په کیسه کې د کرکټر کښنې تیوري/ پوهنمل ګل رحمن رحماني

2023-06-12
            زموږ ټول ژوند یوه یوې لویې کیسې ته ورته دی، چې لوړې ژورې، هیلې، غوښتنې، ماتې او بریاوي لري. انسان د زمان په هر پړاو کې ددې کیسې کرکټر دی چې وړاندې ځي او خپله کیسه بشپړوي، خو له کله چې انسان ته د هنر د ملکې ملتیا ور په برخه شوه، ورسره سم د کیسې رنګ او روایت هم بدل شوی، د کیسې تکرار، ښایست او بیا کتنې

            زموږ ټول ژوند یوه یوې لویې کیسې ته ورته دی، چې لوړې ژورې، هیلې، غوښتنې، ماتې او بریاوي لري. انسان د زمان په هر پړاو کې ددې کیسې کرکټر دی چې وړاندې ځي او خپله کیسه بشپړوي، خو له کله چې انسان ته د هنر د ملکې ملتیا ور په برخه شوه، ورسره سم د کیسې رنګ او روایت هم بدل شوی، د کیسې تکرار، ښایست او بیا کتنې ته زمینه مساعده شوه، چې له دې سره انسان وکولی شوای چې پر خپل ژوند او برخلیک بیا کتنه وکړي.

            دلته موږ د ژوند له عادي کیسې را بېلېږو او ددې کیسې پر هنري انځور یا اډانه خبرې کوو، پر هنري داستان یا لنډه کیسه غږېږو چې اصلا کرکټر په کې معرفي کېږي نه، بلکې ښوودل کېږي، په دې چې تمثیلي ادب له لرغونو زمانو څخه د انسان د شوق او لېوالتیا یو محور دی او داسې هېنداره ورته ویلی شو چې دی په کې پای او نزول ته له رسېدو وړاندې د خپل برخلیک ننداره کولی شي.

            لنډه کیسه چې د هنر پر مټ د انسان له ژوند سره ملګرې شوې، د خپل جوړښت او تعریف له مخې دومره اوږد عمر نه لري، بلکې د ژوند د کیسو یاني  افسانو، حکایتونو او اسطورو مډرن یا معاصر ژانر دی چې د ادبي فنونو او  ادبي شوې ژبې پر مټ یو شمېر ځانګړنې او  ځانګړی چوکاټ ورته اړین دي.

            که څه هم داستان په ټوله کې غونډ داستاني ژانرونه را نغاړي، خو زموږ د بحث اصلي محور به پر لنډه کیسه وي، ولې تر دې لویو داستاني ژانرونو باندې هم اطلاق کېدلی شي. معاصره لنده کیسه ځانګړی داستاني منطق او چاپېریال (زمان – مکان)  غواړي چې له رعایت سره یې په کیسه کې خوند او جذابیت پیدا کېږي او لوستونکی له متفاوت لید سره روزی او ملګری کوي یې.

            لنډه کیسه یو هنري ژانر دی چې خپل چاپېریال لري او ددې چاپېریال اصلي ستنې له زمان او مکان څخه عبارت دي چې تر منځ یې کرکټرونه وده کوي او په پېښو کې خپل چلند ساتي. د داستاني هنر لومړی بنسټ تخلیق دی او په دویم ګام کې ورسره د لیکوال د تخیل ځواک هم ملګری کېږي.

            کرکټر هغه څوک دی چې کیسه ورباندې را څرخېږي یا د کیسې پېښې مخته وړی، په بل عبارت د کیسې د حرکت او مخته وړنې مسوولیت ور په غاړه دی چې دا کار د خپلو فرعي همکارانو ( کرکټرونو) په مرسته کوي.

کرکټر پېژندنه:

            د کرکټرونو د وېشنې ډېر عام طرز دا و چې په اصلي او فرعي باندې وېشل کېدل، که څه هم دا وېشنه اوس هم تر ډېره کارېږي، خو ښه به وي چې یو څه نور هم وغځول شي. د داستاني کرکټرونه درې ډوله دي:

  1. پروټګنیسټ
  2. انټګنیسټ
  3. سټروټیپ

لومړی ډول کرکټر ته اصلي کرکټر وايي، یاني هغه شخص چې کیسه له پیل نه تر پایه ورباندې را چورلېږي، د مثبتو ځانګړنو تله یې خورا درنه وي، ښه کارونه کوي، مثبت او حق لوري ته روان وي، مرکزي کرکټر هم ورته وايي، یاني که له داستاني صحنې ویستل شي، بیا داستان ورسره بې خونده کېږي. په لنډه کیسه کې معمولا یو خو کله کله دوه کرکټرونه هم مرکزي یا پروټګنیسټ رول لوبوي.

            په دویمه ډله یا انټګنیسټ کې بیا د اصلي کرکټر ضد کرکټرونه وي چې منفي ځانګړنې لري، د هیرو یا اصل اتل پر وړاندې خنډونه جوړوي، ټکر رامنځته کوي، د هغه د کړنو مخنیوی کوي چې په مقابل کې یې اصلي کرکټر د خپل حرکت او هڅو پر بنسټ داستان ته جلا لید او خوند وربښي، یا په بل عبارت دا ډول کرکټرونه د اصلي کرکټر د ننګونې، د هغوی د فعال ښودنې او له یو اړخیز والي یا یو نواختۍ څخه د داستان د ژغورنې مسوولیت تر سره کوي، دا کرکټر/ کرکټرونه د اصلي یا مرکزي کرکټر په څېر اهمیت لري.

            درېیمه ډله کرکټرونه یا سټروټیپ بیا نه اصلي دی او نه هم فرعي، دوی په داستان کې ډېر وي، دومره اهمیت نه لري او نه هم لیکوال د هغه د کړنو او ځانګړنو تفسیر ته دومره پاملرنه کوي، ځکه دوی د همکار رول لري، یا له لومړۍ او یا هم د دویمې ګتګورۍ کرکټرونو سره ملتیا کوي او داستان تمثیلوي. دې کرکټرونو ته قالبي کرکټرونه هم ویل شوي دي چې په پښتو کیسو کې د مزدور، دهقان د زوی، ناظر، کارګر او نورو په څېرو کې لوبېږي.

             د کرکټرونو یو بل وېش هم په ساده او پېچلو کرکټرونو شوی دی، په پېچلو کرکټرونو کې تر ډېره مرکزي رولونه لوبول کېږي، لوستونکی یې تر پایه هم په بشپړ ډول نه شي پېژندلی، ثابت او اوږدمهاله خویونه نه لري، د مثبتونو تر څنګ یې منفي هم را څرګندېږي، د ښو کړنو او عاداتو سره یې کله کله بد هم ظهور کوي، خو په ساده کرکټرونو کې بیا هر څه د لوستونکي د خوښې لپاره مثبت روان وي، لوستونکی یې په اړه یوه وړاندوینه هم کولی شي چې اکثره رښتیا خېژي چې دا تر ډېره پر داستان د عادي کیسې یو اغېز دی، یا تل مثبت وي یا تل منفي چې دا د انسان د عادي ژوند د طبیعت او عادت خلاف ځانګړنه ده، ځکه هېڅوک هم داسې نشته چې بدې ځانګړنې دې ونه لري.

پېښه او کرکټر:

 په داستان کې یو تر ټولو مهم عنصر پېښه ده، پېښه د داستان په طرحه یا پلاټ کې د کرکټرونو د عمل او کړنو لپاره زمینه مساعدوي، خو د پښتو داستانونو ستونزه دا ده چې اکثره پېښې د کرکټرونو لپاره ایجادېږي، یا هم که کله کوم څه یا موضوع مطرح کېږي، لیکوال ورته نوی کرکټر رامنځته کوي. حال دا چې غوره کیسه هغه ده چې خپله کرکټرونه پېښې وزېږوي، رامنځته یې کړي او بیا خپله دا پېښې دومره طبیعي، منطقي او قوي چې خپله د پېښې زېږوونکي کرکټر پر کړنو کې هم بدلون راولي.

په بل عبارت په ناکامو یا کمزورو کیسو کې لیکوال هڅه کړې وي چې پېښې رامنځته کړي او بیا له پېښو کرکټرونه وزېږوي او همدا پېښه ورباندې وړاندې بوځي.  

د کرکټر اروايي خاصیت:

            رواني حالت په کرکټر کښنه کې خورا زیات مهم دی او دا هغه وخت کېدی شي چې لیکوال د خپلو کرکټرونو د کښنې پر مهال د هغوی روان ته هم پام وکړي، د ماشوم، ځوان، سپین ږيري، ښځې او نر، عاشق او سوداګر، ډاکټر او انجینر رواني حالت یو له بل نه توپیر لري، د دوی هیلې او شوقونه هم د هغوی د روان په چاپېریال کې شکل پیدا کوي او  لیکوال ته اړینه ده چې د هغوی په داستاني وده او حرکت کې رواني اړخ په پام کې ونیسي. د ساختماني شرکت هغه مشر چې څو میلیوني پروژه یې ګټلې او د هغه انجنیر روان چې د څه تېروتنې په سبب له دندې شړل شوی دی، خورا توپیر لري او لیکوال باید یوازې د هغوی مسلکي شوق ته پام ونه کړي.

منفعل کرکټر:

منفعل کرکټر هغه دی چې پېښې ورباندې مخته ځي، یا د پېښو سره موازي روان وي، هېڅ ټکر او عکس العمل نه لري چې د هغه دا ځانګړنه په داستان کې لوستونکي ته بې خوندي ورکوي، زړه یې ورنه تورېږي او د کومې نوې خبرې او پېښې تمه ورڅخه نه کوي. مثلا د یوه دفتر ساتونکی دی، هره ورځ سپکاوی ورته کېږي، رټل کېږي، رییس یې ځوروي، خو دی هر څه مني، غږ نه اوچتوي، یا بزګر دی، خان ورسره بد چلند کوي، ځوروي یې، تنخوا یا امتیاز نه ورکوي، خو دی بیا هم همغسې لګیا وي او متابعت کوي چې دا انساني طبیعت نه ایجابوي، که هېڅ نه وي د یوې خبرې په کولو، تندي په تریوولو، چیغې وهلو، ژړلو، دندې پرېښودلو، یا هم کوم بل غبرګون سره ځواب ورکړي. د کرکټر کښنې پر مهال اړینه ده چې لیکوال خپل کرکټر له منفعل حالت نه را وباسي او د عکس العمل په راړولو سره داستان کې زړه را ښکون پیدا کړي.

د کرکټر بدلون:

د کرکټرونو بدلون باید ناڅاپی نه وي، د کرکټر کښنې د تیوري یو اصل دا دی چې د کرکټر بدلون باید داستاني منطق ولري، ناڅاپي بدلونونه نه یوازې د لوستونکي د حیرانۍ او ځور سبب ګرځي، بلکې د داستان عمومي روحیې ته هم تاوان رسوي. مثلا که یو کرکټر ډېر دروغجن وي، ناوړه کارونه او جنایتونه کوي، په لاره کې له دیني عالم یا سپین ږیري سره مخامخ شي، هغه ورته نصیحت وکړي، پر ده اغېز وکړي، دا ټول ناوړه عادتونه پرېږدي، سم انسان شي، دا په منطقي لحاظ امکان نه لري، ځکه دا عادتونه د هغه په روان او شخصیت کې بنسټيز شوي دي، عادتونه دومره زر نه بدلېږي، خو کله چېرته په همدې جرم بندي شي، زندان، وهل او مجازات تېر کړي، څو کاله ووځي او وروسته یې سترګې وغړېږي، سم سړی ورنه جوړ شي، دلته بیا منطق اېجابوي. یا هم یو روږدی کس دی، مور یا پلار ورته نصېحت کوي او په یوه نصېحت دا هر څه پرېږدي او عادي ژوند ته را ګرځي، دا هم امکان نه لري، طبیعي ده چې باید د روږدو د درملنې روغتون ته ولاړ شي، په تدریجي ډول وړو نشو، سګرېټو او بیا په ورو ورو ددې کمۍ ته راشي او بالاخره له روږدېدنې خلاص شي، خبره به منطقي وي.

د کرکټر هیلې او غوښتنې:

د کرکټر رېښتنولي یا رښتیا غوندېتوب له ډېر اهمیت څخه برخمن دی، خو ددغه رښتینولي باید طبیعي وي، د لوستونکی باور حاصل کړلی شي، که څه هم سل په سلو کې دا کار ناممکن دی، خو لوستونکی باید لږ تر لږه داسې و انګیري چې داسې هم کېدلی شي. لیکوال باید هېڅ وخت خپل نظریات، مفکورې او لیدلوري پر هغه ونه تپي.

مازلو د انساني شخصیت د تبارز یا تکمیل لپاره یو مثلث وضع کړی دی، دی وايي چې د انسان ژوند په یوه درې ضلعي کې را ګیر دی. د هغه تر ټولو لومړۍ اړتیا یا ستونزه نس دی، کله چې انسان وږی وی، خواړه ونه لري، لوړ او د نورو شیانو په باب فکر نه شي کولی، حتی په خوبونو او خیالونو کې هم اوبه او خواړي وي چې په دې اساس دا د هغه لومړنۍ اړتیا ده او باید پوره شي. له پوره کېدو وروسته هغه امنیت او ګډ ژوند یا واده ته اړتیا لري، له دې سره له رواني اندېښنې او اضطراب څخه ژغورل کېږي او له دې لارې تر لاسه کړی سکون دا وړتیا ورکوي چې د وړاندې ژوند په باب فکر وکړي چې دا په ټولنه کې انساني شخصیت او د یوه داسې حیثیت غوښتنه ده چې د ډېرو لپاره باید د اېډيال بڼه ولري او ښه ښه کارونه تر سره کړي.

د داستاني ادب پوهان د مازلو همدا مثلث د داستان د حرکت تیوري کې د کرکټر لپاره هم وضعه کوي چې لیکوال باید خپل کرکټر د همدې اړتیاوو او ځانګړنو پر بنسټ وروزي، داسې نه شي کېدی چې دی په کېډه وږی او تږی وی، خو بحثونه یې پر سیاست، نړیوالو اړیکو او مفکورو باندې وي، د دا ډول انسان کړه وړه او هیلې باید د همدې لومړۍ کتګورۍ په چاپېریال کې وي او کله چې دویمې او دریېمې ته ځي، همداسې یې هیله او غوښتنې هم بدلون مومي، لوړې کچې ته ځي او اجتماعي رنګ خپلوي.

د کرکټر څېره :

            ټیپ پېژندنه او څېره کاږنه د کرکټر کښنې په تیوري کې له خورا اهمیت څخه برخمنه موضوع ده. څېره په دوه ډوله ده یو د کرکټر ظاهري څېره ده چې جامې، یونیفارم او ذوق په کې شامل دی، له فرهنګي او مسلکي اړخ سره ژور تړاو لري. یو ملا باید د ملا، ډاکټر د ډاکټر، سرتېری د سرتېري، پولیس د پولیس، ناوې د ناوې او … د جامه ولري. وروسته بیا فرهنګي او رواجې ځانګړنې هغه څه دي چې د زمان او مکان په محدوده کې مطرح کېږي.

            کله چې داستان لیکوال خپل کرکټر لوستونکي ته ور پېژني، طبیعي ده چې لومړی یې د هغه په ظاهري څېره، عمر، قد او ظاهري شکل سترګې لګېږي او دده په معرفي کې رول لري، ورپسې بیا د هغه رواني یا دروني څېره ده چې ژبه، تکیه کلامونه، عادتونه، خبرې، قدم وهل او حتی د سترګو، شونډو او قدمونو حرکتونه شامل دي.

د لیکوال ذوق:

             داستان لیکوال باید په کرکټر کښنه کې له یوې مخې بې طرفه کس وي او د هغه کمرې په څېر وي چې فلم اخیستلو کې نه را څرګندېږي، خو هر څه دقیق را اخلي، دی په هغه کونج کې ولاړ دی چې نور هر څه دقیق څاري، خو دده په اړه څوک نه پوهېږي چې څنګه او د کوم فکر او ذوق خاوند دی. لیکوال باید پوه شي چې په عمومي ډول داستان د یوې غوټۍ په څېر په طبیعي ډول غوړېږي، د زمان او مکان بدلون ورباندې اغېز لري.

            کرکټر باید خپلې طبیعي ودې ته پرېښودل شي، که چېرته د داستان ټوله موده پنځه کاله وي، په دې پنځه کلونو کې باید ټول هغه بدلونونه تصویر شي چې د داستان په زمان او مکان کې واقع شوي دي، ځکه پنځه کاله خورا زیاته موده ده، داسې نه چې یو څه وده کوي او نورې خواوې بیا په ټپه ولاړې وي.

            بل یې هم د روایت انداز دی ځکه د لیکوال داستاني مسوولیت دا دی چې خپل کرکټرونه معرفي نه، بلکې وښيي چې څنګه دي، که یو څوک بد انسان وي، دا بدي باید د هغه کړنې او عملونه باید کړي او که یو څوک رښتینی او ښه انسان بولي، دا رښتنیولی باید دده خبرو نه، بلکې د کرکټر په کړنو کې ځان را څرګند کړي. په داستان کې د کرکټرونو کښل د مقالې، تاریخ او نورو اثارو د کرکټرونو د معرفي په څېر نه ده، لوستونکی باید هر څه په خپلو سترګو وویني.

            په پایله کې باید ووایو چې د داستان لیکوال ته اړینه ده چې د ټولنې له ارواپوهنې سره په بشپړ ډول اشنا وي، که چېرته د خپل داستان زمان او مکان، د خلکو عادتونه، فرهنګي ځانګړنې، حساسیتونه او علایق په پوره ډول ورنه پېژني، نو ګرانه ده چې کامیابه کرکټر کښنه وکړي. بل اړخ ته د اوسني لوستونکي موضوع ده چې په ژوند کې په ټوله مانا دخیل دی، د ژوند ټولې کیسې د هغه د سترګو پر وړاندې تېرېږي او هره ورځ ورسره مخامخ دی، دی چې له لوستونکي څه غواړي، هغه یو متفاوت بیان دی، داسې بیان چې د غوره تخلیق، لوړ تخیل او مسلکي یا ماهرانه کرکټر کښنې پر ستنو ولاړ وي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو