پټان د هیلو کاروان/ مصطفی سمون
پټان د ژوند هغه ژوندی انځور دی، چې په انسان کې د تحرک او انساني عواطفو تخم شیندي. که څه هم په دې ناول کې د انساني خواهشاتو ګرد خور دی؛ خو بیا دا ګرد له ځانه داسې څنډل شوی او دا انسان په داسې ایډیال بدل شوی، چې د انسانیت سیمبول ګرځېدلی او بیا هر څه ترلاسه کوي، هغه څه چې ده یې په ژوند کې تصور هم نه و کړی. له دې ډول نامعلوم او خوشاینده راتلونکي سره مخ کېدل که زموږ په فکري لور کې تغیر راولي، نو دا خو د نوښت پاڼه اړول دي.
د پټان ښېګڼې ډېرې دي، چې هر څومره بیان شي کمې به وي.
دا خو د لیکوال کمال دی، چې په سړي دومره خبرې کوي د احمدي صیب همدغه ستر کمال دی د لیکوالۍ په برخه کې چې له کلي یې شروع کړي هغه خوږلنې هواوې په سړي حس کړي، چې له کلیواله ماحوله شروع او بیا په داسې ښاري ماحول اوړي، چې د انساني عواطفو جوپې جوپې ازانګې له هرې خوا راخورې شي.
پټان که څه هم زموږ د پښتنو د ښېګڼو، عواطفو، بشرپالنې او انسانیت سمبول دی؛ نو په دې خاطر که موږ څه هم د پټان د کرکټر په څېر به ډېر داسې کسان ولرو؛ خو موږ جګړو دومره سطحي کړي یو، چې هر قضاوت مو د لندې لښتې په څېر هر لوري ته ځوړندیږي؛ خو تر ډېره منفي خوا درنه وي؛ دا ځکه چې د جګړې او نه فکر کولو تسلسل همداسې څیزونه زېږوي او قضاوتونه مو هم بس د عقل په میدان کې نه تاویږي بلکې د خولې د سر خبره مو ګرځېدلې وي. یعنې تعقلي نه وي.
د دې ناول سره به که څه هم زموږ چلند د یو افسانوي خیال په څېر وي؛ دا ځکه چې داسې انسانان شته، خو کتلي او موندلي مو نه دي.
د یوه قوم فکر هغه وخت ډېر خورېدای شي، چې ژبه، دود، دستور، فرهنګ او د ژوندانه خواوې یې نورو ژبو ته ور وپېژندل شي، چې نورې ژبې د دې ژبې له پاسنیو فکتورونو څخه اګاه شي. او دا لاره بیا د فرهنګونو د وصلېدو له لارې کېدای شي، چې ښه لاره یې ژباړه ده؛ نو دا ناول باید وژباړل شي؛ ترڅو هره ژبه او قوم زموږ له مېړانې، علم پالنې، بشرپالنې، انسانیت او له هغو بعدونو خبر شي، چې نور یې دعوه ګیر دي؛ خو په عمل کې ترې هر څه پاتې وي، مګر په پټان کې د یوه قوم غرور او علم پالنې یو کلي تصویر وړاندې شوی. احمدي صاحب دې خیر یوسي چې تل یې نوښتګره هڅه کړې او تر ډېره کامیاب هم دی، الله پاک دې يې اروا ښاده لري.
ځواب دلته پرېږدئ