له وړې ځالې تر سترې نړۍ | ماریا نیازۍ

2023-07-25

کله به یې اسمان ته کتل او کله به یې په ځاله کې خپلو ناستو بچو ته. پر څېره یې عجیبه خپګان خپور و. بچیان یې نوي نوي په بڼکو را پټ شوي وو، لا یې له خپلې ځالې بهر نړۍ نه وه لیدلې. تل به خوشحاله او یو بل سره په مستۍ بوخت وو، خو مور یې چې بهر نړۍ لیدلې وه او ژوند یې پکې کړی و، له دې ډېره وېرېده چې بچیان به یې په دې نړۍ کې څنګه ژوند او ګزاره کوي.

مرغه ته یې مخ ورواړاوه، ورته و یې ویل: مخکې له دې چې زموږ بچیان له خپلې ځالې ووځي او دې نړۍ کې ورګډ شي، باید خپلې ځینې تجربې ورسره شریکې کړو. هغوی ډېر معصوم او په خپلې نړۍ کې مست دي، باید د دې نړۍ له رازونو او په دې نړۍ کې د ژوند کولو له هنرونه ور زده کړو.

هغه هم ورسره ومنله. ځالې ته لاړل او بچو ته یې وویل: نن موږ ټوله کورنۍ په ګډه چکر ته ځو، تاسو سره ځینې خبرې لرم.

بچو چې دا خبره واورېده، نو بېلابېلې پوښتنې یې وکړې، خو مور یې یوازې د تیارېدو ورته وویل، چې ژر تیار شي او په چکر روان شي.
وروسته له تیارېدو ټوله کورنۍ یو ځای روانه شوه. بچیان حیران حیران یو بل ته کتل، ځکه دا یې په ژوند کې یوه نوې خبره وه، دوی تراوسه له ځالې بهر نه وو وتلي. دوی یوازی یو بل کتلي وو او تل به یې یو بل سره ځانونه پرتله کول، چې زه له تا ښکلی یم او بل به ویل چې نه زه ښکلی یم. له ځالې بهر ورته هر څه دېر جالبه وو، هر څه ته یې په ځیر ځیر کتل.

یو بچي چې خپل مور او پلار او نورې مرغۍ تل د الوتلو په حال کې کتلې وې، له خپلې مور پوښتنه وکړه، چې موږ ولې نه شو الوتلی او تاسو الوتلی شئ!؟
مور یې وویل: په ژوند کې هر څه په خپل وخت پېښېږي، تاسو له د ژوند هغې پړاو ته نه یاستئ رسیدلي، چې والوځئ.

پر مخ روان وو. په لاره کې یوه مرغۍ مخې ته راغله چې په خاورو ککړه وه او د بدن ځینې بڼکې یې لوېدلې وې. له دې ډلې څخه یو بچي په کړس کړس وخندل. وې ویل مورجانې هاغه وګوره هغه مرغۍ څومره بدرنګه ده!

مور یې په دې خبرې ډېره خفه او غوسه شوه، وې ویل: هیڅکل باید په چا  پورې ونه خاندو. زموږ غرور باید زموږ پر شخصیت وي، په خپل باطن وي، ځکه چې شخصیت او باطن موږ جوړوو، ظاهر جوړول خو د الله کار دی او الله هیڅکله بدرنګ څیز نه جوړوي.

مرغۍ خپلو نصیحتونو ته دوام ورکړل! باید هیڅکله چاسره په بد وخت کې ملګرتیا پرې نه ږدئ، هیڅکله له چا ډېره تمه مه کوئ، تل بې تمې ښېګڼې وکړئ، د چا د اوښکو او خپګان لامل مه کېږئ او تل خلکو سره ښه کوئ، ځکه دا نړۍ ښو مخلوقاتو ته اړتیا لري، بد خو هر چېرته پیدا کېږي.

په دې خبرو سره ټوله کورنی روانه وه او مزل یې کاوه. لاره کې یو ډېر ښکلی بڼ مخې ته راغی، دوی هم دمې لپاره یو څو دقېقې هلته کېناستل. هلته وړاندې د مرغۍ یو بچي د الوتلو کوښښ کاوه، خو بېرته راغورځېده. د مرغۍ بچو ټولو په یو وار هغې پورې وخندل، وې ویل مورجانې مورجانې هاغه وګوره، هغه مرغۍ نه شي الوتلی!

مور یې په ډېر خفګان سترګې ورواړولې او وې ویل: هغه مرغۍ په ژوند کې له تاسو یو پړاو مخکې تللې، د الوتلو په کوښښ لګیا ده، تاسو لا د هغې پړاو ته نه یاستئ رسېدلي، ایا تاسو الوتلی شئ!؟

بچو چې نن ډېر نصیحتونه اورېدی وو، نور ستړي وو، مور ته یې ویل بس نه دی مورجانې!؟ نن مو ډېر څه زده کړل.

مور یې ورته وویل سمه ده، خو دا باید په بام کې ونیسئ، چې ژوند د مبارزې دویم نوم دی او په دې مبارزه کې تل له نویو پېښو سر مخ کېږئ، باید هر څه ته اماده اوسئ او خپل ځان هیڅکله له لاسه ور نکړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو