د تحقیقي لیکنو پړاوونه/ نجیب منلی
که امتحان ته امادهګي وي، که د مقالې لیکل وي، که څېړنه وي، که مونوګراف او تېزس وي علمي او تخنیکي کار حتماً څو پړاوه لري.
– د موضوع لټون (INCEPTION) : دا د کار پیل دی، سوال مطرح شوی خو ټول ابعاد یې لا نه دي مشخص، د موضوع عمومي روحیه د څېړونکي په فکر کې شته، خو په دقیق ډول یې لا نه ده بیان کړې. په دې مرحله کې څېړونکی دا خبره ارزوي چې هغه موضوع چی دی پرې کار کول غواړي، ريښتیا هم د کار کولو له پاره زمینه لري او که نه، په دې مرحله کې څېړونکی له همکارانو، ملګرو او دوستانو سره د نا پلان شویو بحثونو او د نظرونو د تبادلې په لټه کې دی، هر هغه څه چې په دغې مرحلې کې په يو ډول نه یو ډول له موضوع سره تړاو لري د څېړونکي فکر ځان ته تموي او پرې د ملګرو، دوستانو او همکارانو سره بحث کولو ته یې رابولي، د دې پروسې په نتیجه کې څېړونکی د خپلې موضوع حدود مشخصوي او هغه اساسي پوښتنې مطرح کوي چې ورته باید ځواب و لټوي. (په سیند کې اوبه بهېږي، څنګ ته یې په کڅونو کې بوټي له تندې وچېږي، څېړونکي ته دا فکر پیدا کېږي چې دا اوبه او دا بوټي سره نېږدې کول غواړي)
– د موضوع تشخیص (CONCEPTION): په دې پړاو کې موضوع د قیقاً مشخصه شوې، اساسي پوښتنه یا غوښتنه (پروبلماتیک) ټاکل شوې، څېړونکی پوهېږي چې کومې بوښتنې ته باید ځواب ووایي او د دې ځواب د طرحي په اړه فکر وکړي. اړ هغه عملي لارې جارې و سنجوي چې د ستونزې حل ته یې نېږدې کړي (څېړونکی د لومړۍ مرحلې په ترڅ کې دې ته متوجه شوی چې د کڅ اوسنۍ سطح د سیند په بره برخه کې د یوې نقطې سره هم سطح ده، که هغه ځای کې سربند واچول شي نو د اوبو یوه ویاله د کڅۍ برې برخې باندې راتاوېدای شي او بیا ترې تر بوټو پورې څانګې را بېلېدای شي) د دې پړاو په پای کې څېړونکی د ستونزې د حل له پاره عملي پلان لري.
– اجرا (DEVELOPMENT) : په دې مرحله کې څېړونکی د خپلې پروژې د تطبیق له پاره مواد راټولوي، مشورې کوي، مخ کې پرتې ستونزې هواروي او د خپلې پروژې عمومي سکېچ جوړوي (د کار وسایل راټولوي، د کار قوه پیدا کوي، په مخ کې پرتې لوړې ژورې هواروي، که د جا کور یې مخې ته راځي هغه سره تفاهم کوي، او د ویالې ایستلو ته عملي زمینه برابروي. او په کار پیل کوی)
– تنظیمات (TUNING) څېړونکی د خپل کار وروستي جزییات ارزوي او ممکنې ستونزې یې پیدا کوي او حلوي، په دې مرحله کې څېړونکی د خپل لارښود، د خپلو سیالانو او ملګرو همکارۍ ته ډېر اړ دی.
-وړاندې کول (DEPLOYMENT) څېړونکی د خپل کار نتیجه د خپلو لارښوونکو او سیالانو ارزونې او د عامه انظارو ارزونې ته وړاندې کوي (د کڅ ځمکې خړوبوي)
له پورته بحث دا جوتېږي چې علمي پروژه د بيړې کار نه دی.
کله چې له چا مرسته یا نظر غواړئ نو وروستۍ شېبې ته مه په تمه کېږئ (هر څوک خپل مصروفیتونه لري). که له چا سره مرکه کوئ، یا ترې د موادو د ترلاسه کولو هيله لرئ کافي وخت ورته پرېږدئ. که داسې و نه کړئ نو یا به مرسته تر لاسه نه کړئ، یا به کافي اومناسبه مرسته تر لاسه نه کړئ او په نتيجه کې به خپله پروژه له ستونزو سره مخ کړئ.
دا خبره نوره هېره کړئ چې «ملا صاحب زوی مې ژر را ملا کړه چې زموږ کډې بارېږي»!
ځواب دلته پرېږدئ