د لویو مقصدونو څښتن | اسدالله غضنفر

2023-03-28
د استاد حبیب الله رفیع

استاد حبیب الله رفیع ته دې الله تعالی اوږد عمر او ښه صحت ورکړي. دی که خپلې خاطرې ولیکي، لیکوال خېلو ته به الهامونه پکې وي او زموږ د معاصر فرهنګي تاریخ په تدوین کې به ډېرې پکار راشي. ده چې د ۱۳۴۰ لیسزې په پیل پیل کې د کابل په مطبوعاتي ادارو کې کار پیل کړ، یوه نیکمرغي یې دا په نصیب شوه چې له لوی دانشمند پوهاند عبدالحی حبیبي سره یې وپیژندل. ځوان رفیع ته یوه ورځ پوهاند حبیبي وویل چې که ته د لیکوال په توګه واقعا کار کوې نو داسې کسان به پیدا شي چې خبرې درپسې وکړي خو ته به ځواب نه ورکوې ځکه ځواب ورکول دې له کاره باسي او د هغوی مقصد همدا وي چې کار ونه کړې.

 استاد رفیع ته، چې د لیکوالي د کار په ابتدا کې د معارف وزارت د عرفان مجلې مهتمم و، د مجلې مدیر هم جالبه خبره کړې وه. هغه ورته ویلي و چې په مجله کې خامخا تېروتنې پاتې کېږي خو تر وسه وسه کوښښ کوه د مجلې په نوم، ګڼې، فهرست، د لیکوالو  په نومونو او د مقالو په نومونو کې هیڅ تېروتنه ونه شي.

 له استاد رفیع مې دا دواړه خبرې په ۱۳۶۰ کلونو کې اورېدلې وې او همیشه مې یادې وې خو داسې ډېر کېږي چې یو نصیحت د زړه له تله ومنې مګر په عمل کې دې بیا مزه نه وي.

د  ۱۳۸۸ په ژمي کې په نیدرلنډ (هالنډ) کې افغاني کلتوري ټولنې د ډاکتر مبارک علي د مقالو یوه ټولګه چې ما (د تاریخ ننداره) په نوم ژباړلې وه، خپره کړه. تر چاپ له مخه مې متن یو ځل بیا وکوت او دوتنې ته ځیر شوم خو له چاپه وروسته مې پام شول چې په دوتنې باندې زما نوم شته او د لیکوال نوم نشته. ایا ما دقت نه و کړی؟ ما خو استاد رفیع ته هغه د مجلې د مدیر خبره هیڅ وخت هېره نه وه نو داسې ولې وشول؟ دې پوښتنو ته یو اټکلي ځواب لرم او هغه به وروسته درسره شریک کړم. اوس به دا ووایم چې د تاریخ نندارې د چاپ په خوند پوه نه شوم او څه موده وروسته چې خواږه دوست بارکوال میاخېل د مبارک علي لپاره کتاب وغوښت، له شرمه مې ور وانه ستاوه.

د تاریخ نندارې په چاپ څو میاشتې نه وې تېرې چې زما خپل کتاب (د نثر لیکلو هنر) چاپ شو. له خپرېدو څو اونۍ وروسته استاد صمیم په تیلفون کې راته وویل چې کاشکې یې نوم (د نثر هنر) وای! دې خبرې حیران کړم ځکه زما په ذهن کې یې نوم له کلونو راهیسې (د نثر هنر) و او تر همدې شېبې مې هم فکر کاوه چې (د نثر هنر) په نوم چاپ شوی دی. چاپ شوی کتاب له ما سره و، څو ځله مې اړولی را اړولی و او تر چآپ له مخه مې دوتنه په دقت کتلې وه.

په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د اکاډیمسین سلیمان لایق د شعرونو ټولګه د (یادونه، درمندونه) په نوم خپره شوه. هغه وخت مې واورېدل چې د کتاب نوم په چاپ کې غلط شوی، اصلي نوم  یې (بادونه، درمندونه) دی. څو کاله وروسته چې دغه ټولګه بیا چاپېده، په اصلي نوم خپره شوه. ما که څه هم دا کیسه په یاد وه خو په بل چاپ کې مې د نثر لیکلو هنر د نوم بدلولو اراده ونه کړه ځکه فکر مې کاوه چې نوی نوم ممکن ځينې لوستونکي تېرباسي او په زاړه شي د نوي ګومان وکړي.

  د تاریخ نندارې له لومړي چاپه څو کاله پس چې قدرمن اشنا عزت الله ځواب راته وویل چې د کتاب لومړی اډېشن ختم شوی دی او مازدیګر کتابپلورنځی غواړي بیا یې خپور کړي، سخت خوشحاله شوم. دا ځل مې نو دوتنې ته سم پام و.

د نثر لیکلو د هنر یوه بله کیسه هم لرم. یوه ورځ یوه زلمي تیلفون راوکړ، ویې ویل چې د کتاب نوم د ابجدو په حساب دومره کېږي او ستا نوم دومره دی، نو… ده ورته یو عجب حساب کړی و چې اوس مې هېر دی خو ما هغه وخت د ده محاسبه ګډه وډه کړه، ما ورته وویل چې دغه نوم په سهوه کې ایښودل شوی دی. دا کیسه مې تر دې پورې وکړه چې موږ ته که څوک ښه ښکاره شي، بیا یې په تېروتنو کې هم حکمتونه پیدا کوو. البته دا بیا بله تېروتنه ده چې په ابجدو کې حکمت وینو. حروفو ته عددي قیمتونه په پخواني شعر کې د یو چا د مړینې یا بلې پېښې د بیان لپاره پکارېدل او دا یو ادبي صنعت و چې هغه هم نن سبا له موده لوېدلی ښکاري.

 اوس به د دې پوښتنې ځواب ته راشم چې د استاد رفیع له خبرې سره سره ما په دوتنو کې ولې لویې سهوې وکړې؟ زما ځواب دا دی چې موږ د یو متن د اډیټ په وخت ممکن متن هغسې ونه لولو چې لیکل شوی دی، بلکې هغسې یې ولولو چې زموږ په ذهن کې دی. زما په ذهن کې د کتاب نوم د نثر هنر و، نو د سافټ کاپي د لیدلو په وخت مې لیکل شوی متن هغسې لوست، لکه په ذهن کې چې مې و. له دغه مثاله دا نتیجه هم راوځي چې موږ که په ذهن کې د یوه شي په باره کې یوې نتیجې ته رسېدلي یو او بیا هغه شی د سر په سترګو ګورو نو ممکن هغسې راښکاره شي چې زموږ په ذهن کې موجود دی. که مو ذهن منلې وي چې پلانی ډېر ښه یا ډېر لایق سړی دی، له لیدو وروسته چې کوم قضاوت کوو، په هغه کې به د مخکیني ذهنیت اغېز موجود وي.

بنیادم که اراده هم وکړي چې له ځانه راووځي او جهان وپېژني، ودې شي چې بیا هم ځان ولولي، نه جهان.

ما د دې لیکنې په سر کې د استاد رفیع د خاطراتو اهمیت ته اشاره وکړه. د رفیع صاحب ژوند د یو داسې چا په توګه چې له کلي او مدرسې راغی او په کابل کې مشهور لیکوال او محقق شو، د هر قشر لوستونکي ته پیغامونه لرلای شي. په ۱۳۶۰ کلونو کې یو مازدیګر د رفیع صاحب کور ته ورغلم. ده د خیرالبیان اډیټ تازه تازه تمام کړی و. ویل یې، وعده مې وه چې تر سبا پورې به یې بشپړوم، دا دی ختم شو، ټوله شپه مې ورته ویښه تېره کړه.

استاد رفیع یوازې ډېرې لیکنې او څېړنې نه دي کړې، بلکې د اکثرو فعالو لیکوالو برعکس یې همیشه پراخ اجتماعي روابط پاللي دي، تل یې رسنۍ تعقیب کړي او په ادبي ـ علمي ناستو کې د ګډون لپاره یې اوږده سفرونه کړي دي. له ما سره پوښتنه وه چې دی دا دومره وخت له کومه کوي؟ په ۱۳۷۶ کې رفیع صاحب څو ورځې زما مېلمه و. هلته رامعلومه شوه چې دی ماخوستن د نهو او لسو تر منځ ویده کېږي او دوه بجې لا نه وي چې خوب یې پوره وي. همدا له نیمې شپې تر سهاره پورې د ده د مطالعې او لیکنو، څېړنو اصلي وخت و.

لسیزې پخوا یوه ورځ رفیع صاحب په یوه کوڅه کې مخې ته راغی، ویل یې څلویښت کلن شوم، ما مبارکي ورکړه او ده په ځواب کې وویل:

 عمر برباد راباندې تېر شو

لکه برباد چې په بیابان تېر شي بادونه

ایا ده هغه د چا خبره تواضع کوله چې دا لنډۍ یې وویله؟ نه، د لویو مقصدونو څښتن که شپه ورځ په ځان یوه کړي او زیار وګالي، بیا هم احساس کوي چې کاشکې یې ډېر څه کړي وای.

        د حوت شلمه، ۱۴۰۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو