ګډ څانګیزتوب/ دوکتور اجمل ښکلی

2022-07-20
ګډڅانګیز مطالعات نن سبا په بېلو برخو کې مهم او دود دي. ددې مهم څېړنیز میتود په اړه د دوکتور اجمل ښکلي بشپړه لیکنه دلته لوستلی شئ. د مطالعې وخت: ۸

ژبپوهنه

ګډ څانګيزو مطالعاتو ته په انګليسى کې Interdisciplinary او په فارسي کي مطالعات ميان رشته اى وايي. په ګډ څانګيز چلن کې د يوې ستونزې د هواري لپاره د ګڼو علمي څانګو له مېتودولوژۍ، نظريو، ژبې او ليدلوري نه استفاده کېږي، مثلا د سوسور د ژبپوهنې له نظريو نه په شلمه پېړۍ کې ليوي شتراوس په اسطوره پېژندنه او ادبپوهانو په ادبياتو کې استفاده وکړه.

په ګډ څانګيزو مطالعاتو کې د يوې ښکارندې د راسپړلو لپاره ښايي د علم د دوو يا څو څانګو له اصولو استفاده وشي؛ خو څرنګه چې له ګډ څانګيزتوب سره ډله ييزو څېړنو وده وکړه؛ نو په ګروپي کار کې ښايي د ګڼو علمي حوزو پوهانو سره راټول شي او د يوې ښکارندې ګڼ اړخونه راوسپړي؛ خو که له دې مېتود نه يو څېړونکى استفاده کوي، بيا ښايي تر دوو ىا درو ګاونډو څانګو وانه وړي، ځکه چې د يوه شخص لپاره د په څو علمي حوزو کې هغه ډول مطالعه چې په ګډ څانګيزو مطالعو کې کارېږي، ګرانه ده.

د ګډ څانګيزو مطالعاتو څرک په پخوانو څېړنو کې هم موندلاى شو، خو په نولسمه پېړۍ کې د صنعت په برخه کې فابريکو د خپلو توکيو د توليد، مارکيټنګ او نورو اړخونو لپاره وکاراوه؛ خو وروسته يې څېړنيزو مرکزونو او پوهنتونونو ته مخه کړه او په شلمه پېړۍ کې په ښوونه روزنه، فلسفه، ارواپوهنه، ادبياتو، ژبپوهنه او نورو ګڼو څانګو کې ترې استفاده وشوه.

پخوا دا فکر غالب و، چې د هرې علمي حوزې خپل اصول او د بحث بېل واحدونه وي. هره موضوع د خپلې اړوندې څۤانګې په چاپېريال کې دننه مطالعه کېده، مثلا ”ژبه” د ژبپوهنې موضوع وه. زموږ په هېواد کې تراوسه دا فکر غالب دى، چې پر ژبه يوازې ژبپوهنه بحث کولاى او جوړښتونه يې راسپړلاى شي.

خو د نولسمې پېړۍ له دويمې نيمايي، بيا په تېره په شلمې پېړۍ کې د څانګوالۍ(تخصص) په ډګر کې دا ذهنيت پياوړى شو، چې پر يوه پديده د ګڼو علمي حوزو له مخې خبرې کېداى شي او په دې ډول کوم اړخونه چې د يوې ښکارندې له يوه څانګيزې مطالعې پاتې وي، هغه په څو څانګيزو او ګډ څانګيزو مطالعو کې رابرسېره کېداى شي.

د دې مطلب دا و، چې يوه ښکارنده د ګڼو علمي حوزو د ښکېلتيا ډګر وي. د دې يوه مهمه بېلګه پخپله ژبه ده. دوديزې ژبپوهنې ژبه د ژبپوهنې له يوې څانګيزې زاويې مطالعه کوله؛ خو په شلمه پېړۍ کې پوهانو متوجه شول، چې ژبه هممهاله د انسان د روان هېنداره او د ذهني جوړښت ښکارندوى وي او دا چې ژبه مازې وسيله نه وي، بلکې فکر پکې لېږدي. له بله پلوه ژبه د ټولنې د فرهنګ هېنداره وي او د تاريخ لېږدوونکې وي. په لومړي ډول کې د ژبې په مساله کې اراپوهنه، په دويمه کې فلسفه، په درېيمه کې ټولنپوهنه هم ښکېل شول. ژبه ګڼ نور اړخونه هم لري؛ نو که غواړو چې پر ژبه پوه شو، بايد د دې ټولو علومو له زاويو ورته وګورو، ګنې يوازې د ژبپوهنې له پلوه به يې د جوړښتونو راسپړل پر ژبه په پوهېدو کې ډېره ګټه و نه کړي.

د شلمې پېړۍ له پيله ګډ څانګيزتوب اهميت پيدا کړ او په دويمه نيمايي کې خبره تر دې ورسېده، چې د نړۍ په لر و بر کې د څو څانګيز، ګډ څانګيزو او ښکېل څانګيزو مطالعاتو ګڼ مرکزونه جوړ شول. په ۱۹۶۴ کې په انګلستان کې د ادبياتو، فسلفې ټولنپوهنې، ارواپوهنې او نورو ګډ مرکز (CCCS) جوړ شو، چې د Center for contemporary cultural studies لنډون و. همدا راز په امريکا کې دا ډول ګڼ مرکزونه وينو.

خو پر ګډ څانګيزتوب باندې د پوهېدو لپاره به د شلمې پېړۍ پيل ته سر ورښکاره کړو، چې په دويمه لسيزه کې يې سوسور خپلو محصلانو ته عمومي ژبپوهنه تدريسوله، چې وروسته يې محصلانو دا درس راټول او د يوه کتاب په بڼه چاپ کړ. د دې کتاب نوم د عمومي ژبپوهنې کورس دى او لويه برخه يې تاريخي ژبپوهنه. تاريخي ژبپوهنه د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې د داروين د ارتقا له ساينسي نظريې خړوب شوه او دا هم د ګډ څانګيزتوب يوه وړه بېلګه کېداى شي؛ خو د سوسور نوې خبرې د يو مهالي يا توصيفي ژبپوهنې په اړه وې، چې نوموړي ويل: هره ژبه په هر مهال کې د پوهاوي دنده ترسرولاى شي او د تحول مطالعې ته اړتيا نه لري. په هر مهال کې ژبه دوه اړخه لري، چې يو يې لانګ او بل يې پارول دى. پارول وينا او د ژبې بالفعل، انفرادي، ځانګړى او جزئي بڼه ده، چې تر يوه قانون لاندې نه راځي او مطالعه يې اسانه نه ده؛ خو لانګ د ژبې بالقوه، عمومي او کلي بڼه ده، چې د کلمو ترمنځ پر اړيکو ولاړ دى. دا اړيکې بيا پر توپيرونو ولاړې دي.

د سوسور په اند، لانګ د اړيکو له يوه پټ سيستم او پټ رغښته برخمن دى او همدا رغښت چې د ژبې په تل کې دى، زموږ د خبرو د انسجام تر شا ولاړ دى. د سوسور د دې پټ رغښت نظريې ته رغښتواله وويل شوه او ګڼو نورو علمي حوزو ته يې سرايت وکړ، چې په هغې کې اسطوره پوهنه او او ادبيات زموږ لپاره مهم دي. ادبپوهانو د سوسور د سيستم او رغښت نظريه ادبياتو ته راوړه او د ياکوبسن غوندې نومياليو خلکو په ادبياتو کې هم د پاراډايم او سينتاګم محورونه تطبيق کړل او په ادبياتو کې يې هم يو پټ سيستم وموند، مثلا د مرحوم احمدي د ”رڼا” ناول که يو پارول وبولو، دا پارول پر يوه لانګ ولاړ دى او هغه لانګ د کيسې تيوري ده، چې هر پارول پرې ولاړ وي او دې پارول ته مانا او هويت ورکوي. د ادبياتو لانګ هم د کيسې غوندې پر توپيرونو ولاړ دى.

سوسور ويل، چې ژبه ارزښتي ځانګړنه لري. د دې مانا دا وه، چې ژبه په هېڅ حالت کې هم ناپېيلې نه وي؛ نو ژبه ژوند چې څرنګه دى، هغسې نه، بلکې چې څرنګه غواړي، هغسې يې راپېژني او انسان له ژبې استفاده نه کوي، بلکې ژبه د انسان په خوله غږېږي.

د سوسور د توپيرونو(چې تقابل يې يو ډول دى) او ژبه د ارزښتي نظۤام بللو نظريې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې پسرغښتوالې ته بنسټ جوړ کړ. ژاک درېدا که څه هم په ځينو مواردو کې په ژبه کې د مانا په مساله چې د فلسفې موضوع هم ده، له سوسور سره اختلاف درلوده؛ خو په ارزښتي موضوع کې ورسره همغږى ښکاري او هغه داسې چې درېدا د غرب پر فلسفه نيوکه کوي، چې په متضادو جوړو کې يې يو اړخ د معيار په توګه ټاکلى دى او هغه بل يې له پامه غورځولى، مثلا د ليک او وينا په مساله کې وينا او د نر و ښځې په تقابل کې يې نر د معيار په توګه ټاکلي.

ژاک درېدا په دې ډول د غرب فلسفه راسپړي يا ډيکنسټرکټ کوي، چې له دې فلسفې مېتوده يې ژوليا کريسټوا په فيمينزم کې استفاده کوي. د ژوليا کريسټوا فکر پر دې ولاړ دى، چې د تاريخ په اوږدو کې د ښځې او نر په تقابل کې سړى پياوړى، ننګيالى، عاقل، رښتينى، وفادار ګڼل شوى، چې ښځې ته يې متضادې ځانګړنې ورغلې دي او ښځه کمزورې، ډارنه، ناپوهه، جفاکاره او مکرجن ګڼل شوې، سره له دې دا چې دا له واقعيت سره سمون نه لري.

د درېدا او ژوليا کريستوا په بېلګه کې ګډ څانګيزتوب وينو. د سوسور له نظريو درېدا په فلسفه کې استفاده وکړه او د ډيکنسټرکشن په نامه يې ترې يو نوى اشتقاق راوزېږاوه او دا بيا ژوليا کريستوا له فلسفې نه فيمنيزم ته يووړ او استفاده يې ترې وکړه.

پر درېدا سربېره ميشل فوکو د ډسکورس شننه له ژبپوهنې واخيسته او انتقادي ډسکورس شننه يې ترې په خپلو ټولنپوهنيزو او فلسفي مباحثو کې جوړه کړه. د فوکو په اند، هر ژبنى ډسکورس د ځواک څښتن او د ځواک زېږنده وي.

د شلمې پېړۍ بل نوميالى فيلسوف ويتګنشتاين ويل چې د فلسفې لپاره ژبه مازې يوه وسيله نه ده، بلکې فلسفه په ژبه کې دننه رامنځته کېږي. د ژبپوهنې او فلسفې دا ډول نېژدېوالى په لومړى ځل ده رامنځته کړ.

له بلوه پلوه فرويډ د خپلې نوې نظريې لپاره يوازې پر مستقيمو تجربو بسنه و نه کړه، بلکې له ادبياتو يې هم ګټوره استفاده وکړه، چې پر داستايوفسکي او نورو ليکلي اثارو يې بېلګه دي. د ده شاګرد د ټولنيز لاشعور موضوع ته د اسطورو په مطالعه کې متوجه شو او له اسطوره پوهنې يې د خپلو نظرونو لپاره استفاده وکړه. ژاک لکان بيا هغه ارواپوه و، چې د ګډ څانګيز مطالعې په پايله کې يې د فروىډ لاشعور د سوسور پر لانګ تحميل کړ.

که ژبپوهنې ته راشو، په شلمې پېړۍ کې ژبپوهنه هم يوڅانګيزه پاتې نشوه، بلکې ګڼو ژبپوهانو د نورو علمي حوزو له اصول او مېتودولوژۍ ګټه وکړه. بلومفيلډ د ژبې د ګرامر په اړه خپله نظريه د چلنوالې ارواپوهنې له نظريو اوبه کړه او چامسکي په لومړي ځل په نحوي رغښتونو کې د ديکارت له مېتودولوژۍ او د رياضي له اصولو استفاده وکړه. ديکارت ويل چې عقل د انسان يو ذاتي ځانګړنه ده او عمل يې د رياضيکي فورمونو غوندې دى. چامسکي ويل، چې ژبه د انسان يو ذاتي او طبيعي ځانګړنه ده او عمل يې د رياضي غوندې دى. چامسکي په خپلو ژبپوهنيزو څېړنو کې له رياضي نه استفاده کړې، چې يوه وړه بېلګه يې د پاراميټرونو نظريه ده. چامسکي د ديکارت د برخه برخه کولو مېتودولوژي په ژبه کې وکاروله او ژبه يې د ګڼو بېلګو يو ډګر وباله، چې نحوه پکې له ماناپوهنې او مورفولوژۍ او مورفولوژي پکې له غږپوهنې بېله ده او هره يوه خپل اصول تعقيبوي، چې وروسته يې ژبپوهانو دا نظريه ناسمه ثابته کړه.

د ګډ څانګيزتوب بله بېلګه ادراکي ژبپوهنه ده. د ادراکي ژبپوهنې په اړه دا خبره دقيقه ده، چې دا له ژبې سره يو ګډ څانګيزتوب چلن دى. ادراکي ژبپوهنه ژبه د انسان د ادراک، ټولنې، او ذهني پروسس زېږنده بولي؛ نو د ژبې پر سيستم د دقيقو خبرو لپاره يې دا اړينه وبالله چې د ګشټالټ او ادراکي ارواپوهنې، مصنوعې ځيرکۍ، کمپيوټرپوهنې، عصبپوهنې او ټولنپوهنې له نظريو استفاده وکړه. د دوى په اند ژبه د ادراک او د انسان د حسي محدوديتونو او ذهني جوړښت هېنداره ده. ليکاف له جانسن(فيلسوف) سره يوځاى په ژبه کې پر استعارو وغږېدو او دا يې ثۤابته کړه، چې استعاره يوازې په ژبه کې مطرح نه ده، بلکې د انسان فکر پر استعاره ولاړ دى. همدا ډول يې د سترګو له څانګوالو سره يوځاى د سترګې پر جوړښت، برخو او محدوديتونو څېړنې وکړې او دا يې ثابته کړه، چې موږ تر ځينو حيواناتو زيات او تر ځينو حيواناتو کم رنګونه وينو او دا ځانګرنه مو په ژبه کې راښکاره کېږي.

د ادراکي ژبپوهانو په اند، د حواسو ځانګړنې په ژبه کې راښکاره کېږي. ژبه له انځوريزو سکيماوو نه چې د حواسو زېږنده دي، په ګرامر کې ګټنه کوي او د انسان ذهن پېښې داسې پروسس کوي لکه کمپيوټر. ادراکي ارواپوهنې کې د چلنوالې پرخلاف د انسان ادراک ته اهميت ورکړ او په ادراکي ژبپوهنه کې د انسان په ادراک کې جوړې مفهومي ټولۍ او سکيماوې تر بحث لاندې ونيول شوې، چې په ژبه کې هم راښکاره کېږي.

د شلمې پېړۍ په اويايمو کلونو کې په فرانسه کې انتوان کوليولي د وينا پر موضوع د خبرو لپاره يوه ډله جوره کړه، چې په دوى کې رياضي پوهانو، فيلسوفان، ارواپوهان او ژبپوهان راټول وو. دوى ټولو پر وينا د ګډ څانګيزو مطالعاتو په لړ کې خپل کار وکړ او په ژبپوهنه کې ترې د کوليولي د وينا ژبپوهنه جوړه شوه، چې که پر ټاپولوژۍ پوه نشو، د ده پر خبرو نه پوهېږو او دا زما تجربه هم وه، چې کله مې د پوهنوالۍ لپاره د وينا پر ژبپوهنه کار کاوه، له داسې خبرو سره مخ شوم، چې زموږ له دوديزو يو څانګيزو مطالعاتو سره يې توپير درلوده او زه اړ شوم، چې په رياضي کې د سيټونو، په تېره د فازي سيټونو او د ټاپولوژۍ له زاويې نه د فضا پر مسايلو څه نا څه ځان پوه کړم، چې د وينا په اړه د کوليولي د مفهومي حوزې او تشخيص، توپير او پريکون پر څرګندونو پوه شم.

که هرمنوتيک ته راشو، زياتره پخواني تفسيرونه او تاويلونه بالعموم يو څۤانګيز يا دوه څانګيز دي او د ګډ څانګيزو مطالعاتو څرک پکې ډېر نه لګېږي. په تېرو څو پېړيو کې يوه ديني عالم ته پر دين د پوهېدو لپاره يوازې د دين په حوزه کې مطالعه بسنده ګڼل کېده او له همدې زاويې نه به بالعموم تاويلونه او تفسيرونه هم رامنځته کېدل، چې د يوه اۤيت د تفسير لپاره به له بل اۤيت يا احاديثو او يا د مفسرينو او علماوو له روايتونو او تاويلونو استفاده کېده؛ خو په شلمه پېړۍ کې مېتودولوژۍ بدلون وکړ او يو ځل بيا دا اړينه وبلل شوه، چې مفسر بايد د (سياسي، ديني، د تفاسيرو) تاريخ، سياست، فرهنګ، فلسفې، ټولنپوهنې، ارواپوهنې او ځينو نورو اړوندو څانګو مطالعه ولري. اوس چې په اسلامي نړۍ او د الازهر غوندې پوهنتونونو کې د نويو تاويلونه او تفسيرونه بازار ګرم دى، زياتره د همدې څو څانګيز او ګډ څانګيز چلن زېږنده دي.

په شلمه پېړۍ کې يوازې له ګډڅانګيزو مطالعاتو نه، بلکې څوڅانګيزو(Multidisciplinary) او ښکېل څانګيزو(Transdisciplinary) څېړنو هم د ښکارندو د راسپړلو او د ترکيبي(Hybrid) شيانو د توليد هڅه شوې ده. څو څانګيزتوب هغه دى، چې پر يوه موضوع هره څانګه خپلې بېلګې څېړنې وکړو؛ خو په ګډ څانګيزتوب کې بيا علمي څۤانګې د يو بل له اصولو، نظريو او ژبې استفاده کوي او يوه تقاطع جوړوي، چې په ښکېل څانګوالتوب کې دا تقاطع او د بېلابېلو څانګو ګډون لا ډېر شي، چې په پايله کې يې داسې يو څيز يا تشريح رامنځته شي، چې د بڼې له پلوه بېخي مختلف وي. په ګډ څانګيزتوب کې ټولنپوهنه او ژبپوهنه خپل اصول سره ګډوي او ټولنيزه ژبپوهنه يا د ژبې ټولنپوهنه رامنځته کېږي، چې په لومړۍ کې ژبپوهنه د ژبې د جوړښت د تشريح لپاره ټولنپوهنه په نظر کې نيسي او په دويم ډول کې په ټولنه کې د ژبې پر نقش خبرې کېږي.

د ټيکنالوجۍ او ساينس اوسنى چټک پرمختګ په اصل کې د ګډڅانګيزو او ښکېل څانګيزو مطالعاتو زېږنده دي، يوه بېلګه يې نانوټيکنالوجي ده او د کوانتم فيزيک اغېزې دي، بايوکميسټري او بايو ټيکنالوجي ده، چې په لومړۍ کې بيولوجي او کمييا او په دويمه کې کې د بيولوجۍ او ټيکنالوجۍ ګډون وينو، چې کورونا يې هم په بېلګه کې ورکول کېږي.

اوس که دې ته په پام خپلې څېړنې وګورو، له يوه پلوه خو زياتره انفرادي دي، چې ډله ييزو هغو ته نه رسېږي او له بله پلوه زياتره يوڅانګيزې دي. پکار ده، چې خپلې علمي څېړنې چې په څېړنيزو مرکزونو او پوهنتونونو کې کېږي، د نړۍ له ګډ څانګيز بهير سره ملګرې کړو.

دويمه خبره دا ده، چې که پر معاصرو مطالعاتو او نويو څېړنو ځان پوهوو، بايد له ګډ څانګيزتوب سره اشنا اوسو، ګنې په خپل مسلک کې به هم پر نويو څېړنو پوه نشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو