د یادښت سره کتابچه/ ژباړه: عاقب عمر
لیکوال: پل استر
ژباړه: عاقب عمر
سینداګر ګوري:
تر اوسه مو د خپلو تجربو په منبع پسې هڅه کړې؟
پل استر:
که رښتیا درته ووایم، نه پوهېږم چې زموږ د تجربو منبع چېرته ده. ډاډه یم چې په دې اړه د ارواپوهنې له اړخه ژور توضېحات شته خو زما لپاره دا مهمه نه ده چې په منبع پسې یې سر وګرځوم. تر یو حده لیکل دا مرسته راسره کوي چې د ناویل شوو رازونو له فشاره خلاصون وموم. پټې خاطرې، روحې ضربې او د ماشوموالي صدمې او ضربې هغه څه دي چې زموږ له روح څخه لرې رومانونه ترې زېږېدلي دي…
مخکې مې هم ویلي چې کوم کتاب ولیکم او چاپ شي، بیا داسې نه وایم چې په ما پورې اړه لري. په دې وروستیو کې د “د موسیقۍ چانس” نسخه تصحیح کوله چې د داستان په وروستیو کې له الهام بښونکې پېښې سره مخ شوم: کله چې نیش د کاراوان ور پرانیزي، پازي ویني چې پر ځکمه لوېدلې. ورته پام مې شو چې نیش به پازي پلټي چې مړه ده که ژوندۍ، هغه پېښه مې لیکلې وه چې کلونه مخکې ورسره مخ شوی وم. دا یوه مې د ژوند ډېره وحشتاناکه پېښه وه، داسې پېښه چې تر اوسه یې په هېرولو نه یم برلاسه شوی خو کله چې مې هغه صحنه لیکله، ترې ناخبره وم.
دیارلس څوارلس کلن به وم چې په وړي کې یې د نیویارک
شمالي ایالت ته ولېږم. یوه ورځ یوه شل کسیزیزه ډله د ځنګله پر لوري روان شو چې دوه مسؤلین مو هم راسره مل وو. څو کیلو متره لرې لاړو، ښه مې یاد شي چې ټول ملګري سخت خوشحاله وو چې یو دم باران شروع شو. یوه دقیقه نه وه تېره شوې چې پل تر پله نه تېرېده داسې باران، برېښناو او اسمان تنېدا شروع وکړه. د ووړي سخت توفاني باران اورېده. څو ټوټې ورېځ نه وه، ټول اسمان تور اوښتی و، د تېښتې او پټې ځای نه و. زموږ ګرد چاپېره تندرونه اورېدل او موږ په جنګل کې بند پاتې وو، شاو خوا هېڅ پټنځای نه ترسترګو کېده.
اوضاع دومره وحشتناکه او وېروونکې شوه ته به وایې چې له اسمانه بمونه راورېږي. یوه تن غږ وکړ چې که له ونو ایسته شو، د ځان خطر مو کمېږي. بېرته په شا شوو او د څو دقیقې مخکې راتېر شوي ځایه، بېرته هماغه دښتې ته ستانه شوو. خو ستونزه دا وه چې له ځنګله بېرته تګ مو د یوې اغزنې اوسپنیزې زینې لاندې په سینه ښويېدنه وه چې په سینه څښېدلي وای. یو په بل پسې په سینه څښېدلو، زه په منځ کې د رالف په نامه په یوه ملګري پسې وم. دی په سینه څېښده چې تندر راپرېوت. زه یو متر ترې لرم. دی خو ښکاره و چې برېښنا وچ کلک کړی و. ښه مې یاد دي چې نژدې ورغلم، چمن ته مې راکش کړ او ما پسې ملګرو ته مې لاره خلاصه کړه.
پام مې نه شو چې څومره ژوبل شوی، ما دا فکر وکړ چې ممکن بېهوښه شوی وي او زر به بېرته په حال شي. توفان
په هماغه شدېدت چلېده او داسې برېښناوې کېدې لکه غیشي چې ورېږي. زموږ په څو تنو تندرونه رالوېدلي وو او همالته نیمژوندي لوېدلي وو…
سخت وحشتانک احساس و، واقعاً وحشتناک.
زه او یو بل ملګری مې تر اخره له رالف سره پاتې شوو، لاسونه مې ورکېکاږل چې تاوده پاتې شي او ژبه مو له خولې ورته ایستلې وه چې خوا یې وچه نه شي. شونډې یې مخ په شنه کېدو وې خو ما بیا هم هره لحظه فکر کاوه چې بېرته به په سد شي خو هغه مړی شوی و.
په هماغه وخت چې څنګه تندر راپرېوتلی و دی برېښنا له منځه وړی و او یوه شل سانتۍ ټوټه وسپنه یې په شا کې نيښلې وه او سوی و. خو زه لږ وروسته، وروسته له توفانه، موضوع ته متوجه نه شوم.
ځواب دلته پرېږدئ