حاضر ځوابي/ عتیق امید

2022-12-29
په شرقي شاعرۍ کې

د نظامي ګنجوي د خمسه په شیرین او خسرو داستان کې لولو چې کله خسرو پروېز له فرهاد سره مناظرې ته کېناست له فرهاد یې واره پوښتنې وکړې. فرهاد په ځوابونو کې ځنډ ونه کړ. خسرو چې له پوښتنو عاجز شو، په پوهه کې یې د مقابلې میدان پرېښود او یارانو ته یې مخ کړ:

به یاران گفت کز خاکی و آبی

ندیدم کس بدین حاضر جوابی

به زر دیدم که با او بر نیایم

چو زرش نیز بر سنگ آزمایم

په خپل ذهن پاچاهي کمال او حاضر ځوابي لوی  هنر دی. په افسانو او داستانونو کې مو اورېدلي چې ځینې خلک د حاضر ځوابي له امله د کمال درجې ته رسېدلي دي. په پخوانیو دربارونو کې د نورو حاضرباشانو او ندیمانو تر څنګ یو ندیم د دې لپاره هم و چې پاچاه ته خبرې وریادې کړي. دا خلک په یاد کې تکړه و، پاچاهانو ته به یې هغه خبرې وریادولې چې په حاضر شېبه کې به ورته ضرورت و. ډېر وخت شاعرانو هم دا دنده پر مخ وړې چې د غلیم شعر ته به یې په شعر ځواب ورکاوه او دا چاره به ډېره هغه وخت ترسره کېده چې د دوو لوریو لښکرې به یو بل ته مخامخ وې. شاعر باید شاعر ته د شعر داسې ځواب ورکړی وای چې د هغه شعر یې ټیټ راوستی وای. شاعرانو به دا وخت بدیهه شاعري هم کوله. بدیهه شاعري او حاضرځوابي دواړه د حال له مقتضا سره ویل کېږي خو د حاضرځوابي معنا تر بدیهه په عمل کې پراخه ده.

حاضر ځوابي ډېر کله د مسخرې او ټوکې لپاره هم وي. په فوکلوري کیسو او داستانو کې د حاضرځوابي مثالونه ډېر دي. د پښتو کیسو ملانصرالدین او د عربي جوها د حاضرځوابي ډېرې کیسې لري. حاضر ځوابي د فکر او د حافظې په فعالوالې پورې تړلې. د منشي احمدجان په کیسو کې لولو چې یو پاچاه له خپل زوی سره ښکار ته ووت. پاچاه او زوی یې دواړو خپلې چپنې د پاچاه خادم ته ورکړې. پاچاه خادم ته په ټوکه وویل: د یوه خره بار درباندې جوړ شو. خادم ځواب ورکړ: نه صاحب؛ د دوو خرو.

حاضر جوابي مثبت او منفي دواړه خواوې لري. مثب اړخ یې له ځان او شخصیت د دفاع ښه وسیله ده. یو څوک په خپله ناحقه دعوه کې ایسارول یا یې د خبرې لوری ورګرځول وي. موږ او تاسې بیا غاښ ماتوونکی ځواب هم ورته وایو چې یو څوک په خپله خبره کې پړ کوو. د فرهاد ځوابونه ځکه د عادي ځواب پر ځای په حاضرځوابي کې حساب شول چې غاښ ماتوونکې وو او له پوښتنو لوړ و.

منفي یې بیا د حال له مقتضا سره نه وي او د متکلم اخلاقي شخصیت ته زیان رسوي. سعدي ځکه وایي چې:

تأمل کنان در خطا و صواب

به از ژاژخایان حاضر جواب

پخوا حاضر ځوابي د خلاق ذهن محصول و چې دا کمال کمو کسانو درلود. د پوهې او علم په پراخېدو سره اوس د حاضرځوابي د زدکړې لپاره کورسونه او تعلیمي مرکزونه جوړ شوي. د بیان فن او ارواپوهنیزې لارې چارې ورته ټاکل شوي دي. مطالعه کول پر نورو ګټو سربېره د حاضر ځوابي لپاره اغېزمنه لار ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو