يوه څېره؛ څو هېندارې/ دکتور اجمل ښکلی
د ۲۰۰۴ کال په اوړي کې د ادراکي ماناپوهنې مشهور ژبپوه جارج ليکاف چين ته تللى و، چې پر ادراکي ژبپوهنه لکچرونه ورکړي، چې څرنګه يې له چامسکي لار بدله کړه. د دې لکچرونو ويډيوګانې يې په يوټيوب کې شته ده. يو ځاى د رنګونو په اړه له ادراکي ليدلوري سره د جوړښتې هغې په توپير کې وايي، چې له دوه نيمو زرو کلو راهيسې د قضيه ماناپوهنې په چوکاټ کې دا خبره کېده، چې مانا له ذهن او ژبې بهر په طبيعت کې ده. د رنګونو لپاره جوړ نومونه هم ځکه رښتيا دي، چې بهر رنګ شته.
خو د عصبپوهنې په چوکاټ کې څېړنو وښوده، چې د رنګونو حسي درک د مغزو او بهرني طبيعت له ټکره پيدا کېږي. مطلب دا چې رنګونه عيني وجود نه لري. د جنس پر بنسټ سړي د رنګونو د تفکيک له پلوه په دوو ډلو او مېرمنې په اتو ډلو ويشل کېږي؛ نو د ښځې او مېړه ترمنځ دا اختلاف طبيعي دى، چې يو رنګ دې مېړه ته نارنجي او ښځې ته نسواري ښکاره شي.
د دې پرخلاف زموږ برداشت دا دى، چې طبيعت ثابت او ټولو ته په يوه بڼه ځان څرګندېږي؛ خو طبيعت موږ د ځواسو په مټ تجربه کوو او زموږ حواس خپل محدوديتونه او ځانګړنې لري. که د يوه په سترګو سرې عينکې وي او دا دعوه ولري، چې طبعيت سور لباس اغؤستى، نو دا خبره به څومره سمه وي؟
که د طبيعت غوندې د يوه عيني څيز– چې له ذهن بهر دى او شننه يې ورته اسانه ده– په درک کې د انسانانو تجربې دومره مختلفې وي، نو د هغو مسايلو په اړه به، چې د ذهن له نړۍ او ټولنې سره تړاو ولري، څومره اختلاف وي؟ استاد مجروح په خپله يوه ليکنه کې د علومو د پرمختيا د تاريخ په اړه ليکي، چي تر ټولنيزو علومو ځکه ساينسي علومو مخکې انکشاف وکړ، چې د ساينسي علومو مشاهده ورته اسانه وه؛ خو د ټولنيزو علومو خبره پېچلې وه، ځکه ذهن، ذوق او نور مسايل پکې ښکېل وو. “تر ډيوې لاندې تياره وي” په مصداق انسان د هغو مسايلو پر شننه وروسته برلاسى شو، چې له ټولنې سره يې تړاو درلود. په بله وينا، انسان پر طبيعت ژر وغږېد؛ خو د ځان په اړه تر ډېره وخته ګونګى و.
د ځان پېژندنې اهميت انسان ورو ورو دې ته اړ کړ، چې دا ننګونه ومني، ځکه چې د انسان له پېژندنې پرته د طبيعت پېژندنه بې ګټې ده.
د علومو د انکشاف تاريخ دوه درسه راکوي، يو دا چې اختلافونه او رنګارنګۍ بايد ومنو او دويم، دا چې اختلافونه په اصل کې د ارتقا د پوړۍ هغه پاټکي دي، چې د پرمختګ بام ته ختلي دي.
که خداى انسانان د رنګونو، غږونو، ذايقو او بوى له رنګارنګۍ سره پيدا کړى، نو په يوه رنګ د ټولنې رنګول به ګنې د خداى له خدايۍ سره سمون ولري؟ په وسمهال کې چې کومې ټولنې د فکري او ايډيالوژيکې رنګارنګۍ پردې راز پوهې شوې دي، پرمختګ يې کړى او کومې چې پر ټولنه د واحد رنګ د خېژولو خوبونه ويني، جګړو ځپلې دي، ځکه چې پر يورنګې ټولنې ټينګار، په افرادو کې استبدادي روحيه پيدا کوي او ټولنه شاته ويجاړوي.
د ليکاف له بېلګې يو بل درس هم زده کوو، چې که د يوې طبيعي ښکارندې په اړه د انسانانو تجربې مختلفې وي؛ بيا خو د انسانانو ترمنځ په تعبيرونو کې هم اختلاف طبيعي دى. دا اختلاف که د موجه باور درجه ترلاسه کړي، بيا خو ورسره د احساساتي پر ځاى علمي اختلاف کېداى شي او دا اختلاف هله کېداى شي، چي تعبيرونه د فردي تقدس له شپوله علمي ډګر ته راکوز کړو او بحث پرې وکړو. بحث د رنګارنګيو په چاڼولو او د زغم د کلچر په پراخولو کې مرسته کوي. زموږ څېړونکي، استادان او عالمان بايد دا زده کړي، چې د يوه کس نظر هله علمي دى، چې د ده ذات او تمايل يې علمي څېره ورپټه نه کړي؛ خو که له مخالف سره اختلاف د هغه له ذاته بېل نه کړو، مطلب دا چې زموږ نظر علمي بنسټ نه لري او دا چې په زړه زړه کې يې حقانيت ته ورمات يو.
د رنګونو په اړه د حسي تجربو اختلاف راته وايي، چې خپل نظر بايد وروستى او کټمټ واقعيت و نه بولو، بلکې پر خپل فکر هم فکر وکړو. د مسايلو په اړه زموږ تعبير ښايي نيمګړتيا ولري، چې له مخالف سره په بحث کې ورته لا متوجه کېداى شو. د دې مانا دا ده، چې مخالف زموږ د نظر په پراختيا او د شخصيت په بشپرتيا کې مرستندوى وي، اړينه نه ده، چې د محوه کېدو وېره ترې ولرو.
د خپل نظر د رښتياوالي په اړه اندېښنه او برعکس د خپل نظر پر حقانيت کلک ايمان د نوې او زړې نړۍ ترمنځ پوله ده، چې دېوالونه يې د پوسټ ماډرن او ماډرن دورو له خښتو جوړ دي. زړه نړۍ تر ډېره په دې اند وه، چې حقيقت يو عيني واقعيت دى، ماډرنې اروپا پوخ باور درلوده، چې ختيځ بې فرهنګه دى؛ خو پوسټ ماډرن نړۍ ورياده کړه، چې پر “بې فرهنګه” مفهوم بايد له سره غور وکړي، ښايي برداشت يې سم نه وي.
پر خپل نظر تر حده ډېر فکر که له انسانه فکري ثبات واخيست، د خپل فکر پر حقانيت کلک باور هم انسان په تيږه بدل کړى و، چې يوازې د مخالف پر سر راپرېوته. که لږ تر لږه خواله رسنيو ته ځير و، زموږ ځوانان د دې دواړو منتهاوو ترمنځ واقع دي، چې د پوخلاينې لار يې دا ده، چې دواړه لوري خپل برداشتونه د علم په معيارونو وتلو او په سړه سينه پرې بحث وکړو.
د ليکاف په خبرو کې يوه دا هم وه، چې د ارستو له وخته رنګ د ښکارندو د ډلبندۍ يوه حوزه وه؛ خو د ۱۹۷۵ د ادراکي علومو په سيمينار کې د رنګونو په اړه شويو څېړنو وښوده، چې رنګ د څيزونو د ډلبندۍ معيار نه، بلکې يوه اضافه ده، زموږ تعبيرونه ممکن پخپله واقعيت نه وي، مازې يو انساني تعبير وي، چې موږ ورته په تقدس او حقانيت قايل شوي يو. د عرفاني تفسيرونه شېوه ښيي، چې دوى په ټوله کې د آيتونو پر دوو مانيزو اړخونو باور درلود، چې يو يې لفظې او بل باطني اړخ و، ځکه خو مولانا وايي:
ما ز قرآن مغز را برداشتيم
پوست را بر ديګران بګذاشتيم
دې دوو نظرونو اسلامي نړۍ په دوو لويو ډلو وېشلې وه، چې يوه يې فقها او بله صوفيا وو، چې ترمنځ يې اختلافونه د اوسنۍ نړۍ په پرتله سوله ييز، علمي وو او تکفير او تنفر پکې کم و.
که غواړو، چې د ښې ورځې څښتن شو، بايد اختلافونه طبيعي وګڼو، ترمنځ يې د جګړې پرځاى بحث ته لار هواره کړو او د وروستي واقعيت په نامه خپل تعبير پر مخالف تحميل نه کړو.
دا څلوېښت کاله مو توپېروونکي ټکي په خپل منځ کې برجسته کړل او ښه مو سره ووهل؛ خو مخالف فکرونه مو سره محوه نه کړاى شول؛ اوس بايد ترمنځ پر ګډو فکر وکړو؛ ګډ ټکي مو سره نېژدې کولاى شي او موږ چې د وطن د ژغور لپاره راټولېدو ته اړتيا لرو؛ د ګډو ټکو پلټنه راته ډېره مهمه ده.
ځواب دلته پرېږدئ