې زور په اوږدې (ې) اوړي. لکه: مڼه ـــ مڼې او پزه ـــ پزې. دلته زور چې سست واول دی په (ې) چې یو ټینګ واول دی، اوښتی نو د تقویې عملیه یې بللی شو.

د یو واول پر دوو واولونو(دیفتانګ) بېلګه: بله قاعده داسې ده چې پښتو کې هغه نومونه چې په څرګنده(ي) پای ته رسېدلي وي نو په دوو واولونو جمع کیږي. لکه: وداني ـــ ودانۍ  او ناروغي ـــ ناروغۍ.

(i_ ay) اوښتی.

له منځه تلل یا خنثی کېدل:

په دې مانا چې په لغوي چاپېریال کې یو غږ له خپلو خاصیتونو څخه یو خاصیت له لاسه ورکړي او یا هم په عمومي توګه خپل صنفي خواص له لاسه ورکړي مثلا یو غږن فونیم ناغږن او یو واول په سیمې واول اوښتل

1.              د خاصیت له لاسه ورکول: په پښتو کې  (ن او غ) چې غږن فونیمونه دي، کله چې له (ښ او چ) څخه دمخه راشي خپل غږنوالی له لاسه ورکوي. لکه: نښتل او باغچه کې چې (ن) ناغږن شوی او همدارنګه (غ) په (خ) اوښتی چې دلته یو فونیم  خپل خاصیت له لاسه ورکړی.

د صنفي خواصو بدلېدل: پښتو ژبه کې بله قاعده دا ده، هغه مفرد نومونه چې په څرګندې (ي) پای ته رسېدلي وي، کله یې چې جمع کوو بیا د (ان) وروستاړی ورسره یو ځای کوو جې دلته هماغه څرګنده(ي) په سیمي واول اوړي او خپل صنفي خواص له لاسه ورکوي. لکه: بندي ــــ بندیان. او هغه نومونه چې په لنډ (و) پای ته رسېدلي وي هم په (ان) جمع کیږي لکه: کدو ـــ کدوان. دلته هم (و) په سیمي واول (w) اوښتی دی او خپل صنفي خواص یې له لاسه ورکړي.

1.              هجایي جوړښت: د هجایي جوړښت په عملیه کې د کانسوننټ او واولونو نسبي وېش باندې تاثیر کوي. کانسوننټ یا واول غږونه ښایي حذف شي، داخل شي، دوې غږیزې ټوټې ښایي چې سره ګډې شي او پر یوې واحدې ټوټې باندې بدله شي، یوه ټوټه ښایي خپل عمومي صنفي خواص بدل کړي؛ چې دا چارې د لاندې عملیو په طریقه کیږي.

•               د کانسوننټ حذف: هغه مرکب فعلونه چې لومړی جز یې نوم یا صفت وي او ورپسې د (کېدل یا کول) فعل راشي او لومړی جز په کانسوننټ پآی ته رسېدلی وي؛ نو د لومړي جز پای کانسوننټ حذفیږي لکه: پاک+ کول= پاکول

•               د واول حذف: پښتو کې چې یو نوم په واول پای ته رسېدلی وي او ورپسې مورفیم په واول شروع شوی وي، د لومړي توګ خپلواک حذفیږي. لکه هغه شمېر نومونه چې په زورکي پای ته رسېدلي وي او د (ام) رتبي وروستاړی ورپسې ونښلي. مثلا: پینځه+ ام= پینځم  یا  شپېته+ام= شپېتم.

•               د کانسوننټ داخلېدل: پښتو کې د رتبي عدد وروستاړي (am)  چې کله په داسې عدد پسې راشي چې له زورکي پرته په کوم بل واول پای ته رسېدلي وي، نو د اصلي عدد او رتبي لاحقې ترمنځ یو شبه واوا داخلیږي. لکه: اویا+ ام= اویایم      اتیا+ ام= اتیایم

•               د واول داخلېدل: پښتو کې چې نومونو سره (ور) وروستاړی راشي، نو صفت ځينې جوړیږي. له دغو نومونو څخه هغه نومونه چې په کانسوننټ پای ته رسېدلي وي، د دې لپاره چې د نوم وروستی غږ د وصفي لاحقې له لومړي غږ سره  د کانسوننټ کلستر جوړ نه کړي، په منځ کې یې واول داخلیږي. لکه: بختور، ښکرور، زورور… .

•               د واول امتزاج: کله چې یوه کلمه په زوَر پیل شوې وي او ترې دمخه د مطلقیت (و) ، د نفې مختاړی(نه یا مه) راشي؛ نو د مختاړو د پای زورکی د ورپسې کلمې له زوَر سره ګډيږي او په یوه واحد واول(الف) باندې اوړي. لکه: و+ اخله= واخله     مه+ اغونده= ماغونده  نه+ اخلم= ناخلم

نوټ: په و اېشول او وایستل کې دا قاعده ځکه د تطبیق وړ نده چې اېشول او ایستل په زور نه بلکې په (e,i) شروع دي.

•               د کانسوننټ امتزاج: دوه پر له پسې کانسوننټ غږونه په داسې یو کانسوننټ باندې بدلیږي، چې له لومړیو دوو کانسوننټ غږونو سره ګډ خاصیتون ولري. لکه:

•               د واول او کانسوننټ امتزاج: پښتو کې پزیز کانسوننټ او واول  پر پزیز واول بدل شوي دي، عیناّ لکه د همرنګۍ عملیه. لکه: مڼه، ماما، مور… .

2.              اوړون یا قلب Methodize: دوې غږیزې ټوټې ممکن یو له بل سره ځای بدل کړي. قلب هغه غږیز بدلون ته وایي چې د یوې څپې، ګړ یا ويي د اوازونو په ترتیب کې پېښ شي. لکه: اسوېلی ـــ اوسېلی     کښل ــــ ښکل     اورېدل ــــ اروېدل     روځ ــــ ورځ     ږغ ــــ غږ

3.              سینکوپ او اپوکوپ:

•               سینکوپ: په سینکوپ کې خجن واول ته څېرمه واول حذفیږي، یعنې په هغو کلمو کې چې تر ماقبل الاخر دمخه اواز یې خج ولري. دا پدیده له لاتیني څخه د فرانسوي په ارتقا کې پېښه شوې ده. پښتو کې هم دغسې کیږيٍ د پای لخوا د درېیم بې خجه واول په حذف باندې ترسره کیږي. لکه: پوهنه+ تون= پوهنتون، (ه) یا ناخجن زوَر له منځه تللی. همدا ډول پوهنه+ ځی= پوهنځی

نوټ: پښتو کې دغسې ځينې نورې کلمې هم شته، د پای ناخجن زوَر یې له منځه نه ځي. علت یې د کلمې د پیل قوي خج دی هغه یې نه پرېږدي چې ورپسې بې خجه څپه یې وغورځي. لکه: وسله+ وال+ وسله وال       کامه+ وال= کامه وال       زېرمه+ ځای= زېرمه ځای

•               اپوکوپ: په اکوپ کې د کلمې د پای د بې خجه واول په تېره بیا د یوه تخفیف شوي یا زوَر ډوله واول له منځه تلل دي. پښتو کې د اپوکوپ عملیه په هغو کلمو کې ترسره شوې، چې پای یې په زوَر ختم شوی وي، لکه: ورځه ـــ ورځ     مېچنه ــــ مېچن     لمنه ـــــ لمن

4.              غورځېدل، حذف یا کاهش(Omission) :

هغه عملیه چې له یوې څپې، ګړ یا ویي څخه یو اواز وغورځي یا کم شي. لکه: زړه ـــ ړه    اخلم ـــ الم    واخله ــــ واله. د غورځن( غورځېدو) بېلګې هم لرو چې د (و) په غورځن ځيني ویي را ساده شوي وي، لکه: وروس ــــ روس    وړومبی ـــــ رومبی.

5.              زیاتېدن یا افزایش (Addition):

اېډېشن یا زیاتېدن هغې عملیې ته وایي، چې په یوه ژبني چاپېریال( څپې، ګړ یا ویي) کې یو اواز د یوه خواږه اهنګ په توګه زیات شي، بې له دې چې کوم مورفولوژیکي بدلون رامنځته کړي. لکه د (ن) زیاتېدل د (مونږ) په کلمه کې او یا د (د)ّ زیاتېدل په (سیند) کې چې اصل یې سین دی. یا هم لکه زمری ـــ ازمری     نغری ـــ انغری.

نوټ: اسان خوښي یا هم خوږغږي ده چې د ډېرن، غورځن، اوړون، همرنګۍ… له موخو او انګېزو څخه ګڼل کیږي.

6.              ساندهي یا غونډله غږونج (Sadhi) : ساندهي د پیوستون مانا لري، په اصل کې دا پر سانسکرېټ پورې اړه لري خو کېدای شي پښتو کې یې هم څرک ولګي مثلاّ په یوه جمله کې د یوې کلمې د پای غږونه د بلې کلمې د کلمې د پیل غږونو تر اغېز لاندې راشي. لکه: زه سین ته تللی وم، چې اصل کې یې داسې ده (زه سیند ته تللی وم) چې دلته د سیند د کلمې (د) د (ته) د کلمې له (ت) غږ څخه اغېزمن شوی او نه تلفظ کیږي.

واول یا خپلواک غږونج: چې په یوه ژبني چاپېریال کې د یوې سټې واول په بل واول باندې واوړي. د واولونو دغه بدلون زیاتره په هند ـ اروپایي ژبو کې پېښېږي، لکه پښتو کې چې مفرد نومونه جمعې ته اړوو نو زوَر او زورکی په اوږدې (ې) اوړي. د بېلګې په توګه: ویاله ـــ ویالې      خوله ـــ خولې     پزه ــــ پزې     مڼه ــــ مڼې

اخځلیکونه:

1.              وحدت، عبدالسمیع . (۱۳۹۸ ل.ل) تولیدي فونولوژي، کابل.

2.              چمتو، محمد قسیم. (۱۳۹۸ ل. ل) تشریحي ژبپوهنه، کابل.

3.              اڅک، بایزید. (۱۳۶۱ ل)، فونولوژیکي عملیې، کابل.

4.              خوېشکی، محمد صابر، (۱۳۹۷ ل) بښتو معاصر ګرامر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو